
ما خو ستا په شان میرمن غوښته!
یوه میرمن وایي زما خاوند هر وخت ما ته د هغو پيغلو کیسې کوي چې نوموړي له واده نه مخکې ناروا اړیکې ورسره لرلې او د هرې یوې نوم راته اخلې او صفتونه یې کوي چې پلانۍ ډیره ښایسته وه او پلانۍ ډیره خوش اخلاقه وه او ما له دوی ټولو سره پوره اوه کاله یاري وکړه او هرې یوې ته مې وعده ورکوله چې تا سره به واده کوم آخر مې ټولو سره دوکه وکړه یوې سره مې هم واده ته زړه ښه نه کړ ځکه چې ما په دوی باور نه درلود چې دوی به زما سره وفاداري وکړي او د میرمن په شان به راسره ژوند تیر کړي، ما خو ستا په شان صالحه میرمن غوښته ترڅو چې زما کور ورباندې ښایسته شي او زما د ماشومانو ښه تربیه وکړي.
کله چې دا خبرې وکړي نو بیا مې له لاسه ونیسي او صفت مې شروع کړي چې تا پسې پوره اوه کاله وګرځیدم آخر الله تعالی راکړې، ته زما ډیره خوښه یې ځکه چې ته ډیره پاک دامنه ښځه یي.
زه چې کله د نوموړی دا خبرې واورم نو ورته مسکئ شم او څه یې چې زړه غواړي هغه منم، مګر نوموړی پدې نه دی خبر چې ما خپله داسې عیاشه ځواني تیره کړې ده چې د ده کیسې هغه د چا خبره ورته نصوار هم نه دي، ما له اوه دیرشو ځوانانو سره یارانه کړې ده چې هر یو به د واده په نامه دوکه کړم آخر کې به یی نیمه لار کې پریښودم او بیا به مې له بل سره یارانه شروع کړه چې په پای کې اته دیرشم کس زما خاوند وو چې واده مې ورسره وکړ.
نو زه ځکه خپل خاوند ته مسکۍ شم او دا ما ته ډیر خوند راکوي چې ما هم خپل انتقام له خاوند څخه اخیستئ دی ځکه چې نوموړی ما سره خیانت کړئ دی او ما له ده سره خیانت کړئ دی.
نو له پردیو ښځو سره داسې وچلیږئ لکه څرنګه چې د ځان لپاره غواړئ، هر څه چې کوئ هغه به درسره کیږي لکه څرنګه چې زما له خاوند سره وشول.
عبرت: څه چې کرې هغه به ریبې! هر څوک چې د ځان لپاره څه خوښوي نو باید چې د بل مسلمان لپاره یی هم خوښ کړي، نو که چیرې صالحه میرمن غواړئ نو دا هم په یاد لرئ چې هره میرمن صالح خاوند غواړي نو ځان له هر قسم ناروا اړیکو څخه وساتئ ترڅو چې پاک دامنه میرمن مو په نصیب شي.
جاوید فدائی