
له احتکار څخه ډډه کول د تاجر شرعي او وجداني مکلفیت دی!1
کوم ښه تاجر دی او د چا گټه پاکه ده؟
احتکارپه لغت کي د ګرانۍ په انتظار د یوشي ساتني ته وایي. نو مُحتَکِر هغه څوک دئ چي د ګرانۍ په پار خوراکي توکي له بازار او خرڅلاو څخه راګرځوي. د اسلامي فقي له نظره احتکار دا دئ چي یو څوک (اقوات) یعني د انسانانو او حیواناتو د پایښت خوراکي مواد لکه: غوړي، غنم، وربشي، پروړ، شپیشتي او داسي نور د ګرانۍ په انتظار ذخیره کوي.
احتکار هغه وخت حرام دئ چي د موادو کمښت او تنګي وي او خلکو ته یې زیان رسېږي، خو که په یو ښار کي د خوراکي توکو پراخي شتون ولري او په احتکار کولو سره خلک نه زیانمنېدل، نو احتکار جائز دئ.
د ۱۳۹۶ل. کال جزاکوډ په خپله (۸۰۰) ماده کي احتکار داسي تعریف کړی دئ: ۱- هغه شخص چي د زیاتي ګټي د لټولو یا د رقابتي بیې څخه په لوړ نرخ د پلورلو په مقصد، د عامه اړتیا لومړني ارتزاقي او مصرفي توکي پټ کړي یا د یادو سویو توکولو له عرضه کولو څخه ډډه وکړي یا د نورو اشخاصو په واسطه د هغو د عرضه کولو خنډ سي، په دې شرط چي احتکار سوي توکي په بازار کي د لومړنیو توکو په کمښت او د بیو په لوړوالي تمام سي، د احتکار د جرم مرتکب پېژندل کېږي، د دې فصل له حکمونو سره سم مجازات کېږي.
۲- د دې مادې په مقصد د عامه اړتیا وړ مصرفي لومړني او ارتزاقي توکي له غنمو، اوړو، وریجو، بورې، خوراکي غوړیو او د نفتي او اوبلنو ګازو له سوځېدونکو (محروقاتي) توکو څخه عبارت دي.
احتکار هغه وخت حرام دئ چي د موادو کمښت او تنګي وي او خلکو ته یې زیان رسېږي، خو که په یو ښار کي د خوراکي توکو پراخي شتون ولري او په احتکار کولو سره خلک نه زیانمنېدل، نو احتکار جائز دئ. همدا راز، د خپلي ځمکي د حاصلاتو ساتل د ګرانۍ له پاره احتکار نه بلل کېږي، ځکه دا یې خپل حق دئ.
البته؛ احتکار د لاندي دریو شرایطو په شتون کي حرام ګرځي: ۱- چي ذخيره سوی مال يې د خپل ځان او کورنۍ له ضرورته د يو کال په اندازه زيات وي، دا ځکه رسول الله ﷺ په دخپلې کورنۍ د لګښت لپاره د يو کال خرڅ ذخيره کاوه. ۲- دې خبري ته انتظار کول چي کله به د شیانو نرخ ښه لوړ سي.
۳- چي د مال ذخيره کول په داسي وخت کي را منځ ته سي چي خلک خوراکي موادو او جامو ته ډېر اړ وي.
احتکار ډېري نیمګړتیاوي او زیانونه لري چي ځیني عبارت دي له: ۱- د برابري سيالۍ په سيوري کي د خپل عادي حالت څخه د شيانو او خدماتو د نرخ لوړېدل. ۲- د خامو موادو او مصنوعاتو په نرخونو واکمني چي دغه کار د اقتصادي لويو کتلو په شکل څرګندېږي. ۳- فني ابعاد په خپل حال پاتېږي،ځکه برابره سيالي له منځه ځي.
۴- په ډېرو وختونو کي توليد د کميت اوکيفيت په لحاظ لږېږي، چي دا کار د بېکارۍ د زیاتوالي لامل کېږي. ۵- د خلکو اړتیاوي په سم شکل نه پوره کېږي. ۶- د ولسونو ذلت او د ژوند په بېلابېلو وسايلو يې د ګوتو په شمېر خلکو واکمني وي. تردې پورې چي ځينې احتکار کوونکي اشخاص خپلو انحصاري اهدافو ته درسېدو پخاطر زيات توليد شوى سامان له دې کبله له منځه وړي چي ساتنه يې د لوړ لګښت غوښتنه کوي. له بله لوري ډېر محتکرين د خامو موادو د نرخونو په راټيټولو کي مهم رول ادا کوي.
په هر صورت؛ تاجر ته جائز نه ده، چي احتکار وکړي او د خپلي شخصي ګټي په پار د ټولني عامه مصالح تر پښو لاندي کړي. ځکه احتکار اخروي سزا برسېره دنیوي سزا هم لري.
رسول الله ﷺ فرمایي: مَنِ احْتَكَرَ فَهُوَ خَاطِئٌ ». (صحیح المسلم، حدیث نمبر ۱۶۰۵). ژباړه: هر هغه څوک چي په احتکار لاس پوري کړي ګنهار دئ. همدا راز، رسول الله ﷺ فرمایلي دي: بِئْسَ عَبْدًا لِلَّهِ الْمُحْتَكِرُ، سَمِعَ بِرَخْصٍ سَاءَ وَإِنْ سَمِعَ بِغَلَاءٍ فَرِحَ (البيهقي، فى شعب الإيمان، جـ ۷، صـ ۵۲۵، حدیث نمبر ۱۱۲۱۵). ژباړه: محتکر بد ترين انسان دئ، ځکه چي ارزاني واوري په خفه کېږي او که د نرخونو لوړېدل واوري، نو خوشحالېږي.
رسول الله ﷺ فرمایي: الْجَالِبُ مَرْزُوقٌ وَالْمُحْتَكِرُ مَلْعُونٌ. (سنن ابن ماجه، جـ ۲، صـ ۷۲۸، حدیث نمبر ۲۱۵۳). ژباړه: هغه څوک چې مال راوړونکی وي (په بازار کي یې د خلکو لپاره وړاندې کوي) روزي ورکول کیږي، او هغه څوک چې محتکر (د ګرانۍ په موخه مال ذخیره کوي او د مال د مصنوعي کمښت رامنځ ته کوي)، لعنت پر ویل سوی دئ.
ملا علي قاري رحمه الله دغه روايت داسي تفسيروي: زموږ بازارونو ته مالونه راوړونکي د الله ﷻ له رحمت او د تجارت له برکته برخمن دي او زموږ له بازارونو د ګرانېدو په نيت د اموالو ذخيره کوونكي د لعنت او مسکنت سره مخ دي. همدا رز، عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ احْتَكَرَ طَعَامًا أَرْبَعِينَ لَيْلَةً فَقَدْ بَرِئَ مِنْ اللَّهِ تَعَالَى وَبَرِئَ اللَّهُ تَعَالَى مِنْهُ. (احمد، جـ ۸، صـ ۴۸۱). ژباړه: څوک چي د ګرانېدو په خاطر تر څلویښتو ورځو خوراکي مواد وساتي، بې شکه چي هغه نفر له الله ﷻ نه بېزاره دئ او الله ﷻ هم له هغه نفر څخه بېزاره دئ.
بناءً، احتکار کوونکي نه یوازي پر خپلو ځانونو د الله ﷻ غضب نازلوي، بلکي نورو خلکو ته هم د الله غضب جلبوي؛ روایت دئ چي: «أيما أهل عرصة أصبح فيهم امرؤ جائعا فقد برئت منهم ذمة الله». یعني په هر کلي/کور کي که کوم نفر له لوږي شپه سبا کړي، نو له هغو خلکو د الله ﷻ ذمه پورته کیږي؛ یعنې په دنیا کي ورباندې تعزیر راځي او په آخرت کي ورته عذاب ورکول کیږي.
رسول الله ﷺ فرمائي: عَنْ الْيَسَعِ بْنِ الْمُغِيرَةِ قَالَ: مَرَّ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ بِرَجُلٍ بِالسُّوقِ يَبِيعُ طَعَامًا بِسِعْرٍ هُوَ أَرْخَصُ مِنْ سِعْرِ السُّوقِ، فَقَالَ: تَبِيعُ فِي سُوقِنَا بِسِعْرٍ هُوَ أَرْخَصُ مِنْ سِعْرِنَا؟ قَالَ: نَعَمْ. قَالَ: صَبْرًا وَاحْتِسَابًا. قَالَ: نَعَمْ. قَالَ: أَبْشِرْ فَإِنَّ الْجَالِبَ إِلَى سُوقِنَا كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُحْتَكِرُ فِي سُوقِنَا كَالْمُلْحِدِ فِي كِتَابِ اللَّهِ. (المستدرک، کتاب البیوع، جـ …، صـ ۱۵). ژباړه: له یسع بن مغیره رضی الله عنه نه روایت دی چي رسول الله ﷺ په بازار کي په یو نفر تیریدو چي خوراکي مواد یې د بازار له نرخ نه په ډیر ارزان قیمت خرڅول، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل ته خو له بازار نه په ډیر کم قیمت خپل توکي خرڅوې هغه و ویل هو، رسول الله ﷺ وویل: د ثواب په نیت ول؟
هغه وو ویل هو. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: تاته زیری درکوم زموږ بازار ته د خیر او برکتراوړنکي داسي دي لکه د الله په لاره کي جهاد کوونکي او زموږ په بازار کي د خلکو په ضرر د اموالو ذخیره کوونکي داسي دي لکه ملحدین د الله په کتاب سره. حنفي فقه محتکر ملعون، ګناهګار او زیانمن ګڼي. څوک چي احتکار ترسره کوي لومړی دې د وخت حکومت پوهاوی ورکړي، که یې دا عمل تکرار کړ اخطار دې ورکړي، که یې دریم ځل تکرار کړ نو زنداني دې یې کړي او تعزیر دې هم ورکړي. قاضي دې د دغسې محتکر اموال ځني خرڅ کړي فقط د عیال د نفقې په اندازه دې ورته پرېږدي.
بناءً؛ ۱- تاجر باید له هر ډول احتکار څخه ځان وساتي، ځکه احتکار اسلامي شریعت جرم ګڼلی دئ. نو تاجر باید امانتداري، رښتینولي او صداقت د خپل تجارت له پاره معیار وټاکي او له هر ډول چم، فرېب او دوکي څخه ډډه وکړي، ځکه رسول الله ﷺ صادق او امین تاجر ستایلی او فرمائي: عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، عَنِ النَّبِيِّ ﷺ ، قَالَ: «التَّاجِرُ الصَّدُوقُ الأَمِينُ مَعَ النَّبِيِّينَ، وَالصِّدِّيقِينَ، وَالشُّهَدَاءِ». (سنن الترمذی، ۱۲۰۹حدیث).
۲– دا چي تجارت له یوه لوري یو سپېڅلی مسلک او د ټولني د اړتیاوو پوره کوونکی دئ، او هم له بله لوري د عوایدو لاسته راوړني ښه سرچینه ده، ځکه نو یو تاجر باید د راکړي ورکړي او تجارت پر مهال ټول اسلامي او قانوني اوامر رعایت کړي، تر څو د دنیا او اخرت بریاوي ترلاسه کړي.
– الترمذي، محمد بن عيسی (۱۴۳۹هق). سنن ا لتر مذي، المکتبة المعارف – الرياض.
– ابن ماجه، محمد بن یزید القزويني، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقي (ب.ت). سنن ابن ماجه، دار الحدیث، القاهرة.
– أبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيشاپوري(ب.ت). الجامع الصحيح المسلم، دار الجيل بيروت.
– بېلابېل لیکوالان (۱۳۹۳ل). کوچنۍ سوداګري، ضیاء الرحمن، ضیاء، خپرندوی – د ملي تحریک فرهنګي څانګه.
– جانباز، نجیب (۲۰۰۸م). د سوداګرۍ حقوق، د افغانستان د عدلي او قضایي چارو پروژه (د قضایي روزني کورس).
– جزاکوډ (۱۳۹۶ل). ۱۲۶۰ رسمي جریده.
– حمیدي، حزب الله (۱۳۹۵ل). د تجارت حقوق، کابل، مستقبل خپرندویه ټولنه.
– ستانګزی، نصرالله و ناصح ولي محمد (۱۳۹۰ل). حقوق تجارت، انتشارات سعید – کابل.
– سبحاني، ګلاب شاه (۱۳۹۲ل). د تجارت حقوق، ننګرهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځۍ.
– لدهیانوی، محمد یوسف (۱۳۹۴ل). کاروباري مسایل او اسلامي حل لاري، ژ: فیاض حمید، د افغانستان اسلامي تحریک.
– محمد علي (۱۳۸۷ل). اخلاق در تجارت، سازمان توسعه تجارت ایران … وابسته به مؤسسه مطالعات و پژوهشهای بازرګانی – تهران.
– نجيمى، بشيرالله (۱۳۸۸ل). د معاصر اسلامي اقتصاد پېژندنه، د القلم د ژباړي او څيړني خپرندويه اداره.
– ناصري، عبدالحی (۱۳۹۲ل). د تجارت حقوق، ژ: محمد اشرف وحدت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو معنیت – کابل.
– نیازی، مصطفی (۱۳۹۰ل). د تجارت حقوق، حکمت خپرندویه ټولنه – جلال آباد.
– ـــــــــــــــــ، (ب، ت). د معاملاتو شرعي بنسټونه، آن لاین اسلامي لارښود، www.dawat610.com.