مبتذله او مزخرفه شاعري

الله عزوجل په قران عظيم الشان کې فرمايي (َالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ* أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ* وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ)؟

ژباړه : امام طبري ددې ایت تر تفسير لاندې ليکي چې دمشرکينو شاعران چې ملګري يې ګناهګاران، سرکښه شيطانان، او ګناهګار پيريان انسي فساق او فجار بلل کيږي، دلته په ايت کې تخصيص نشته، هغوی هرځای او هر مجلس کې غير منظم، له حقه او سمې لارې څخه سرکشي کوي اوهغه څه وايي چې عمل پرې نه کوي .

ابن کثير ليکي : يعني دروغ وايي، همدا راز علي بن ابي طلحه او ابن عباس وايي (اکثرو شعرونو کې دروغ وايي )
پدې ټول پوهيږو چې دتاریخ په اوږدو کې شاعر ستر رول لوبولی دی، دبيلګې په ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم له شاعرانو به يې پېل کړو چې هغه عبارت وو له (حسان بن ثابت، کعب بن مالک، عبدالله بن رواحة). په فصاحت او بلاغت پيژندل شوي شاعران چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په وصف کې به يې داسې اشعار ليکل چې خلک به ورته ګوته په خوله وو، همدا راز به يې شاعري په کفارو د توري له وار څخه زيات تأثير درلود، چې دجنګونو يادونه، تهديدونه، او په کفر باندې مشرکينو ته پيغورنه ورکول او دې ته ورته نور موضوعات چې اوس يې د ذکر مجال نه بولم.

تفصيل کې نه داخليږم چې دهریو مفصل معرفت پيژندنه وړاندې کړم په نومونو يې اکتفاء کوم راځم اصل موضوع ته چې (مبتذله او مزخرفه شاعري ).

لومړی غواړم دابتذال پيژندنه وکړم :

ابتذال څه ته وايي؟ :

حقيره او بې ارزښته غير مثالي، په ټپه ولاړه شاعري ته ويل کیږي

مزخرفه: هغه کلمات په شاعري او شعر کې استعمالول چې ظاهر يي ښه، ښکلی خو په حقيقت او باطن کې دروغو باندې ولاړ وي، دخپل شعر په درواغو ښائسته کول .

دعنوان د وضاحت لپاره چې د ټولو په اذهانو کې روښانه وي زه دا وايم چې ايا په اوسني عصر کې چې کومه شاعري روانه ده پرته له محدودو څخه په څه يې احساس، انفعال ولاړ دی او دوافع يې څه دي چې دغه شاعري چې دوی يې کوي بايد وستايل شي د پورته ايت په مصداق به خپل ځان ته قناعت ورکوو .

خپل شعر او خپل احساس او نظريات او دوافع به دپورته ايت په محتوی باندې قياس کوو، چې لدې بل ښه مقياس نشته. خوبياهم که اوسني وخت کې وګورو چې مسلمان په کوم قسم حالت کې ژوند کوي او څومره تکاليفو مشکلاتو سره مخ دی نو په دغه وخت کې هرڅوک خپل ځانګړی اجتماعي مسؤليت لري چې سر ته يې ورسوي.

زه دا وايم چې شعر هم څه وړه خبره نده، خو چې دومره انسان ځان تکليف کې کړي او د ټولنې د مصالحو لپاره انځوريز شعر تقديم کړي نو دا ستر خدمت دی خو البته دشعر محتوی او شعر بايد څنګه وي ؟

زمونږ زيات ورونه داسې شته چې هغوی داسې ادبي اشعار ليکي چې هر اړخيزه ماشاء الله ډير د ستاينې وړ وي خو ځينې نور داسې دي چې شعر يې ترخپل ذهن پورې محدود او منحصر کړی وي او په ټولنه کې چې يې کوم څه خوښ يا ناخوښ شي شعر ورپسې ليکي او د خپل هوی مطابق خپله شاعري پرمخ بيايي. خو دا يوه تيروتنه ده چې ځينې ورونه يې ترسره کوي.

په شعر کې درواغ ويل، له حقيقت څخه لريوالی، دټولنې له مشکلاتو څخه تښتيدل، داسـلامي اصيل فهم او تربيې اړخ زيانمن کول، اسلامي اصولو ته پاملرنه نه کول، د خپل کلتور زيانـــمن کول، دکوچنيانو ذهنونه تخديرول، محاسن پريښودل او داسې نور… دا شعر دټولنې د بربادۍ سبب ګرځي او ددې پرځای چې ټولنې ته خیر وړاندې کړي ټولنه زيانمنه کوي.

پدې اساس هدف زما همدا دی چې مبتذله مزخرفه شاعري د ټولنې دين کلتور لپاره ستر ګواښ بلل کيږي. که څه هم د اسلام په وړاندې کفار  لوی خنډ دی، خو ددې ترڅنګ داسې مسلمانان هم شته چې له ځانه خبر ندي خو د اسلام لپاره خنډ دي او دده خپل اقوال افعال هرڅه کړنې د کتلور او اسلام سره په ټکر کې دي .

شاعر د ټولنې لپاره دطبيب حيثيت لري چې هم يي مرض تشخيصوي او هم ورته دوا ليکي که چا پرې عمل وکړ روغ به شي که چا پرې عمل ونکړ، رنځ به يې ورځ تربله زياتيږي او تر دې چې خپل ځان به سخت زیانمن کړي او کيدای شي دغه عدم مبالاة دده دمړينی سبب هم وګرځي.

خو ورونو زه صرف دشعر خبره کوم دشاعر خبره نه کوم چې شاعر داسې دی زه صرف په دې ارتکاز کوم چې شعر داسې دی او دغه نقد د اصلاح لپاره دی نه د نقد لپاره چې الله مکړه زه دشعر توهين او شعر ته په ټيټه سترګه ګورم، نه دا خبره نده بلکه زما په اند شعر او نثر دواړه خپل ځای کې د ارزښت وړدي خو په ننني عصر کې چې کومه شاعري روانه ده دا هغه شاعري ده چې لدې څخه زمونږه ټولنه زياته زيانمنه کيږي.

حېران خو دې ته يم کومه ډمه چې څه وايي داهم يو شعر دی يعني په تلويزيون چا جوړ کړی دی، خو جوړونکی به يې څه احساس کوي چې کله دغه ډمه دا شعر وايي په زرهاوو خلک ورته ناست وي او دا ورته نڅا کوي او خلک ورته لاسونه پړقوي او دښځې په جامه کې هم نه وي.

تاسو خپله قضاوت وکړئ!
زما خواست او غوښتنه له هغو غافلو شاعرانو ورونو څخه دا ده چې خپل مسؤليت دې په ټولنه کې احساس کړي، په ځان کې دې شعور پيدا کړي او ددې ملت په حال دې لږ ورحميږي، شعر دې د فساد ذریعه نه جوړوي، دغه ټولنه دې بل طرف ته نه سوق کوي او د ځوان نسل، قشر روزنه دې نه منحرفوي، او دعامو خلکو دفساد لپاره دې ذريعې نه پيدا کوي.

هیله ده زما په خبرو مو دماغ خلاص او پرې پوه شئ چې مدلولات يې زيات دي مخکې لدې چې فيصله وکړئ په مدلولاتو يي غور وکړئ

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله واصحابه اجمعين

محمد اکرم همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب