
ظاهري مذهب کوم دی او څه ډول افکار لري؟
مونږ یوه ډله محصلین یو او کله کله د خپلو درنو استاذانو څخه د دوي په خبرو اترو کې اورو چې د ظاهریه و د مذهب څخه یادونه کوي؛ نو آیا کېدلی شي مونږ پوه شو چې د د وي فکري تګلاره څه ده او دوي ته ولی ظاهري مذهب وايي؟
د دې پوښتونکي ورور په ځواب کې غواړو په مناسب لنډیز سره یو څومهمو خبرو ته اشاره وکړو:
لومړۍ خبره دا ده چې: دظاهريه و مذهب په اصل کې د یوې تګلارې(مذهب) نوم دې چې خورا شهرت لري او د دوي تګلاره په اصل کې د دوو مجددینو په لاس رامنځ ته شوېده چې: یو ېې داود بنِ علي الظاهري او دویم ېې أبو محمد ابنِ حَزَمْ دی او هر هغه څوک چې د دوي خبری تائید او فکر ي تګلاره ېې غوره کړي ظاهریان ورته ویل کیږي.
دویمه خبره دا ده چې: زمونږ د پورتنیو خبرو څخه بنسټیز مقصود دا دې چې: دوي هغه ډله ده کوم چې یواځې او یواځې د شرعي نصوصو په ظاهري بڼه باندی بسنه (اکتفاء) کوي او (جلي) قیاس او تعلیل در سره نه مني او نه هم د دوي په مذهب کې د قیاس اوتعلیل په نامه څه موندل کېدلی شي ــ ؛ نو له همدې کبله دوي ته ظاهري مذهب ویل کیږي.
همداراز دوي په دې باورمند دي چې:
په اسلامي شریعت کې باید یواځې او یواځې د آوامرو او نواهیو په ظاهر باندی عمل وشي، په داسې حال کې چې د همدې نصوصوپه نورو اړخونو او فَحْوی( معنا) باندی لکه: عِلتونو، حکمتونو او شرعي قیاسونوباندی دوي هیڅ باور نلري او له پامه يې غورځوي، که څه هم چې دا به د قرآن کریم او د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د سپېڅلي ارشاداتو (لارښودنو) څخه په باوري توګه ثابت شوي هم وي.
درېیمه او وروستۍ خبره داده چې: په دې اړه یو لړ جلیل القدره عالم لکه شیخ عبدالعزیز بن باز ( حمه الله) داسې وايي: ((عَليْهِم نَقْصٌ وَ مُؤاخَذَاتٌ فِيْ جُمُودِهِمْ عَلى الظّاهِر وَ عَدَمِ رِعايَتِهِم لِلْعِللِ و الحِكمِ وَ الأسْرارِ التي نَبّهَ عَليْها الشّارِعُ وَ قَصَدها، وَ لِهَذا غَلَطُوا فِي مَسَائِلَ كَثِيْرةَ التِي دَلّ عليهَا الكتابُ و السّنةُ)).
دا چې په اصل کې دوي یوه ظاهر پلوه ډله ده او د شرعي نصوصو په اړه خورا ناقص او نیمګړی فکر لري ملامته دي او د فکر ي جمود او رکود (1) له کبله به دوي مؤاخذه کیږي هم (سزا به هم ویني).
په حقیقت کې ظاهریان هغه کسان دي چې دوي ته د شرعي نصوصو هغه علتونه، حکمتونه او پټ رازونه هیڅ ارزښت نلري کوم چې شارِعْ ( الله تعالیجلت عظمته)ورته زمونږه پام را اړولی دی او زمونږ څخه ېې د هغې غوښتنه کړیده ؛ نو له همدې کبله دوي په ګڼ شمېر مسائلو کې سره په مُغالطه(تېروتنه) کې پرېوتلي دي، په ځانګړي توګه سره هغه مسائل کوم چې مونږ ته د هغې په اړه په ډاګیزه توګه سره په قرآني سپېڅلو آیتونو او نبوي مبارکو حدیثونو کې لارښوونه شوېده.
(1) : د دوي د فکري جمود معنا دا ده چې: دوي د اسلام له شامل فکر او دقیق فهم څخه په ځینو برخو کې بې برخي ول، لکه په بعضی برخو کې دوي وراسته فکرونه درلودل او د صفاتو په مسائلو کې د دوي فکرونه د فیلسوفانو او معتزله ؤ له ځینو اقوالو سره خلط ( ګډ وډ ) شوی ؤ، خو دوي ته کافر، ګمراه… نشو ویلی، بلکه دا ویلی شو چې د حق څخه یو څه ښوئيدلي ؤ، البته منصفانه خبره به دا وي چې : پخپله أبو محمد ابنِ حَزَمْ خورا ذکاوت او فقاهت درلود او د هغه د اسلامي خدمتونو څخه هم انکار نشو کولی. ( مترجم).
لیکنه: فضل الله ممتاز