ملا محمد عمر مجاهد

ملا محمد عمر رح
ملا محمد عمر
د افغانستان اسلامي امارت مشر
په وظیفه کې

۱۹۹۶ سپتمبر ۱۳ – ۲۰۰۱ نومبر ۲۷

لومړی وزیر محمد رباني

عبدالکبیر

تر ده مخکې واکمن  برهان الدین رباني
تر ده وروسته واکمن برهان الدین رباني
شخصي معلومات
زیږیدنه ۱۹۶۰ م.
کندهار ،‌افغانستان
مړینه  

آپریل ۲۳, ۲۰۱۳  (عمر ۵۲ یا ۵۳ کاله)

مدرسه دارالعلوم حقانیه

په کال ۱۳۳۹ د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د «چاه همت» په کلي کې د مولوي غلام نبي په  منوره او دینداره کورنۍ کې ملا محمد عمر نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. نیکه یې مولوي محمد رسول نومېده، او په خټه پښتون هوتک کام پورې اړه لري.

د پلار له مړینې وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د خپلو ترونو تر سرپرستۍ لاندې د خپل ژوند لومړنۍ مرحله پیل کړه. ملا محمد عمر د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې طالبۍ ته مخه کړه،  او په ابتدایه مدرسه کې داخل شو.

ملا عمر دا وخت ۱۸ کلن و. پوره ملا شوی هم نه و چې روس پر افغانستان یرغل وکړ. ملا محمد عمر طالبي پریښوده، د جهاد لاره یې غوره کړه. الله تعالی په جهاد کې پیاوړی او زړور کړ. او لومړنۍ وسله واله جګړه یې د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې پیل کړه. په دې ولسوالۍ کې د یو څه وخت وروسته د اروزګان په کچه په زړور جنګلیالي مشهور شو. جهاد یې د یو عادي مجاهد په توګه پیل کړ. عمر یې کم خو غیرت، میړانه او مهارت یې زیات و. د ټولو د ستاینې وړ و، چې هم زړور او بهادر دی او هم جنګي هنر او مهارت لرونکی.

تر دې چې وروسته د جګړې د تعرض قومندان ټاکل کیده. د هغه وخت ملګرو به ویل چې سره له کم عمرۍ د ځینو ځانګړنو له امله هغه وخت یو شمیر صلاحیتونه لرل، چې له دې امله به یې د تعرضي جګړو متحد قومندان ټاکل کیده. ملا عمر د جهاد په لومړیو کې د سالم او تکړه بدن څیښتن و.

په کال ۱۳۶۲ کې له خپلو ملګرو سره د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې  د حرکت انقلاب اسلامي ګوند سره چې مشري یې حفیظ الله اخندزاده درلوده یوځای او د شوروي ضد جګړو کې یې ونډه واخیسته. په ډیره کمه موده کې د ډیرو سترو جنګیالانو په کتار کې به د ده نوم هم یادیده، چې د هغوي له ډلې د جهاد یو وتلی ستوری ملا نیک محمد و. د ملا نیک محمد سره یې یوځای نوم یادېده او په ډیرو جګړو کې دواړو یوځای ونډه درلوده. ملا محمد عمر مجاهد له شورویانو سره په جګړه کې څلور وارې زخمي شوئ او په وروستي ځل یې خپله ښۍ سترګه هم له لاسه ورکړله.

شورویان ووتل، مات شول خو د ماتې سره سره لا لوبه پاتې ده، کیسه ختمه نشوه او ملا عمر یې پرینښود ترڅو خپلو درسونو ته وروګرځي او پوخ ملا شي. په وطن کې کور په کور جګړه او ورو وژنه پیل شوه.  فساد په کې خپل اوج ته ورسید، په کندهار کې هم له دین او قانون څخه نافرماني شوه. اخلاقي جنایتونه او فساد تر لوړې کچې ورسید. هان تر دې چې د خلکو ځان او مال هم په امان کې نه و. پاټکونه په هره برخه د وطن کې د خلکو لوټولو لپاره جوړ شول. د خلکو هټۍ چور شوې، ځمکې یې غضب شوې، د ښځینوو سینې پرې کیدلې، د خلکو پر سرو میخونه ټکول کیدل،  تر دې چې جنګي او وهشي سپي له هلک سره تبادله کیدل، له کورنو هر څه لوټیدل، او لنډه دا چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې وحشت خپل اوج ته رسیدلی و.

دا وخت و چې ملا محمد عمر په یوه موټر سایکل سپور شو، په خپلو زړو ملګرو یې دوره پیل کړه، له خپلو ملګرو یې وغوښتل چې خاموشي او بي تفاوتي ګناه ده ملت او اسلام باید وژغورو.

عزت او ذلت د الله تعالی په لاس کې دي، چاته چې وغواړي عزت ورکوي چاته چې وغواړي ذلت ورکوي. په افغانستان کې د واک تشه رامنځته شوه او ټول په ویره کې و. سره له دې چې مسعود له شرق او غرب سره جوړ و خو بیا هم په ده کې دومره واک نه وه او نه یې زور رسیده چې ټول په یوه مرکز راټول کړي. دا وس یوازې او یوازې په  ملا محمد عمر کې و.

‌د ۱۳۷۵ کال د وري په ۱۶ د افغانستان د علماوو یوه ستره غونډه په کندهار کې جوړه شوه چې په پایله کې یې ملا محمد عمر ته  د «امیر المومنین» لقب ورکړ. د «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» تر سرلیک لاندې کتاب لیکوال لیکلي : «په وروستۍ ورځ امیر المومنین غونډې ته وینا وکړه. زه هم د دې غونډې د خدمت کوونکو په ډله کې وم او په ټول جریان کې حاضر وم، ملا محمد عمر مجاهد په دې لنډه وینا کې د تحریک د پیل لنډه کیسه هم په خپله ساده او عادي لهجه وکړه، او د خبرو په پای کې وویل چې موږ ستره دعوه کړې دا دعوه سخت امتحانات لري، دا کار توکل محض ته ضرورت لري، په خوله دعوه اسانه ده، خو عملي امتحان سخت دی. هغه دا هم وویل چې اي دیني عالمانو زه ستاسې همکاري او رهنمایۍ ته مجبوره یم، ځکه زه د وړو کتابونو طالب (شاګرد) یم، که تاسو د الله د دین په نفاذ کې زما سمه رهنمایي ونکړه، نو د اخیرت په ورځ به زما لاس او ستاسي ګریوان وي».

د قومي او ژبنیو تعصباتو سره مخالف و. یو ځل یې امیر خان متقي ته ویلي و چې دا کوم لیکوالان چې ډیر پښتو او فارسي مطرحوي یو څو تنو ته سزا ورکړئ، چې نورو ته عبرت شي. د پکړیو له راتږ سره په کابل او نورو سیمو د نجات پرښتې له آسمان نه راکوزې شوې. او د خلکو ځان مال او ناموس په امان کې شو. غصب او غارت له منځه ولاړ، اخلاقی فساد ورک شو، او په ټول هیواد کې اسلامي شریعت حاکم شو.

تر ۹۵ سلنه خوارې نیولو وروسته لاهم د امیر المومنین مخته خنډونه زیاتیدل. یو خوا دا چې په مزار کې د طالبانو له لورې د ایران سفارت کارکونکو وژل هم یو ګواښ و، بل لورې د مسعود ډلې سره جکړه او له دې سره سره د اسامه غوښتل د امریکې له لورې هم یو ستر ګواښ و.

۱۱ د سپټمبر هغه پیښه چې په نیویارک کې وشوه او کابل یې ونړاوه. د   ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ د نړۍ په تجارتي مرکز د الوتکو برید وشو، چې په پایله کې ۲۹۶۹ کسان په شمول د ۱۹ کسان په طیاره کې مړه شول. د ویکیپیډیا له مخې شاوخواه ۶۰۰۰ کسان دې پیښې ټپیان درلودل. د پرل هاربر پیښې څخه وروسته چې د ۱۹۴۱ کال د ډیسمبر ۷ کې شوې وه، په متحده ایالاتو کې  دا ویجاړونکې پیښه وه. د اکثرو ملکي کسان سربیره ۳۴۳ د اور مړکونکي ادارې او ۷۱ د اجرایي قانون افسران په کې مړ شول.

او د دغه برید پړی یې د اسامه بن لادن په غاړه واچولو، ده هغه وخت دي چې اسامه بن لادن په افغانستان کې اوسیده. ملا عمر په یو مجلس کې ویلي و: ظاهر شاه کفار کفارو ته ندی سپارلی، زه مسلمان څنګه کفارو ته وسپارم. امیر المومنین انکار وکړ او دغه کار یې د اسلامي او افغاني اصولو خلاف وباله. ملا محمد عمر د غرب په ناوړه نیت پوهیده  نو د اسامه د سپارلو د بیا بیا غوښتنو په ځواب کې یې وویل: چې ظاهرشاه جرمنان متحدینو ته ندی ورکړی، یعنې کافر یې کافرو ته ندي ورکړي، نو زه څنګه یو مسلمان کافرو ته ورکړم.

امیر المومنین په دې پوهیده چې بوش نه دپلوماسي مني او نه بشري وروري. او خپلو ملګرو ته یې وویل چې مسلمان کافرو ته ونه سپارئ. ملا عمر وویل چې اسامه د موږ میلمه دی او د میلمه ساتل دموږ فرض دی.

سرله ده چې ملا محمد عمر پوهیده چې ښایي دا به د ده لپاره ښه نه وي او د ده له حکومت لپاره به لوی ګواښ وي، خو ده د خپل حکومت نه خپلې پښتونولي ته ژمن پاتې شو، او اخیرت یې تر دنیا غوره وګاڼه.  هر څه ته یې خپله سینه سپر کړه. ښایي د سیاسي څیړونکو له نظره  د ملا عمر کړنه به هر لورې تعبیر کړي، خو هغه څه چې ده ته ډیر ارزښت ناکه و هغه د پښتونولي قانون ته ژمن تیا وه.

د سپتمبر د ۱۱ دوه ورځې وروسته امریکا د خپل چینل له لارې چې په تاجکستان او اوزبکستان کې وو له امرالله صالح سره وکتل او صالح له محمد عارف سروری سره په تماس کې شو او ورته یې وویل چې امریکا د احمدشاه مسعود د مرګ له تسلیت وروسته دا ویل غواړي چې تاسو او موږ دواړو تاوان کړئ دی، تاسو په همکارۍ غواړو په طالبانو حمله وکړو. او واشنګټن هوډ لري چې جنرال فرانکس په مشرۍ دا کار ترسره شي. د امریکا لمړنۍ طیارې په یوه وړوکي هوایي ډکر کې چې د ګلبهار نساجی شرکت شاته ده ناسته وکړه. له دې مخکې احمد شاه مسعود امریکایانو نه د مالې مرستې غوښتنه هم کړې وه، چې تر ځایه ورسره مرسته هم وشوه. د امریکایانو خاص ټیمونه افغانستان ته راغلل او دوي یواځې د طالبانو د ساحاتو کروکې په نښه کوله، چې یو ټیم په تخار کې د جنرال دوستم او عطا محمد نور سره همکار و، او بله ډله د بسم الله خان سره د بګرام شاوخواه سیمو کې ځای پر ځای شول. همدا وو چې د ۲۰۰۱ په ۱۳ مه د شپې له خواه قره باغ، کلکان، بګرام او بلاخره کابل هم سقوط شو.

پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته مشر ملا صاحب هیڅ بهرني ملک ته ونه تښتید. ده غوښتل چې په خپل کور کې ووژل شي، خو داسې تکړه ملګري یې لرل چې په خپل کور کې پاتې شو تردې چې په کال ۱۳۹۲ کې یې  د اجل داعي ته لبیک ووایه.

دا به د الله اراده وه چې دیو بې کسه یتیم نه یو لوړ شیخصیت جوړ شو.  زه پوره یقین سره ویلی شم چې ډیر څه به د ما نه په دې لنډه لیکنه  کې پاتې وي. خو دا کرښې یوازې د تاریخ د پاڼو د یوه پاڼه تازه ساتلو لپاره لیکل شوي.

اخځونه:

مطمین، عبدالحی، ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان، ۱۳۹۶.

میلی، ویلیام، افغانستان – طالبان و سیاستهای جهانی، ۱۳۷۷.

سروری، محمد عارف، حوادث و وقایع خونین ۹ و ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱، ۱۳۸۸

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب