عروض څه ته وايي؟ موضوع، واضع او ولې یې عروض بولي؟

عروض څه شی دی؟

عروض عرضه كولو ته وايي (1) او اصطلاحاً هغه علم دى چي دعربي شعر د اوزانو كره او ناكره صحيح او فاسد په پېژندل كېږي (2).

موضوع :

ددې علم موضوع شعر ته د سموالي اوناسموالي له حيثه كتل دي.(3)

واضع :

د عروض د علم واضع خليل بن احمد الفراهيدي دى چي په دوهم هجري قرن كي ئې ژوند كاوه. (4) كه څه هم تر دې دمخه نورو شاعرانو پر همدې عروضو برابر نظمونه ويلي وه مګر دا علم چا نه وْ ورته وضع كړي.

دا علم ولي عروض بولي؟

ځكه چي اشعار د خليل پر قواعدو عرضه كيږي، او څوك لا وايي چي خليل دا قواعد په عروض كي چي يو ځاى دي وضع كړي دي نو د هغه ځاى په نوم ئې ياد كړيدي. (5)

د عروض اركان :

د عروض د علم ركنونه ددې علم اجزاء او افاعيل دي افاعيل هغه متحركات او سكنات دي چي بيت ځيني جوړيږي، بيت په عربي خوني او كور ته وايي هر بيت دوې برخي وي ، چي هري برخي ته مصراع يا مصرع وايي، او مصراع د دروازې يوې پلې ته وايي د بيت د لومړۍ مصراع لومړي جز ته صدر وايي او آخر جز ته يې عروض د دوهم مصراع لومړى جز ابتداء او وروستى جز ضرب يا عجز بولي او هغه اجزاء چي د صدر او عروض يا ابتداء او ضرب په مينځ كي راځي هغه ته حشو وايي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب