
شرح د حال | شعر
راته ښکلی زړه ضمیر او خپل نظر کړې
په حکمت او معــــرفت مې مـــنور کړې
چې جـهان د حقـــــیقت په کې ښـکاریږي
کیفــــیت د بیــخودۍ نه مې خـــبر کړې
مودې وشـــوې تورتمو کې زه اوسیږم
دغه شپې د تور تمــونو مې ســــــحر کړې
چې حاصل راته سکون د زړه هر دم شي
وحشــــتونو له توفــــانه مې بـــهر کړې
چې د زغم څلې مې جګه تر آسمان شي
اوســیله مې داســـــې لوړه لکه غر کړې
چې مو زړونه ، له هر خوا نه شي راجمع
دا خواره واره راغونډ په یو محور کړې
بی قیــــمته کــــاڼي مــــا درته راوړي
ربه! ته یې را بدلې په ګـــــوهر کړې
سید عبید الله نادر