مورې ورځ دې مبارک شه!
خوزما افغانې مورې ته لا ترې خبره به هم نه یې او که خبره هم یې نو وایې به:
ورځ به څه کړم؟زما ورځ به هلته وي چې کونډه نشم،ځوان بچی مې و نه وژل شي،بچې مې د لوږې مړ نشي……..
مورې ځواب نلرم درته ،رښتیا هم تا سپیڅلې پرښتې د جګړو او نورو ټولنیزو ناخوالو بار د پیړویو راهیسې به اوږو وړی ،همدا افغانه ميړنۍ او پر وطن مينه مور وه، چي په جگړو کې يې د خاوند، لور، زوى او يا ورور مرگ ژړولې او غمجنه کړېده، خو تسليم شوې نده، همدا افغانې کونډي مېرمنې دي، چې د کورنۍ جگړې په جريان کې يې خپل د ژوند ملگرى دلاسه ورکړى د شخصي ژوند او ماشوم د روزلو دروند پېټۍ يې پر اوږو پروت وې، مگرپه ميړانه پر مخ درومې او د ژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي. افغانو ميندو يوه لمحه هم د خپل ماشوم په روزلو کې غفلت ندی کړى، په ډير سختو او په له ډول ډول ستونزو ډکو شرايطو کې يې د ټولو ستونزو په منلو سره خپل ماشوم د صداقت، هيواد پالني او خدمت کولوپه روحيه روزلى دی.
د هغې ورځې په هیله چې د زورزیاتئ او جګړو لمنه مو له هیواده ټوله شي چې هر ه مور د سولې او سکون فضا کې ژوند وکړای شي.ستا سپیڅلي مقام ته درناوۍ او عقیدت سر ټیټوم.
احسان الله هميم توتاخيل