مارتین لوترکینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول
اوس مارتین لوترکینګ په توله امریکا او نړۍ کې د تور پوستو نامتو مبارز او هغه ټولو ته ګران او خوږ نوم دی چې د نړۍ ادبیاتو کې د اتل په توګه پېژندل شوی دی. هغه څیره چې په ۱۹۶۸م. کال کې یې له ترور څخه ورسته د دده د پلویانو له خوا داعیه نوره هم توده او ځلنده وساتل شوه. ، مارتین لوترکینګ دی، چې د خپلو خلکو د مدنی او سیاسی حقونو ستر مدافع او په دې برخه کې تر ټولو بریالی اتل و، د زغم له لارې یې وکولای شول چې ځان خپل مقصد ته ورسوی.
د غه په نړۍ کی خوږ نوم چی اوس ډیر ځایونه لکه ښوونځي، مدنی بنسټونه، علمی مرکزونه او نور دده په نوم نومول شوی دی، د دې ښودنه کوی چی د عدم تشدد او زغم چلند یو انسانی، اخلاقی، معقول او د منلو وړ او بریالی کیدونکی چلند دی. نوموړی د یوه متعصب نظام په دننه کی د تعصب او تبعیض او ښکیلاک پرضد له زغم ډک ژوند وکړ. د دوی د سوانحو په لوستلو سره پوهیدای شوی چې زغم نه یواځې دا چې د دوی د بریالیاتوب راز دی، بلکې د دوی د نیک شهرت او محبوبیت لامل هم دی.
په افریقې کې د نلسن ماندیلا خوب ریښتیا شو، په امریکه کې د کینګ ارمان ترسره شو، هند کې د ګاندهی جی درناوی کیږی، او ورځ تر بلې یې ارمانونه تحقق مومي، خو ایا د خان عبدالغفار خان خوب او خیال څنګه شو؟
له نیکه مرغه افغانان هم دا ډول یو مشر لري، چې د خپل ملت لپاره یې ارمان څه چې ارمانونه لرل. د بنو د تیرې اونۍ جلوس یې د ارمانونو یو انځور و. هیله ده افغانان کولای شی چې د اړتیا پر مهال نړۍ ته خپل (کینګ) وروپیژني ، هغه خان عبدالغفار خان دی، خو سوال دا دی: آیا موږ کله د دغه لوی شخصیت په نوم کومه ورځ لرو؟ آیا موږ ترټولو زیات د تشدد قربانیان نه یو؟
پوهاند محمد بشیر دودیال