
غبرګوني اولاد کې یو تور بل سپین؛ نادره پېښې
په غبرګوني اولاد کې د یو سپین او بل تور رنګ لرل د جینیتیک علم لپاره یوه نادره پیښه ده چې ډېر کم پیښیږي، چې یو اولاد دې پلار په شان تور او بل د مور په شان سپین وي.
خو دې کورنۍ کې دا پیښه د دویم ځل لپاره هم پیښه شوه. دوی په لومړي ځل په ۲۰۰۱ کال کې د غبرګون انجوني چې یو تور او بل سپین وزیږولې، خو جالبه دا چې دغه نادره پیښه بیا هم دویم ځل لپاره دوی ته تکرار شوه.
ښاغلی Dean او اغلې Alisson د برتانیې اوسیدونکي دي.