ملکه ثريا طرزي

ملکه ثريا طرزي (زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه.
ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي.[1]په ۱۹۲۹ زېږيز کال کې د افغانستان پاچا امير امان الله خان د واک نه پدې موخه ګوښه شو چې په هېواد کې د خپل منځي جګړې د پېښېدلو مخه ونيسي او اعلی حضرت امان الله خان د هېواد نه دباندې روم ته لاړ او ملکه ثريا هم هماغلته د خپلې کورنۍ سره په اېټاليې کې ژوند کاوه او په هغه وخت کې اېټاليا کې هم پاچاهي وه.

ملکه ثريا په ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸ زېږيز کال کې د اېټاليې هېواد په روم ښار کې ددې نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه، د هغې مړينه په ډېره درنه سترګه د اېټاليا د حکومت له خوا ولمانځل شوه او افغانستان ته د نوموړې د جسد د لېږدولو پر مهال د اېټاليا يوې پوځي ډلې د روم تر هوايي ډګره پورې د هغې مړی بدرګه کړ. بيا وروسته کله چې د هغې تابوت افغانستان ته راورسېد نه هلته يې هم په ډېر درناوۍ لمانځنې وشوې او وروسته بيا د ننګرهار ولايت په پلازمېنه جلال آباد کې په شاهي باغ کې د خپل خاوند تر څنګ چې تر دې ۸ کاله دمخه مړ شوی وه، خاورو ته وسپارلې شوه.

شهيرهوتک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب