موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو! د معتبرو ملي جایزو اړتیا!

یو ستاینه او قدرونه (Award) دی او بل جایزه (prize ) دی چې ډېری ستاینې د نښان (Trophy) نومونو (Titles)، سندونو (certificates) د تقدیر یا ستاینې لوحونه (commemorative plaques) د درجو نښانونه (badges) مډالونه، ارتقا او یا هم د ستاینې تراړې (ribbons). ځینې ستاینې او قدرول حتی لکه د اسکار جایزې په ننداریزو مراسمو کې وړاندې کېږي؛ خو ځینې یې په ساده ډول د جمع پر وړاندې ستایل کېږي پرته له دې چې کومه محسوسه جایزه تر لاسه کړي.
اوارډ او ستاینې او جایزې د یوه فرد او یا هم ادارې لخوا ورکول کېږي چې تر ډېره يې پرستیج او اهمیت هم د ستایونکي او یا هم اوارډ ورکونکي په موقعیت پورې تړاو لري. اوارډونه معمولاً د یو شمېر ادارو او یا هم په یوه اداره او یا حکومت کې د یوه ځانګړي مقام لخوا ورکول کېږي.

جایزه د کوم چا، خلکو او یا هم ادارې د لاسته راوړنو او ترسره شوو چارو ستاینه ده. په رسمي جایزو کې نقدي او دغه راز د نیکنامۍ او مشهورتیا ستاینې راځي؛ لکه په نقدي کې چې د ادبیاتو لپاره نوبل او یا هم پولیتزر جایزې دي.
جایزې د بېلګه ییز او فوق العاده کړنو د مشهورتیا او یا هم د پایلو او لاسته راوړنو د لا هڅونې او د مثبتې سیالۍ د هڅونې په موخه ورکول کېږي او په دې ډول د ګټونکو ستاینه او قدرونه کېږي، که څه هم ډېری جایزې په تېره بیا مشهورې هغه يې د بېلابېلو بحثونو او حتی بخل لامل کېږي.

جایزې له ډېرو لومړنیو تشويقي اقداماتو لکه په ښونځي کې د لایک (Like) د لوحې له شتون رانیولې تر سترو نړیوالو جایزو پورې چې د ټولو مؤثریت او کارندوالی خپل خای لري؛ او دا هغه څه دي چې موږ یې حتی دود لا نلرو.

د نړۍ تر ټولو معتبره او مشهوره علمي جایزه د نوبل په نامه ده چې په ۱۹۸۵کال د سویډني کیمیاپوه الفرډ نوبل په وصیت او نامه پیل شوې او هر کال په پنځو برخو اقتصاد، کیمیا، فیزیولوژي یا دوادرمل، ادبیاتو او سوله کې ورکول کېږي.
یو وخت مې د مطالعې پر مهال یو ځای ولوستل چې (یک اثر تحقیقی اش ( از سیدقاسم ریشتیا) بنام « افغانستان در قرن بیست » به لسان های مختلف ترجمه گردیده است و برندة جایزة خوشحال گردید.) یعنې دا چې موږ علمي او ادبي جایزې درلودې خو اوس نه ښکاري.

نه یواځې د دولتي جایزو او ستاینو بلکه د نادولتي جایزو او ستاینو اړتیا هم شته، لکه په نوره نړۍ کې هر هېواد او یا هم هره ژبه په بېلابېلو علمي او ادبي برخو کې د غوره آثارو لپاره جایزې لري، هغه څه چې موږ په بشپړ ډول ترې بې برخې یو.
په تېره بیا ادبیات چې د نړۍ د ملتونو په تاریخ کې یې تر اوسه ځانګړی اهمیت درلود او وخت ناوخت به د دغه هنر څښتنان ستایل کېدل او هڅول کېدل به.

د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېل ادبي سبکونه راغلي او بېلابېل نوښتونه او بدلونونه یې د ادبیاتو سترې کورنۍ ته راوړي. په همدې ډول هر هېواد هم د نورو جایزو په څېر په ادبي برخو کې ځانګړې جایزې لري چې هر کال یو شمېر هغو آثارو او لیکوالو ته چې په دې برخه کې د ستاینې وړ کار وکړي ورکول کېږي.

په خواشینۍ سره چې موږ ډېری وخت یواځې په خوشبینۍ کې له هر څه پاتې شوي یو، په تېره دیارلس کلنه دوره کې مو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو څه ښه او مؤثر حکومت په تمه ډېره تمه نه کوله؛ خو تجربه ښئيي چې که همداسې لاس تر زنې ناست یو همداسې بې لاس ته راوړنې به یو.

نور نو د دې وخت را رسېدلی چې د یو شمېر با ارزښته ادبي او علمي آثارو لپاره معتبرې ملي دولتي او نادولتي جایزې ولرو، تر څو په دې ډول هم د معیار په لور هم د ابتکار په لور او هم د ډېر کار د تشویق او هڅونې په لور مؤثر ګام واخیستل شي.

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب