مسلمان څنګه خپل مسلوب عزت بيرته پيداکړي؟
محترمو مسلمانانو ! هر څوک چي د تاريخ پر پاڼو او ورقو باندي د عبرت نظر واچوي نو د دوو خبرو په ډيره ښه توګه معلومات ورته کيږي :
اوله دا خبره چي مسلمانان او عالم إسلام د « خير القرون » له زمانې څخه بياد تاريخ په اوږدو کښي تر ډيري درازي مودې پوري د عزت ، هيبت او دبدبې خاوندان وو ، او عالمِ کفر تقريبًا د عالمِ إسلام په سايه کښي د غلامۍ په ډول زندګي تر سره کوله او مسلمانانو په هره خانه او هر باب کښي و نورو خلګو ته د استاذۍ او د تعليم او ښووني په مقام کښي قرار نيولئ وو ، د هري ښيګڼي او د هر قِسم کمال إستفاده له دوۍ څخه خلګو کوله ، د نظم او نسق ، د حاکميت او محکوميت او د کاميابۍ او د پر مختګ او ترقۍ د أصولو او قوانينو أخذ کافرانو له مسلمانانو څخه کاوئ .
که څه هم د إسلام له منلو څخه کفارو مقابل جانب إختيار کړئ ؤ ، خو له دې سره سره د دنيا هر قِسم کفارو إسلام او مسلمانان د موجوداتو دپاره ، خصوصًا د عالم انسانيت دپاره يو عظيم رحمت او سعادت باله .
لکه چي د « تمدن إسلام و عرب » د کتاب ليکوال سره له دې چي کافر ؤ ، مګر خو پر جهان او جهانيانو باندي له يوه منصفانه نظر اچولو څخه برخورداره ؤ په خپل کتاب کښي ليکلي دي چي : « تر هغه وخته پوري چي مسلمانانو د بدبختۍ و کارو ته مخونه نه وو اړولي ، نو د دوۍ په وجه پر ټول مخلوق باندي د رحمت بارانونه اوريدل ، خو کله چي مسلمانانو په خپل منځ کښي خودکامي او بدبختي رامنځته کړه نو هر څه يې له لاس څخه ووتل » .
دوهمه داخبره ده چي د مسلمانانو موجوده حالت داسي حالت دئ چي د دوۍ له ذکر سوي تاريخي عظمت سره بالکل په مقابل جانب کښ واقع دئ ، نن مسلمانان د حاکميت او محکوميت أصول له کافرانو څخه ايزده کوي .
نن مسلمانان د ترقۍ او د پر مختګ د لارو أخذ له کفارو څخه کوي ، نن مسلمانانو په هر باب او هره خانه کښي نسبت و کافرانو ته د تلمذ او د شاګردۍ موقعيت غوره کړئ دئ .
نن مسلمانان د داسي شرم ، پيغور او أفسوس په حالت کښي واقع دي چي د يوه کافر لاس پر خپلو سرو باندي سربيره ونه ويني نو زندګي تيرول ورته محاله او ناممکنه ښکاره کيږي ، نن مسلم انانو داسي مَوقِف غوره کړئ دئ چي د کفارو په سايه کښي ژوند کول ورته د فخر او د عظمت کار ښکاره کيږي ، خپلي شخړي او مشاجرات د کفارو په محکمو کښي مورد د بحث ګرځوي ، او إسلامي ممالک په خپل منځ کښي يو د بل سره په داسي نيت او په داسي عزم او رويه کښي قرار لري چي د هغه په نتيجه کښي إسلامي أخوت او وحدت له خاورو سره خاوري ګرځيدلئ دئ .
په هر صورت زه د يوه ديني عالم په صفت د ديني او إسلامي منابعو او د سالم عقل د هداياتو له مخي و تاسي ته په دې اړه معلومات درکوم چي مسلمانان بايد څه وکړي چي دغه سرچپه حالت يې بيرته سيده سي او دغه د غلامۍ طوقِ لعنت د کفارو چي د هر إسلامي ملک و غاړي ته لويدلئ دئ د مسلمانانو له ګردنو څخه ليري سي او بيرته د پخوا په شان د بادارۍ په مقام کښي قرار ونيسي .
په دې باب خو تفصيلات ( ان شآءالله العزيز ) ستاسي و مخي ته راروان دي ، خو په إجمالي ډول بايد ووايم چي الله ( جل جلاله ) له خلګو سره په خپل حالت کښي هلته تغير او بدلون راولي چي خلګ هم و خپل حال ته تغير ورکړي .
د إسلام تر ظهور له مخه تاريخ ددې خبري شاهد دئ چي عالم بشريت په قسم قسم بدبختيو مبتلا وو ، په جهالت او ناپوهۍ مبتلا ؤ ، په إختلافاتو مبتلا وو ، له يو بل سره په دښمنۍ او عداوت مبتلا ؤ ، د شرافت او کرامت معيار فقط او فقط زور ، قوت ، مال او دولت ؤ ، او د بدبختۍ او د ناأهلۍ او د انسانيت له ليکي څخه د وتلو معيار بې کسي ، کمزوري ، فقر او مسکنت ؤ ، حق او ثابت حقوق د هر چا تلف سوي وو او انسان او د انسان ويني هيڅ قدر او ارزښت نه درلودئ .
دغه ټول مصيبتونه الله ( جل جلاله ) په دې وجه پر خلګو باندي مسلط کړي وو چي خلګو ناروا او باطل حالت غوره کړئ ؤ ، د إسلام له ظهور څخه وروسته چي خلګو په خپل حالت کښي تغير راوستئ ، إسلام يې قبول کړ ، انسانيت يې ايزده کئ ، د خالق او مخلوق حق يې وپيژندئ ، د جهل او ناپوهي په بدل کښي د علم او پوهي خاوندان سول ، او د أسماني هدايت او د الله تعالی د رسول حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) پر شا او خوا سره راټول سول نو الله ( جل جلاله ) هم له دوۍ سره په خپل حالت کښي بدلون راوستئ ، د بدبختۍ دروازې يې پر دوۍ باندي بندي او د سعادت او نيکبختۍ دروازې يې پر دوۍ باندي راخلاصي کړي .
بيا چي کله مسلمانانو سوکه په سوکه په خپل سالم او صحيح حالت کښي په بدلون او تغير شروع وکړه ، نو الله تعالی په مقابل کښي همدغسي په تدريج سره له دوۍ څخه د خپلو نعمتو په أخستلو پيل وکړ تر څ و چي حالت ودغه موجوده پړاو ته راورسيدئ ، نو اوس چاره او علاج دادئ چي مسلمانان دوباره په خپل حال کښي بدلون راولي او و خپل أصلي حال ته ( کوم چي د دوۍ د ټولو سعاداتو متکفل ؤ ) متوجه سي ، تر څو چي الله ( جل جلاله ) له دوۍ سره په خپل حالت کښي د تغير اراده وکړي ، لکه الله (جل جلاله ) چي فرمايلي دي :
إن اللهَ لايغير ما بقومٍ حتی يُغيروا ما بأنفسهم .
يعني بېشکه الله ( جل جلاله ) تغير او بدلون نه ورکوي و هغه حالت ته چي د خدائ تعالی له طرفه په يوه قوم پوري پيوسته سوئ وي ( عام له دې که د تکليف حالت وي که د راحت ) تر هغه پوري چي دغه قوم تغير او بدلون ورنکړي و هغه حال ته چي د دوۍ له خوا د دوۍ په ځانو پسي پيوسته سوئ دئ .
يعني که يو قوم په غلط او شيطاني حالت کښی واقع سوئ وي ، نو تر هغه پوري الله پاک هغه مصيبت له دوۍ څخه نه ليري کوي کوم چي د دوۍ د طغيان او شيطاني حال په سبب يې په دوۍ پوري پيوسته کړئ دئ تر څو چي دوۍ دغه شيطاني حالت لره بدلون ورنکړي ، او که دوۍ صحيح حالت او سالمه رويه غوره کړې وي نو بيا الله پاک هغه نعمت له دوۍ څخه نه اخلي کوم چي د دوۍ د سالم حال په وجه يې و دوۍ ته ورکړئ وي تر څو چي دوۍ دغه حال بدل نکړي .
محترمو مسلمانانو ! ددې موضوع پخوړ او خلاصه په اوله برخه کښي موږ درته بيان کړه ، اوس وتاسي محترمو ته د موضوع په تحليل پيل کوم .
د إسلام د مقدس دين د هداياتو په رڼا کښي او دارنګه د سالم عقل او د سالمي تجربې او د تاريخ د څېړني په نتيجه کښي چي کوم کارونه د مسلمانانو د سلب سوي اعزاز او برياليتوب د بيرته اعادې اسباب ګڼل کيږي هغه په دې شرحه دي :
( ۱ ) اول : مسلمانانو ته ضرور ده چي اسلامي وحدت او إسلامي أخوت بيرته راژوندئ کړي او له خپل هغه عصيان ، نافرماني او سرکښي څخه توبه ګاره سي چي د الله ( جل جلاله ) او د هغه د رسول ( صلی الله عليه وسلم ) له دغو لاندي فرمودو څخه يې کړېده ؛ ځکه الله پاک فرمايلي دي :
و اعتصموا بحبل اللهِ جميعًا و لا تفرقوا !
يعني : او اې مومنانو ! د الله ( جل جلاله ) په رسۍ پسي ( چي قرآنکريم ) دئ خپلي منګولي ټينګي کړۍ او ډلي ډلي مه ګرځۍ .
او مسلمانانو د الله تعالی له دغه حکمه څخه په اخيره درجه سرکښي کړېده .
همدارنګه الله ( عز وجل ) فرمايلي دي :
إنما المؤمنون إخوة فاصلِحوا بينَ أخويکم .
يعني بېشکه مومنان ټول سره وروڼه دي ، نو تاسي په منځ کښي د دوو وروڼو ستاسي صلحه او روغه کوۍ .
مسلمانانو دغه دواړه الهــــي هدايتونه و شاته غورځولي دي ؛ ځکه له کومه وخته چي مسلمانان پر مختلفو حکمرانيو او ملکونو باندي وېشل سويدي له هغه وخته له يوه طرفه درجه په درجه و اسلامي أخوت او ورورولۍ ته په بې عزتۍ او بې حرمتۍ سره کتل په مسلمانانو کښي پيل سويدي ، چي تقريبًا په موجوده زمانه کښي دغه بدمرغه جريان داسي ښکاري لکه چي خپل اخيري پړاو ته رسېدلئ وي ، او دارنګه که د يوه مسلم مملکت د بل مسلمان مملکت سره اختلاف راسي ، نو الهــــــــي حکم خودادئ چي يو بل منځګړئ په إسلامي ممالکو کښي بايد ددوۍ په منځ کښي اصلاح وکړي ، خو مسلمانان ددغه منځګړيتوب حق نن صبا و کفارو ته ورکوي ، چي نتېجه يې هغه څه راوزي لکه چي په يوه قصه کښي راځي چي : « د دوو مږکانو سره جنګ ؤ ، نو يوه پشي راغله دواړه يې وخوړل او وې ويل چي که زه نه وائ نو دغو دوو م ږکانو به په قتل سره رسولي وائ » .
د « کويټ » او د « عراق » شخړه چي رامنځته سوه نو اسلامي ممالکو د خپلي بېهمتۍ او بې ننګۍ په وجه په دې موضوع کښي داسي کردار ادا نکړ چي دوۍ پخپله دغه شخړه حل کړي ، بلکي « کفر » يې راوننګوئ ، چي په نتيجه کښي يې د کفري فوجو په سبب چي « حجاز مقدس » ته يې راوستل له لاسو څخه هغسي د بې شرمۍ او د بې آبۍ کارونه د مسلمانانو په أصلي مرکزو کښي تر سره سول او ترسره کيږي ، چي په هغوۍ سره تعبير کول لا هم د مسمان زړه ټوټه ټوټه کوي .
دارنګه موږ هر وخت وينو چي د دوو اسلامي ملکو څه خبره د جنجال پيداسي نو « ستره محکمه » او « قاضي القضات » ددوۍ به خامخاکافر وي .
همدارنګه د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي ( چي داحاديثو معتبرو کتابو يې روايت کړئ دئ ) فرمايلي دي :
المؤمن للمؤمنِ کالبنيان ، يشد بعضه بعضًا .
يعني هر مؤمن نسبت و بل مؤمن ته په مثال د بنا دئ ، چي هره حصه يې د بلي حصې د زور او قوت سبب ګرځي .
دارنګه مومنان هم بايد هر يو د بل مومن د زور او قوت سبب وي .
مسلمانانود خپل پيغمبر حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) دغه مبارک هدايت تر داسي حده پوري صرف نظر ګرځول دئ چي هر مؤمن د بل مؤمن او هر اسلامي مملکت د بل اسلامي مملکت په موجوده زمانه کښي د کمزورۍ او د بې عزتۍ سبب ګرځېدلئ دئ .
همدارنګه د إسلام پيغمبر فرمايلي دي :
المؤمن أخوالمؤمنِ ، لايظلمه و لا يُسلِمُه .
يعني هر مؤمن د بل هر مؤمن ورور دئ ، نه به يو مؤمن پر بل مؤمن باندي ظلم کوي او نه به هيڅ يو مؤمن له بل مؤمن څخه خپله مرسته او کومک بنده وي .
په موجوده وخت کښي و هر چاته دا معلومه ده چي مسلمانانو د خپل پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) ددغه هدايت څونه توهين او نافرماني کړېده ، له يوه طرفه موږ وينو چي هر إسلامي مملکت چي څونه يې په طاقت کښي راځي هغونه پر بل إسلامي مملکت باندي تيرئ او ظلم کوي ، او دارنګه دا هم وينو چي کافرانو پر إسلامي هيوادو باندي درجه په درجه يرغل شروع کړئ دئ او يو يو إسلامي مملکت په نوبت سره قبضه کوي او نور إسلامي مملکتونه پر ځائ ددې چي ددغه إسلامي حکومت مدد او کومک وکړي له يرغل کونکي سره امداد او کومک کوي .
الله ( جل جلاله ) په قرآنکريم کښي و مسلمانانو ته داخبره په ډاګه کړېده چي که تاسي خپل وحدت او يووالئ له لاسه ورکړ او خپل منځ کښي مو جګړې او اختلافات پيل کړل نو بيا به د دښمن په مقابل کښي تاسي کمزوري سۍ او ستاسي هيبت او دبدبه به ختمه سي ، لکه چي د قرآنکريم آيت دئ :
و لاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم .
نو لهذا مسلمانانو ته په اول قدم کي دا ضرور ده چي و دغو إسلامي هداياتو ته په توجه سره په خپل منځ کښي وحدت او اسلامي أخوت ټينګ کړي او د اسلامي أخوت حقوق او أهميت و پيژني او عملي يې کړي .
زه په صفت د يوه عالم دين او په صفت د يوه کامل جاج اخستونکي د عالم إسلام و ټولو مسلمانانو ته او وټولو إسلامي ممالکو ته دا فرياد کوم او دغه چغه په دوۍ کښي خپروم چي : اې د إسلامي أمت مشرانو ! اې د إسلامي أمت د ملتونو سربراهانو ! اې د إسلامي أمت جمهور رئيسانو ! اې د إسلامي أمت سلاطينو ! اې د إسلامي أمت د مختلفو مذاهبو پيروانو ! اې د إسلامي أمت علماؤ ! او کافه مسلمانانو ! سره متحد او يو موټئ سۍ !!! و إسلامي أخوت ته متوجه سۍ ، ټول د يوه بدن د أعضاؤ په شان خپل ځانونه سره و بولۍ ، يو پر بل خوابده کړۍ ، يو د بل ملا وتړۍ او دذکر سويو إسلامي هداياتو إحترام و کړۍ ، او خپل ځانونه له دغه موجوده خسارت او خجالت څخه او له دغه وجوده آفت او ذلت څخه وژغورۍ ، نسبت و مسلمانانو ته هر ملت د کفر تر هغه بل بدتر دئ ، سره له دې چي أهل کفر پخپل منځ کښي مختلف ملتونه دي چي يو دبله سره زيات عداوت او مخالفت هم لري مګر نن و مسلمانانو ته يو موټئ او متحد ګرځيدلي دي ، او إسلام هم موږ ته دا درس راکړئ دئ چي : « الکفــــر ملة واحدة » په هر صورت د مسلمانانو د مسلوب عزت د بيرته لاس ته راوړلو يو عامل او سبب « وحدت » او « أخوتِ إسلامي » ټينګول دي .
علامه محمد معين الدين أبوالفضل