غوصه کېږه مه!
کله د کور مېرمن له خاوند په څه خفه شي مخ ترې وګرځوي او چوپه خوله او تړلو شونډو په کور کې لکه د ګبينو مچۍ ګرده ګرځي او تاویږي او خپل کور ټول غټ او واړه کارونه د پخوا په شان په يوه پښه لګيا وي کوي يې، ته به وايې چې ددې او خاوند ترمنځ هېڅ نه دي پيښ شوي، صرف دومره وي چې خپل خاوند سره خبرې نه کوی یعنې د خپلې غوصې او خفګان څرګندونه یواځې له مېړه سره چې ددې زړه یې خفه کړی په خبرو نه کولو سره څرګندوي خبرې او بیا د زړه او خوږې خبرې د رضا او خوښۍ دلیل دی او چوپه خوله، تړلې شونډې او خبرې د ستوني په منځ کې ايسارول ښيي چې د ژوند ملګری له ځينو تصرفاتو څخه په زړه کې د خفګان، ګيلې او نا خوښۍ څه مسافه پیدا شوې ده.
ترتیب: محمد مزمل اسلامی
غوسه او د هغې نتیجې د خاوندانو او مېرمنو په نسبت کې فرق کوی د چا ترمنځ د لا لرېوالي، نفرت او ډېرو غټو غټو جنجالونو سبب کېږي او د چا تر منځ بیا د زیاتې مينې شفقت، مرستې او همکارۍ سبب ګرځي او دا د مېړه او ښځې تر هوښیارتیا پورې اړه لري چې څومره د خپل ګډ ژوند په ښه او کامیابه تېرولو باندې حرص لري؟
څوک د غوسې په وخت کې خپلې ښځې د اولاد تر مخ وهي او ښکنځي يې څوک یې له کوره اوباسي څوک پرې مال او پيسې بندې کړي ا و د هغې هر ډول تصرف سلب کړي او… او کله کله ښځه په قهر او غوسه شي کور او ماشومان پرېږدي او د پلار کره لاړه شي تر څو مېړه ته د کور کولو او ماشومانو سمبالولو سختي چې دا یې په کلونو کلونو ترسره کوي ور وښيي ځني ښځې په کور کې ځان مرور کړي مېړه له پامه وغورځوي او د کور هر څه ګډوډ پرېږدي تر څو مېړه ته وښيي چې دا په غوسه او خفه ده د مېړه او ښځې دغه د یوې شېبې غوسه کله کله جمعې جمعې او میاشتې میاشتې ونيسي، داسې خاوندان او مېرمنې ډېر لږ دي چې غوسه او خفګان يې هماغه لحظه وي هېر يې کړي او بېرته خبل دمينې او خوښۍ جار او قربان حالت ته واوړي، غوسه او خفګان یوه طبعی خبره چې حتماً به په کور کې پېښېږي مهمه دا ده چې غوسه په څه ډول اظهار شي او په څه ډول د غوسې او خفګان د اسبابو مخنیوی وشي لومړی باید د یوبل غوسه او ګیله په سړه سينه واورو او غوسه په غوسې باندې دفع نه کړو، کله کله ښځې له مېړه پرته د نورو مسلو غوسه او خفګان خپل مېړه ته د زړه سپکولو او درد کمولو په خاطر اظهاروي په دې صورت کې باید خاوند د ښځې غوسه تحمل کړي ځان ورسره ملګری کړي او په حکمت سره د هغې غوسه او دغوسې اصلي اسباب دفع کړي.
چې کله مو د خپل ملګري غوسه او خفګان احساس کړ باید فوراً هغه کار پرېږدئ چې دغوسې او خفګان سبب شوی.
غوسه باید په حکیمانه توګه کنترول کړو داسې نه چې په لږ غوندې غوسې سره ټولې پولې ونړوو چې بيا به له پښېمانتيا څخه پرته بل څه راته نه وي پاتې.
که له غوسې ځخه ځان نه شو بچ کولی نو دا خو کولی شو چې هغه له همغې لحظې څخه يې اوږده نه کړو، غوسه دې شو خو بخښنې او عفوې چپوالی دې اختيار کړو غوسه دې شو خو د سترګو په اوږده نظر او عتاب په تبسم دې يې پای ته ورسوو غوسه دې شو خو د الله پاک حقوق دې رانه تر پښو لاندې نه شي غوسه دې شو خو باید له ګيله من سکوت او د خوږو خبرو له قطع کېدو څخه بله جزا چاته ورنه کړو.
غوسه د کور يو عضو ده او کولی شو، چې هغه یو اضافي عضو وګڼو او د بښنې، عفوې، رحمت او شفقت په عملياتخانه کې يې له بېخه قطع کړو.