غواړئ چې یو ښه ښوونکي شئ؟

که ته یو ښه ښوونکی یې، یې به، خو دا ډیر زیات ستونزمنه ده چې د ټولو زده کوونکو لپاره دې بشپړ او ښه ښوونکی شې. ځکه دا واضح خبره ده څرنګه چې ښوونکي مختلف وي، په همدې ډول سره زده کوونکي هم بیلابیل وي او د زده کړې لپاره ځانګړي سټایلونه او لارې لري.

که چیرته د یوه ښوونکي یا استاد د زده کړې طریقه او میتود د زده کوونکو لپاره مناسب او ښه وي، ښکاره ده چې دا ښوونکی به د خپلو زده کوونکو لپاره تر ټولو بهترین او ګران وي. دا داسې مانا لري لکه یو کس چې له بل کس سره په یو شان حرکت کوي او خوځیږي راخوځیږي.

مثلاً که یو ښوونکی ۳۰ یا ۲۰ او که یا هم حتا ۱۰ زده کوونکي ولري، هیڅکله به دا لس تن هم د استاد د تدریس میتود په اړه یو ډول نظر ونه لري، نو په همدې اساس دا ناشونی دی چې د یوه ښوونکي میتود دې د ټولو زده کوونکو لپاره په زړه پورې وي.

خو په هر حال؛ که چیرته د خپلو زده کوونکو غوښتنو، وړاندیزونو او خبرو ته متوجه شې او وایې ورې، د زده کوونکو لپاره یو ښه ښوونکی کېدای شې.

دلته په یوه څیړنه کې د زده کوونکو له لورې استادانو ته ۱۰ مشورې او وړاندیزونه ورکول شوي، چې دا به له استادانو سره مرسته وکړي، څو یې زده کوونکي په درسي میتود ښه وپوهیږي.

ځکه یو استاد به زده کوونکي تدریسوي، خو البته دا استاد به هم ځینې وخت له زده کوونکو زده کړه کوي (خبرې به یې اوري، خوښه به یې مني…) که څه هم دا ډیر لږ او کم وي. نو که یو څوک غواړي چې يو ښه ښوونکی او استاد شي، باید د خپلو زده کوونکو نظر ته احترام ولري او د خبرو په مقابل کې یې بې پروايي ونه کړي.

غواړئ چې یو ښه ښوونکي شئ؟ لارې چارې یې دا دي:

۱- ښه ښوونکي باید مثبت او قاطع وي

کېدای شي ځیني وخت زده کوونکي ستونزې ولري، خرابې ورځې پرې راغلي وي، تر فشارونو لاندې وي ان ممکن ژورخفګان ولري. که چیرته ومولېدل چې زده کوونکي مو درس ویل او لوستل په ناجوړ او خورا بد حال کې شروع کړ، د درس ویلو او زده کولو لپاره نه وو چمتو؛ نو په داسې حال کې ورته په بیړه سره بد رد مه وایېې او دا بحث هم ورسره مه کوئ، چې ته یو بد او تنبل انسان یې، بلکې په دې وخت کې ته (ښوونکی )باید داسې چلند ورسره وکړي، لکه مور او پلار، تشویق یې کړئ، ترې وپوښتئ چې څه ستونزه لري، په مناسب ‌ډول سره یې وهڅوي څو د درس د زده کړې لپاره چمتو شي.

همدا راز که چیرته زده کوونکي ژور خفګان درلود، له تدریس وروسته او له ټولګي بهر ورسره کیښنئ، لېدل ورسره وکړئ او ورنه پوښتنه وکړئ، چې څه ستونزه درپېښه شوې ده.

۲- د ملګري په شان اوسه، خو له حده مه وځه!

زده کوونکي دا هم نه خوښوي چې ښوونکی دې داسې رویه خپله کړي، لکه خپله زده کوونکي یې چې ترمنځ لري، بلکې ښوونکی باید مسلکي وي، زده کوونکو سره د ښوونځي اړوند کارونو کې مرسته کوونکی وي، غوږ ورته ونیسي، زده کوونکو سره دې د هغوی د ژوند په اړه خبرې وکړي، خو دې ته یې باید پام وي چې دی څوک دی؟ ځکه که څه هم ښوونکی ځوان متخصص وي او تقریباً د زده کوونکو عمرونه ورسره یو شان وي.

خو بیا هم نه ده مناسبه چې له هغوی سره په غیرې ادبي ژبه وغږیږي، حتا که همدا روزمره ژبه په ورځینو نورو عادي کارونو کې کاروي هم، ځکه که داسې وکړې، نو زده کوونکي به ورته د یوه بې ادبه او غیرې مسلکي په سترګه ګوري، دا به د تدریس ښه میتود نه وي اوشاګردان به هم درته د یوه قاطع او جدي استاد په سترګو نه ګوري.

۳- درس مو د هغوی د ژوند په اړه ترتیب کړئ

هڅه وکړئ، خپل درس داسې برابر کړئ، چې ستاسې د زده کوونکو د ژوند له شیبو سره تړلي وي، تر څو ښه متوجه شي او څه زده کړي.

همدا راز کوښښ باید وشي چې زده کوونکي په مثالونو کې یاد شي، دا به د هغوی لپاره ډیر په زړه پورې وي، ځکه هلته په مثبت ډول د ټولګیوالو ترمنځ د ځان یادیدل اوري او ویني.

۴- وخت بې ضایعه مه تیروئ

ته باید پوه اوسې چې ته څوک او چېرته یې؛ ځکه زده کوونکي دا نه خوښوي چې په ټولګې کې ورته د ځان صفتونه کوې او غږیږې، لکه وايي، اه، اه، اه څه ښه وخت وو، چې ځوان ووم، څومره ښه ووم، دا او هغه…

که چېرته داسې وکړئ، نو زده کوونکي به راتلونکو ساعتونو کې هیڅ ګډون ونه کړي.

۵- ډیره تشریح کوه

ښوونکي
ښوونکي – تدریس

که چیرته ته دا فکر کوې چې ته ډیر ښه ښوونکي یې او هر څه چې یو ځل تشریح کړې، نو تنبل او نادان کس به هم پرې پوه شي، خو نه، دا لټي مه کوه، بلکې همدا درس څو ځل ورته تشریح کړه، څو ښه پو شي او هغه څه چې ډیر مهم وي، هڅه وکړه هغه څو ځله په بیلابیلو لارو تشریح کړه، تر هغې چې زده کوونکي ښه پرې پوه شي.

استاد باید دومره زغم لرونکی شي چې یو درس څو څو ځله تشریح کړای شي، تر څو باوري شي چې زده کوونکي یې پوه شوي دي.

۶- د تدریس لپاره مختلفې وسیلې و کاروئ

له بیلابیلو وسیلو نه په ګټه اخیستلو کې باید تنبلي ونه شي، ځکه زده کوونکي هغه استاد خوښوي چې د بیلابیلو وسیلو په واسطه تدریس کوي، لکه: کتاب، ویډیو، میوزیک، پریزینټیشنونه، وېناوې او نورې هغه لارې چارې چې شاګردان یې په وسیله ښه زده کړه کولی شي.

دا لیکنه الیکس سټریک لیکلی. نوموړې د پوهنې د برخې ویبلاګ لیکونکی دی.

که خپل زده کوونکي څومره هم تشخیص او وپیژنۍ، هغومره به ښې اړینې لارې چارې وکاروئ.

کله چې زده کوونکو ته ویډیو ښيې، نو دوی ته تشې پاڼې هم ورکړئ او ورته ووایې څه چې په ویډیو کې تیریږي، هغه مهم ټکي یې له ځانه سره ولیکئ، چې دا چاره به هم د زده کوونکو په ښه پوهاوي کې ډیره مرسته وکړي.

۷- محکم او ثابت اوسه

قاطع اوسېدل دا مانا نه لري چې تاسې به یو دیکتاتور یاست، خو زده کوونکي ډیر زیات نرم او معتدل ښوونکي هم نه خوښوي، ځکه متل دی چې ډیر ښکلی، تل نه وي ښکلی. (تل منظم قایم اوسه!)

۸- ښه استاد تل اهداف لري

کله چې ښوونکی تدریس پیلوي، نو لومړی باید زده کوونکي په واضح ډول سره پوه کړي، چې نن ورځ یا اوس کومه موضوع ورته تدریسوي، یعنې ته باید خپلو زده کوونکو ته واضح موخې او پلان روښانه کړې، ځکه د پلان په اړه پوهېدو سره به د زده کوونکو فکري تمرکز ډیر شي او په دې به هم پوه شي، چې نن به په ټولګي کې پر کومو موضوعاتو بحث کیږي.

۹- تاسې باید خپلو زده کوونکو ته یو ښه مثال اوسئ

څیړونکي وايي، یوه ورځ یوه زده کوونکي راته کیسه کول؛ ده ویل ددوی یوه ښوونکي به هره ورځ له ځانه سره خوندور عضوي خواړه راوړل، دا غذا به یې هغو شاګردانو ته هم ورکوله چا به چې له ځانه سره د غرمې لپاره خواړه نه ول راوړي. استاد ډیر ځوان او با انرژي ښکارېده، ځېني شاګردان ددغه استاد تر اغیز لاندې راغلل او خپل دا فکر یې بدل کړ، چې څومره عمر لري، بلکې غوښتل یې چې دوی هم باید لکه د خپل ځوان و تاند استاد په شان استادان شي. دا هغه مثال دی چې له یوه استاد نه خپل زده کوونکي په مثبت ډول اغیزمن شوي، که چېرته هر څوک دا لاره خپله کړي، زده کوونکي به ترې مننه وکړي او ښه درس به هم ترې زده کړي.

۱۰- په هغوی باور ولره!

که چېرته پوه شوې یو زده کوونکی ستا له مضمون سره علاقه نه لري او یا په څه نه پوهیږي، بیا یې هم شاته مه غورځوه، بلکې په هر یو باور او نظر کوه. همدا راز پوښتنه ترې کوه چې مشخصاً په څه شي نه پوهیږي، هماغه ورته څو ځله تشریح کړه، څو مطمئین شې چې پوه شوي دي، ځکه دا به زده کوونکو ته داسې احساس ورکړي، چې که هر وخت ورته په درس کې مشکل پیدا شي، استاد ورسره مرسته کوي.

لیکوال: الیکس سټریک

ژباړه: غازي عابد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب