مور دهر اولاد دبرياليتوب راز

هېڅکله هم په کومه هڅه ياکار کې دنه بريالي کېدو په صورت کې له چانه زړه بدنکړئ،ځکه کېداى شي دبل چا ګناه نه وي ،يوآځې خپل ځان ګرم او پړ وبولئ،که چېرې موهغه هڅه چې تاسويې دسرته رسولو اوپرې دبريا هيله لرئ قانوني او جايزه جنبه ولري نوحتماً اوخامخاشونې ده اوهېڅ داسې عمل نشته چې انجام يې په بشر يامخلوق پورې تړاو ولري اوهغه دې ونه شي. هغه به کېږي ځکه چې الله ج يې سرته رسول دانسان په وس او توان کې ورکړي دي، او انسان يې هم پرې مکلف کړى دى چې هغه کار وکړي،مګر هغه څه چې تاسوته پکار دې ديوکار دپوره اوښه سرته رسولولپاره يې وکړئ ،په پام کې ونيسئ ،چې څه بايدوکړئ ،ترڅوخپل مقصدپه اسانه اوبغير له کومې ستونزې سره له مخ کېدويې خلا ص کړئ.
زه درته يوڅه ستاسوديوه ځوان اومسلمان ورور په صفت مشورې په ډول وايم،هيله ده چې راباندې غوصه هم نشئ،که چېرې مې نصيحت ستاسوپه فايده نه وو نو ماته لارښوونه وکړئ اوهغه څه چې تاسويې ديوې چارې دترسره کولو لپاره مثبت بولئ ماته يې را ياد کړئ ترڅو په اينده کې زه هم هغه ميتود عملي کړم،خواول دا اړينه بولم چې يوځل زماخبرې هم ولولئ نوخپله به پوه شئ چې څومره پکې رښتونى يم،هغه داچې  هرکله چې د هر روا عمل په ترسره کولو پسې له کوره وځئ نو يوځل مو  په کور کې دخپلې مور  رضاء حاصله کړئ،له هغې سره پرې مشوره وکړئ،اجازه ورڅخه واخلئ  دهغې لاسونه ورښکل کړئ،دومره مو زړه دهغې په دعاوو باندې ډاده کړئ چې له خوښۍ مو په سترګوکې اوښکې راشي نو کله چې هغه ستاسو پر سر لاس راکاږي اوپه موسکا سره ځواب درکړي تاسو،باوري شئ چې د الله ج رضاموپه لاس راوړله او ستاسو مطلوب کار به په اسانۍ سره کېږي،وګورئ دامنم چې زموږهېواد له ډېرو تاړاکونو تېرشوى دى ،جنګونوله موږڅخه دمورپلار په شمول ډېرڅه اخستي،هغه څوک چې په کور کې مورلري له مورنه دې دعاواخلي څوک چې مور نه لري پلار نه دې دعاواخلي اوکه چېرې داواړواړه نلري نوبيادې په کور له يوبل چاڅخه مشوره واخستل شي که څه هم له تاسوکوچنى وي

اوياهم دکلي له يوه پوه اومخلص شخص څخه مشوره واخلي .
مور دهر اولاد دبرياليتوب راز دى،مور دالله ج مينه ده،مورهغه ښکلاده چې هېڅ څوک يې په ليدلودستړيا احساس نه کوي، هغه ونه ده چې سيوري ته په کېناستلويې د ورځو ،مياشتو اوکلونو ستوماني له منځه ځي اوانسان سکون مومي، مور هغه لمر دى چې دوړانګوپه لګېدو يې ټپونه مرحم اخلي،ګلان غوټۍ سپړوي،مورهغه وږمه ده چې دګلونو خوشبويي دهر چا تر سپوږمو او دماغورسوي هغه درد دى چې هر دانا انسان پرې اخته کېدل اوتل يې په خپل ځان اوزړه کې ساتل غواړي.
ددې هرې ګټې اومينې ترڅنګ مو ګوره فکر وي چې  مور د هر اولاد د ذلت اودخداى پاک په قهر د ککړېدو وسيله هم کېداى شي،په هغه صورت کې چې کوم اولاد دمور زړه ازار کړي، نو په داسې سرنوشت به اخته کېږي،مورهغه ښه اوبد دي چې هېڅ انسان له بل سره په دې ښو اوبدوکې نشي شريکېداى،بلکې دهرچالخواپه خپله له ځان سره کېږي،په دې صورت کې دمور خېرې له هرڅه نه بدې دي نوهڅه کړئ چې دهغې له خېرو او ازار نه ځان وساتئ که چېرې غواړئ چې ژوندموښکلى شي نودمور عزت وکړئ،دهغې دخوښوپه اړه فکر وکړئ،هغې ته غم مه ورکوئ اوهغه همېش په خپل زړه کې وساتئ ترڅو موهم دنيا اوهم اخرت ښکلي او روښانه شي.

رفيع الله روشن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب