عبدالجبار قهرمان څوک وو؟

له هلمند څخه ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان نن د يو ځای پرځای سوي ماين د چاودني له امله ووژل سو.

نوموړی نن د هملند ولايت په مرکز لښکرګاه کي د خپل ټاکنيز دفتر په دننه کي د ماين چاودني له کبله سخت ژوبل سو، چي وروسته ئې په روغتون کي ساه ورکړه.

عبدالجبار قهرمان د هلمند ولايت څخه د پارلمان برحاله استازی وو او د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو لپاره ئې هم ځان نوماند کړی وو.

عبدالجبار قهرمان په ټلويزوني بحثونو کي ئې پراخه ونډه اخيستل او له همدې لاري ډېرو خلګو پېژندلی وو، نوموړی د حکومتي چارواکو او ګڼو سياسيونو باندي سختي نيوکي کولې او هغوی ئې په فساد تورنول.

نوموړی  په  ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو استازی و.

څو ورځي وړاندي هم په هلمند کي د يو بل نوماند صالح محمد اڅکزي پر ټاکنيز کمپاين ځانمرګي بريد د نوماند په ګډون ګڼ کسان ووژل او يو شمېر نور ئې ژوبل کړه.

عبدالجبار قهرمان څوک وو؟

عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی وو او په ۱۳۳۷ کال کي د کندهار په بولدک ولسوالۍ کي زېږېدلی وو.

په ۱۳۶۱ کال کي ئې د کابل حربي لیسې  څخه د دوولسم ټولګی څخه فارغ سو او په ۱۳۶۳ کال کي د کابل له حربي پوهنتون څخه د ليسانس په کچه زده کړي بشپړي کړې.

له هغه وروسته ئې لس کاله په حکومت کي د ملي اردو د قومندان په توګه دنده ترسره کړه او رتبه یې تر تورن جنرال رسېدلې وه.

نوموړی دوه کاله وړاندي په  سويلي ولايتونو کي د ولسمشر لپاره د امنيتي سلاکار په توګه وټاکل سو، چي وروسته ئې خپله دنده پرېښوده.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب