ظالم او مظلوم

کله چې په چا ظلم وشي درې اختياره لري:

دا چې ظالم ته ښېرا وکړي، او الله جل جلاله په دنیا کې له ظالم څخه انتقام اخلي، که څه هم چې مظلوم فاسق او کافر وي.

عن أنس رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: { اتقوا دعوة المظلوم وان كان كافرا فانه ليس دونها حجاب… } رواه احمد

دوهم دا چې آخرت ته یې پرېږدي، یعني ښېرا ونه کړي، نو بیا به الله جل جلاله په آخرت كې انتقام ترې اخلي، یا به د ظالم نیکۍ مظلوم ته ور کوي، او که یې نیکۍ نه وي بیا به د مظلوم بدۍ ظالم ته ور کوي.

عن سلمان الفارسي رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يجيء الرجل يوم القيامة من الحسنات ما يظن أنه ينجو بها، فلا يزال يقوم رجل قد ظلمه مظلمة، فيؤخذ من حسناته؛ فيعطى المظلوم حتى لا تبقى له حسنة، ثم يجيء من قد ظلمه؛ ولم يبق من حسناته شيء، فيؤخذ من سيئات المظلوم فتوضع على سيئاته). مسند البزار. المعجم الكبير للطبراني.

دريم دا چې مظلوم عفوه وکړي، نو په دې صورت کې به بیا د مظلوم بدله الله جل جلاله خپله ور کوي.   الله تعالى فرمایي : { وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ } [سورة الشورى: آية ۴۰]،

یادونه: دا درې واړه د مظلوم حق دي، اوس مظلوم خوښمن دی: غواړي په دنیا کې ظالم ته سزا ور کړل شي، او که غواړي په آخرت کې د ظالم په نیکیو خپلې نیکۍ زیاتې او یا خپلې ګناوې د ظالم پر غاړه کړي، او که دا یو هم نه غواړي، بلكې د الله جل جلاله بې حسابه اجرونه او رضاء تر لاسه کول غواړي،

یقینا چې دریم اختیار خورا ګټور او لوړ دی، يوازې د لوړې حوصلې او لویې سینې خاوندان یې کولی شي؛ ځکه چې نفس لومړی خوښوي، او په سختۍ ترې تېرېږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب