غازي محمد جان خان وردګ او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه
د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸– ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د محمد رسول باوري لیکنه له تاسو سره شریکوو چې غازي محمد جان خان وردګ او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه نومېږي (اداره)
کوم دا ليونتوب چي غوغا را باندي راسي
سکه وهم پر زرو چې خاوند يې راپيدا سي
دا بيت د هغي سکې پر مخ حک شوې دی چي د محمد جان خان وردګ په نوم ياده سوېده. پخوا تر دې چي د دې سکې په اړه څه ووايم اړينه ګڼم چي د سکه پوهني او د مسکوکاتو پر يو شمير ځانګړنو په لنډه توګه تم شم. ·
سکه پوهنه، د لرغونو زمانو د بيا پيژندلو خورا ډاډمنه پوهه ده. دا پوهنه د لرغونو او تاريخي ټولنو د پيژندلو په اړه هر اړخيز مالومات د څيړونکو او پوهانو په واک کي ورکوي . دا مالومات د اقتصادي وړتيا بيا تر ټولنيزي اړتيا د عقيدتی ارزښته بيا تر کلتوري درنښته، ټولي خواوۍ رانغاړي .د همدې امله د سکې پوهني علم د يوه خپلواک دسپلين په توګه د نورو علومو تر منځ ځانګړی موقف او دريځ تر لاسه کړيدی.
په پخوانيو تاريخي ټولنو کي د بنسټيز بدلون نښي هغه مهال په بشپړه توګه ډاډمني ګڼل کيږي چي د هغو ټولنو په مسکوکاتو کي د هغه بدلون انعکاس راغلی وي. په مسکوکاتو کي حک سوي انځورونه، ليکل سوي متنونه، د مسکوکاتو وزن، د مسکوکاتو فلزی نوعيت او په مسکوکاتو کي نوري پرتی نښي، زموږ سره دا مرسته کولای سي چي په ډاډ د هغی ټولني رښتينی انځور لاس ته راوړو.
د شکه پرته ويلای شو چي د سوداګری کچه، د اقتصادي پياوړتيا نښي، په ټولنه کي د عامو وګړو د ژوندانه څرنګوالی، د عامه ګټو له پاره د تاسيساتو اندازه او نور د خپل پير د مسکوکاتو څخه په خورا اسانه توګه را پيدا کولای شو.په دې ډول د هري دورې د مسکوکاتو نوعيت او کميت د هغې دورې د اقتصادي حالاتو بشپړ بيان کوي، چي د مسکوکاتو د دې اړخ بيان ، د دې ليکني موخه نه ده، نو ځکه په همدې يوه پارګراف بسنه کوو.
اوس به د مسکوکاتو پر سمبولونو او ليکنو لنډ تم سم . په مسکوکاتو کي د سمبولونو دود د پخوانيو زمانو راهيسي پيل شوي دی . په مسکوکاتو کي د سمبولونو حک کول او يا د نښو کيندل په بيلا بيلو ټولنو کي بيلا بيل تعبيرونه لري، دلته د کوشاني دورې يوه سمبول ته پام اړو :
د كنشكا او له هغه وروسته كوشاني پاچاهانو په زمانو كې د سكو پر مخ د نيزې نښه يوه ځانګړې علامه ده، چې د يو عام دود او دستور په حيث د کوشاني واکمنانو له لوري عملي شوې دی . هر كوشاني پاچا په خپل نوبت د خپلې سكې پر مخ د نيزې حك كول د يوې خاصې علامې په حيث دود كړېده.٢
د كوشاني سكو پر مخ د نيزې انځورول او حك كېدل سربيره پر دې، چې په رومي مسکوکاتو کي د نيزې انځور مقدس بلل كيده او د قدرت او عظمت بهترين او عاليترين سمبول ګڼل كېده او همدا د ساكانو په سكو كې نيزه د جنګ يوازنى وسيله بلل شوي ده، ولې د كنشكا او د هغه څخه وروسته كوشاني پاچاهانو ته، نيزې بل مفهوم او افاده درلودل . په دې انځور او سمبول كې د هغه مهال وګړو له پاره په مسکوکاتو کي د نيزې انځور د كنشكا مافوق بشري قدرت او روحاني قوت تغښتي وو. په دې اړوند ابوريحان البيروني ليکي .
“كله چې كنك پاچا ته د قنوج د واكمن تحفه راورسيده او ورته وړاندې شوه، كنك پاچا د تحفې په ليدلو په غضب شو. د دې قهر علت دا و چې د تحفې په سر باندې د لاس د علامې پر ځاى د پښې علامه موجوده وه. په همدې اساس يي د قنوج د واکمن د مينځه وړلو له پاره لښكر ترتيب كړ. د قنوج په نږدو كې د قنوج د واکمن يوه چالاكه وزير د كنك افراد او جنګي لښكري داسي دښتي ته وهڅول چي د تندي له امله د جنګ پريښودلو ته اړ شول. په همدې وخت كې كنك پاچا خپله نيزه په ځمكه ووهله او له هماغه ځايه څخه اوبه راوبهېدې (۴: ۸۵) .
يو بل عمده عنصر، چې د كوشاني دورې او خاصتاٌ د كنشكا څخه وروسته د سكو پر مخ ليدل كيږي هغه د اور لمبې دي چې د پاچايانو له اوږو څخه راپورته كيږي. د دې علامې څخه څيړونكو دوې بنسټيزي نتيجې تر لاسه كړيدي: لومړى دا چې د اور لمبې د اور نمانځنې (آتش پرستي) مذهبي عقيدې سره تړاو لري او دوهم تړاو دا چي د کوشاني مسکوکاتو پر مخ د اور لمبې د يوې فکلوريکي کيسې سره اړه لري چي وايې :”كنشكا د كاپيسا په شاوخوا د يوه غره په لمنه كې د يوې ستوپي يا بودايي معبد د ودانولو تكل وكړ. نوموړي معبد شپږ ځله جوړ شو، ولې تر هر ځل جوړېدو وروسته به د (ناګاراجا) (خبيثه ارواح) له خوا ويجاړ شو. پس له شپږم ځله جوړېدو څخه كنشكا د ناګارجا پر ضد جګړه پيل كړه او د جګړې په جريان كې به يي په خپل روحاني قوت د خپلو اوږو څخه د اور لمبې پورته كولې چې په همدې ترتيب يي ناګارجا له هغه ځايه څخه وشاړه او كنشكا خپله ستوپه جوړه كړه او ويي ساتله” (١: ۴۳)
د مسکوکاتو پر مخ ليکني هم د سکو د مهال سياسي حالات را څرګندوي، بيا هم د کنشکا مسکوکاتو ته ورځو. د كنشكا د يوې دايروي طلايي سكې توضيح:
وزن: ۱،۲۲ ګرينه ( يو ګرين د پنځه ويشت پر سل قيراط سره برابريږي )، اندازه : ۰،۸ انچه
د سكې پر مخ او شاه په كوشاني كاليو كې چې لوړ څوكې خولې يې په سر ده، چپنه يې په اوږو او مخ ته يو كوچنى د قرباني ميز ليدل كيږي . په كيڼ لاس كې يې يوه اوږده نيزه ښكاري او په خروشتي رسم الخط ليكل شويدي چې: ” د پاچاهانو پاچا كوشاني كنشكا” د سكې په بل مخ د لمر رب النوع “ميرو” تصوير ليدل كيږي. (٢ : ۳۳۵)
د پاچاهانو پاچا کوشاني کنشکا د ليکني څخه د شک پرته د هغه مهال ستر توب او عظمت څرګنديږي .
د دې يادونو موخه دا ده چي مسکوکات د خپل اړوند مهال د ټولنو د پيژندلو او د تاريخي پيښو د بيانولو او پوهيدلو له پاره خورا مهم اخځونه او منابع ګڼل شوي دي. د افغانستان په معاصر تاريخ کي هم د مسکوکاتو رول او ونډه خورا مهمه او ارزښتمنه ده (3).
د دې وينا د ثبوت يوه بيلګه هم غازي محمد جان خان وردګ ته منسوبه سوې سکه ده چي په زيات شمير تاريخي متونو کي د هغې يادونه شوې ده . مرحوم استاد احمد علی کهزاد د دې سکې په اړه ليکي :
( در فرصتيکه امير محمد يعقوب خان بدست انګليسها بندی شد و قوای خارجی به کابل رسيده بود، يکی از زعمای ملی محمد جان خان وردګ که نام با شهامتش در مسلۀ اخراج دشمنان ويرد زبان خورد و بزرگ بوده است، در اين گير ودار از پيدا شدن پاچا افغانستان چنين سکه زد .
ميکنم ديوانه گی تا بر سرم غوغا شود
سکه بر زر ميزنم تا صاحبش پيدا شود
لومړی د سکې په اړه : په زياتو تاريخي متونو کي د دې سکه يادونه شوې ده، يو شمير ليکوالو د سکې ضارب څرګند کړی او يو شمير نور بيا د سکې ضارب نوم ته پام نه دي اړولی، خو د سکې دا يو بيت دومره نامتو سوی او
ويل سوېدی چي اوس د اولس او په ځانګړي توګه د مورخينو تر منځ د خپلواکۍ د شعار او د ملی بغاوت د سمبول په بڼه کارول کيږي.
د دې يوه بيته مورخين زيات مالومات تر لاسه کولای سي. لومړی د دې بيت وضاحت دا دی چي هغه مهال په هيواد کي د ټولو له پاره يو تن منل شوی واکمن نه و، نو ځکه دا سکه د يوه ملي اتل له لوري ضرب شوه او د خپل مهال د سياسي حالاتو انځور يې پکښي څرګند کړ . دوهم وضاحت دا دی چي دا سکه به تر هغه کارول کيږي چي د هيواد رښتينی واکمن را وړاندي کيږي . په دې ترتيب د دواړو اخيستنو يوه پايله تر لاسه کيږي او هغه دا چي، د انګريزانو سره د جګړې پر مهال افغان ولس يو تن داسي لارښود نه درلود چي د هغه ملي پاڅون لارښوونه وکړي. هر افغان زلمي او هر قومي مشر او د هري مدرسې مولوی، په خپلو سيمو کي د دې پاڅون ملاتړ وکړ او ځوانان يې د مورچل تر بريده بدرګه کړل. په دې ډله ملي مشرانو کي يو هم غازي محمد جان خان وردګ و، چي د خپلي سيمي څخه بيا د هيواد تر مرکزه يې د خپلواکۍ مورچلونه تاوده وساتل او د انګريزي يرغلګرو ځواکونو له پاره يې هر ګام ګورستان کړ.
پايله :
د ياد شوي تعبير تر څنګ په دې بيت کي د افغاني دود يوه خورا ستره اخلاقي پانګه نغښتې ده او هغه دا چي: محمد جان خان وردګ د افغاني دود سره برابر د پاڅون مشري کوله، او د سکې د چلولو اړتيا يې محسوسه کړه، د دې له پاره چي په ولسونو کي د منفي تربګنيو او ناوړه سياليو مخه يې نيولې وي، نو يې سکه په خپل نوم ضرب نه کړه بلکي دا حق يې هم خپل ولس او خلکو ته پريښودی چي د دې هيواد مشري چا ته سپاري؟ دا ډول سلوک زموږ په ولسونو کي د زيات درنښت وړ دی . ميرويس نيکه هم هيڅکله د پاچا او يا امير لقب ونه مانه، او پوره اته کاله يې د يوه مشر په نوم د هيواد ملي چاري سمبال کړې.
ستاسو د پاملرني مننه
لر او بر نت څخه مننه