له لاس څخه کار اخلم، نو واده ته اړتيا نه لرم؟

پوښتنه:

زه یو داسې ځوان یم چې شهوت مې ډیر زیات دی، هره ورځ د هغه مخنیوی په لاس سره کوم، د ځینو ستونزو له مخې واده نشم کولی، چې دا ستونزې مالي نه دي ځکه د مال له مخې یې توانایي لرم، خو د کورنۍ له مخې ځینې ستونزې شته، زه د پلاریوازنۍ زوی یم، پلار مې وفات شوی، بهر ملکو ته هم ډیر سفرونه کوم، آیا کیدای شي، چې همدې کار ته ادامه ورکړم؟ الحمدلله تراوسه مې زنا نه ده کړې، ځکه د لاس کار مې وروسته له خدایه د زنا مخنیوی کوي؟

ځواب:

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه، امابعد:

په لاس سره شهوت ماتول حرام دي، چې په تړاو یې تفصیل په مخکنیو فتواګانو کې تیرشو.

خو اې ځوانه پوه شه! هغه څوک چې په دغه کرغیړن عادت روږدی وي د یوه لوی خطرسره د څو لوریو مخامخ دی.

  1. په دې عادت کې ګناه ده، علماوو د قرآن په رڼاکې حرام بللی.

  2. که چیرې انسان ورځنې توبه ونه باسي، نو کیدای شي د بد برخلیک سره مخ شي، ځکه الله جل جلاله د ګناهونو د پایلو څخه موږ ډاروي، او وایي:

(واتقوا فتنة لاتصیبن الذین ظلموا منکم، خاصة، واعلموا ان الله شدیدالعقاب) الانفال ۲۵،

(ځان وساتئ! له هغې فتنې څخه چې نه رسیږي(عقوبت یې یوازې) هغو کسانو ته چې ظلم (ګناه) یې کړې ځانګړیو خلکو له تاسې ځینې ( بلکې عقوبت یې عام وي) او پوه شئ چې الله جل جلاله په عذاب کې ډیر سخت دۍ.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایي:(ان العبد لیحرم الرزق بالذنب یصیبه) احمد والترمذي روایت کړی.

یعنې بنده په خپلې کړې ګناه ځان د خدای له رزق روزي څخه لرې کوي، یعنې ګناه د ده د رزق د کموالي سبب ګرځي، ګناهونه کوي ځکه نو الله جل جلاله په کافي اندازه رزق نه ورکوي.

ګناهونه د بد برخلیک سبب ګرځي،د ګناه نتیجه په ګناه سره وي، د ګناه په پایله کې د ګناه تکرار منځته راځي، او د طاعت په برکت کې بل د خیر ښیګڼې کار تکراریږي.

  1. په دې کارسره د شر یوه لویه دروازه پرانیستل کیږي، ځکه همدغه کار د شیطان له پلانونه څخه دی، تر څو خلک پرې راګیر کړي، په فحشاء او منکرکې یې ونیښلوي، هر کار له لیدلو پیل کیږي، چې کیدای شي په فحشاء(زنا) سره پای ته ورسیږي.

4.  د دې کار په ترسره  کولو سره انسان له ډول ډول مرضونو سره مخ کیږي، جنسي رغبت یې وروسته له واده کمیږي، د انسان په شخصیت مستقیمې اغیزې لري، سرعت د انزال صورت نیسي، نو له کړلو څخه یې وډارشه.

د هغه چا لپاره چې د شهوت زور اخیستۍ لازمه ده چې واده وکړي، که چیرې یې توان نلري نو روژه دې ونیسي، ځکه پاک نبي صلی الله علیه وسلم وایي:

(یامعشر الشباب من استطاع منکم الباءة[1]فلیتزوج فانه اغض للبصر[2]، واحصن للفرج[3]، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم، فانه له وجاء[4])[5]

(اې ځوانانو! څوک چې د واده کولو توان لري نو واده دې وکړي، ځکه واده کول له نورو سترګې پټوونکۍ، او ښه د فرج ساتونکۍ دی، که څوک نشي کولی نو بیا دې روژه ونیسي، ځکه روژه دده لپاره په دې حالت کې وقایه ګرځي)

سره د دې چې ته د اولاد په نفقه قادر یې نو پر تا واجب ده چې واده وکړې، او دا د واده د نه کولو دلیل نشي کیدی چې ته په کور کې یوازې یې، ځکه ته کولی شې وروسته له واده کولو خپل اولاد ته کافي نفقه پیدا کړې.

***

یادښتونه

[1] : له (باءة) څخه مراد دنکاح وړتیا او تکلیفونه دي، یعنې څوک چې دنکاح کولو وړتیا ولري او دستونزو تر ووده یې ووتلی شي، واده دوکړي، او که څوک نشي کولی نو بیا دې دشهوت دماتولو لپاره روژه ونیسي . شرح النووي په صحیح مسلم ج ۹ ص ۱۰۹.
[2] : واده لرونکۍ پردیو تورسرو ته نه ګوري سترګې ځنې اړوي، عون المعبود ج۶ ص۲۹.
[3] :واده کول دسړي شرم ځایونه ساتي، او نه پریږدي چې په زنا کې ونیښلي، فتح الباري ج۹ ص۱۰۹.
[4] :الوِجاء : دخصیو ټکولوته وايي چې دلته مراد ځینې دشهوت غوڅول دي، یعنې روژه نیول دشهوت مخنیوی کوي لکه څرنګه چې خصي کول دشهوت مخنیوی کوي. شرح النووي علی صحیح مسلم ج۹ ص ۱۷۳.
[5] : صحیح البخاري،۱۸۰۶ شمیره حدیث او صحیح مسلم ۱۴۰۰ شمیره حدیث.


الشیخ خالد الرفاعي

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب