شخصیت د ارواپوهنې له نظره

شخصیت ته په انګلیسي ژبه کې personality وايي، چې د لاتینې کلمې persona څخه اخیستل شوی دی. پرسونا د روم د مدنیت پرمهال د هغه «نقاب» په معنا استعمالېده، چې لوبغاړو  به د ستېج پرسر د هنري پارچو د یوې برخې د اجرا کېدو لپاره پرمخ باندې راخوراوه او  ځان ته به یې د درواغو یوه څېره غوره کوله.

د شخصیت کلمه مخکې له دې چې په ارواپوهنیز ډول وپېژندل شي، په ورځني ژوند کې هم زیاته استعمالېږي او  ټول یې له نامه سره اشنايي لرو.  موږ په عامیانه ژبه کې شخصیت د شرافت، لويۍ، مرتبې او درجې په مفهوم کاروو ؛ کله چې وایو پلانی یو باشخصیته سړی دی، منظور مو دا وي، مقام او منزلت لري، د نورو د احترام وړ دی، لوستی دی، زړور دی او د چاپلوسۍ خوی پکې نشته. په دې ترتیب په ټولنپوهنیزه توګه شخصیت هغه مقام، ارزښت او احترام بلل کېږي، چې د ټولنې خلک یې یوه چاته په ټولنه او خپل زړه کې بې له کومې تمې او تمنا ورکوي. د ټولنپوهنې د ماهرینو په اند: شخصیت هغه څه نه دی، چې یو څوک یې د ځان په اړه فکر کوي یا یې ارزوي، بلکې دا د هغه څه محصول دی، چې نور خلک یې ددغه شخص په اړه په کتلوي توګه ارزوي.

خو  په ارواپوهنه کې د شخصیت په اړه هرڅه یوازې د خلکو په ګومانونو او نظرونو باندې نه خلاصه کېږي او د شخصیت د تعریف او  ماهیت په اړه بیخي بېل دریځ نیسي؛ ارواپوهنه د یوه شخص تر احترام، مقام او  د خلکو تر منلو او  تایید ورهاخوا  د هغه په وجود کې د باطني او رواني اړخونو او عکس العملونو سپړنې او څېړنې ته ارزښت ورکوي او د هغو د عواملو، اغېزو او  لارو چارو د روښانولو په بهیر کې شخصیت د هغو ځانګړو صفاتو  ټولګه بولي، چې د یوه فرد په ځان او روان کې وحدت پیداکوي او وروسته یې په سلوک، رفتار او کردار کې ځان څرګندوي.

څرنګه چې یو فرد له نورو سره د برخورد په وخت کې له ځانه ځانګړي غبرګونونه ښکاره کوي، نو همدغه غبرګونونه د هغه د شخصیت ښکارندويي کوي. د ارواپوهنې له نظره د یوه انسان بېلابېل بدني خصوصیات، فکري او ذهني روشونه، د مسایلو پر وړاندې غبرګونونه، کرکې، علاقمندۍ، وړتیاوې، استعدادونه، صحي وضعیت، د تېر ژوند د تاثیراتو نښې، له تربیوي ماحول نه برداشتونه، له اخلاقي، مذهبي او کلتوري معیارونو  او ماحول سره د جوړجاړي او سازش څرنګوالی…. او  داسې نور ظاهري او  باطني عناصر د هغه کړه وړه په ځانګړې بڼه بدلوي او د هغه د شخصیت بنسټ جوړوي. همدا سبب دی، چې ارواپوهان د یوه انسان د ټولو بدني، رواني او اجتماعي صفاتو، اعمالو او کردارونو  مجموعې ته شخصیت وايي.

ارواپوهان د وګړو د شخصیت د څېړنې پرمهال له بېلابېلو لارو څخه استفاده کوي، څرنګه چې د یوه شخص مختلف خصوصیات د هغو د شخصیت بېلابېلې جنبې بیانوي، نو همدغه خصوصیات د شخصیت د تحلیلونې اصلي محور ګڼي. ارواپوهان پوهېږي، چې د هر وګړي صفات او خصوصیات د وخت په تېرېدو سره د هغه د تجربو  او برداشتونو پر اساس په دایمي توګه بدلون مومي او دغه بدلون د هغه د شخصیت د بدلون سبب کېږي، په دې اساس د شخصیت د مطالعې پرمهال د ځینې خصوصیاتو تغیر او بدلو ن هم د ځانګړې پاملرنې وړ بلل کېږي.

په ټولیز ډول هغه خصوصیات چې د افرادو په سلوک او رفتار کې څرګندېږي، د هغوی د شخصیت استازیتوب کوي. ارواپوهان هم د همدغو څرګندو شویو خصوصیاتو د تحلیل او تفسیر او د علت او معلول د روښانولو پر اساس شخصیت مطالعه کوي.

د ارواپوهنې متخصصین  له مختلفو  روشونو  لکه د مرکې، بېلابېلو پوښتنو، لیدنو کتنو، مقایسې ، ارزیابیو او نورو څخه په استفادې ځانته معلوموي، چې تر څېړنې لاندې شخص، خوشبین دی، که بدبین؟  خوښ دی، که زړه تنګی؟  اجتماعي دی، که ګوښه ګیر؟  حساس دی، که بې پروا؟  تسلط طلبه دی، که تسلیم ؟  مغرور دی، که کمین خویه؟  فعال دی، که سست او  نامنظمه؟  صبرناک دی، که بیړنی؟  حوصله مند دی، که بې حوصلې؟  ځان غوښتونکی او ځان لیدونکی دی، که ځان هېری او ځان ناخبره؟  مهربان دی، که سخت زړی؟ باذوقه دی، که سوړطبیعته؟  ځیرک دی، که بې دقته؟ مستقل دی، که متکي؟  عمل پلوی دی، که خیال پلوی؟  زحمتکش دی، که له کاره تښتېدونکی؟  پرشوره دی، که شکست خورده؟  جوړجاړي والا دی، که جنجالي؟ … او همداسې په جسمي او ظاهري لحاظ چاغ دی، که ډنګر؟ لوړ دی، که ټیټ قدی؟  تازه دی، که مړاوی؟ صحتمند او تندرست دی، که خوږمن او  مرض غاړی…….

له دې او دې ته ورته خصوصیاتو له مخې د افرادو شخصیت ډلبندي کېږي، خو د شخصیت دا شان ډلبندۍ زیاترو  ارواپوهانو د خپلې طریقې او سلیقې پر اساس کړې دي.

ددغو ارواپوهانو له ډلې څخه موږ یوازې د سویسي ارواپوهاند«کارل ګوستاو یونګ» او د الماني ارواپوهاند «کرچمر» ډلبندۍ په لنډه توګه راوړو.

کارل ګوستاو یونګ د انساني افرادو شخصیت پر دوو ډولونو باندې ویشلی دی: «بیرون پلوه او درون پلوه»

۱: بېرون پلوه:

کارل یونګ د بیرون پلوه Extrouit شخصیتونو خصوصیات دا بولي، چې دوی حال ته د آیندې په نسبت ترجیح ورکوي، د اشیاؤ  واقعاتو  او اشخاصو ظاهري بڼې ته د ماهیوي او کیفي ارزښتونو په پرتله زیات اهمیت ورکوي، ژر تصمیم نیسي او ژر عمل کوي؛ د عواقبو نتیجو ته ډېر نه ګوري؛ د توافق منلو ځواک یې غښتلی وي، د ټولنیز ګډ ژوند او ټولنیزو فعالیتونو او حاصلاتو څخه زیات لذت وړي او  د افرادو سرګرمي او ظاهري فعالیت د دوی د خوښۍ سبب ګرځي.

۲: درون پلوه:

یونګ  درون پلوه Introuit  اشخاص هغه بولي، چې د حال په پرتله راتلونکي ته زیاته ترجیح ورکوي، د ژر تصمیم نیونې او عمل پرمقایسه، غور او تدبیر ته زیات اهمیت ورکوي او  په رسمي او غیر رسمي وظایفو کې تل د اصولو او قانون پابند وي. درون پلویان د ظاهري مسایلو په انډول د حقایقو او واقعاتو د قوانینو او داخلي روابطو د کشف موضوع ته زیات اهمیت ورکوي؛ دوی اکثره په فکر او خیال کې غرق وي؛ د علمي کارونو  په پرتله ذهني کارونو کله پلانونې، نقشې اچونې او د مسایلو د حل او فصل په موخه د تحلیل او توضیح پلویان دي. د کارل یونګ په اند: دغه ډول اشخاص تر ډېره بریده ګوښه ګیر او له منل شویو او باوري کسانو پرته له نورو خلکو سره د چندان زیاتې ناستې پاستې مینه وال نه وي.

المانی ارواپوه کرچمر بیا د خپلو څېړنو له مخې انسانان په دریو شخصیتي ډلو وېشلي دي:«پیک نیک، آستنیک او آتلتیک»

۱: پیک نیک:

کرچمر په پیک نیک ډله کې هغه کسان شاملوي، چې معمولاً پرجسمي لحاظ چاغ او د غوښن بدن خاوندان وي. د قد او قامت پرلحاظ ټیټکي او سینه او ګډه یې د بدن د نورو برخو په نسبت له زیاتې ودې څخه برخمنې وي. د دا ډول اشخاصو تنه پلنه، ورمېږ یې لنډ او د پوستکي رنګ یې د سور رنګ خوا ته تمایل لري او د طبعې او خُلق له نظره خوش برخورده، خوش ګذارې، شوخ مزاجه او خوراکي وي. همداراز دا ډله کسان هرڅه ته په خوشبینانه نظر ګوري؛ تر ډېره بریده یې ظاهر او  باطن یو ډول وي؛ ژر پر یوه چا پورې زړه تړي او ژر یې ورڅخه زړه شلېږي. دغه شان افراد په مجموع کې بیرون پلوه دي؛ په عقلي او منطقي مسایلو کې زیات ژور نه ځي او د جسم پر لحاظ د چاغېدلو ښه استعداد لري …..

۲: آستنیک:

کرچمر په دغه ډله کې هغه افراد دروي، چې نري او  اوږده اندامونه لري، د بدن وده او رشد یې پیک نیک پرخلاف عمودي وی؛ د سینې قفسه یې نرۍ او هواره وي، هډوکي یې راوتلي، د لاسو او پښو دړې یې ترپوستکي لاندې څرګندې، خېټه یې ننتلې، تنه یې ډنګره او لاس او پښې یې اوږده اوږده وي او د طبعې او  مزاج له پلوه ځنډجوشه، ګوښه ګیر، خیال پلوي او د واقعاتو او حقایقو  په وړاندې نسبتاً حساس او د قیق وي او زیاتره کنایه وزمه او نېش وهونکې خبرې کوي، دغه ډول کسان په ډېر ځنډ له نورو سره ملګرتیا او دوستي اختیاروي، تر ډېره یې د کینې او بدبینۍ حس پیاوړی وي او د علمي فعالیتونو له نظره د قوي درک او ځواک لرونکي وي….

۳: آتلتیک:

کرچمر د آتیک په طبقه کې هغه انسانان راګډوي، چې له جسمي لحاظه کلک هډون او قوي عضلات لري، د سینې سور یې پلن او قد او قامت یې نسبتاً جګ وي، د مزاج او ذوق له مخې له بدني فعالیتونو له بېلابېلو لوبو او سپورټونو  مینه وال وي او په هغو کې یې د موفقیت کچه لوړه وي. دغه ډول کسان له خطر څخه نه وېرېږي؛ ځواک خوښونکي، زورمند او ریاست طلبه خوی لري. د آستنیک د ډلې خلاف د مسایلو پر وړاندې له خپله ځانه څخه زیات حساسیت نه څرګندوي، د شوخۍ کچه یې کمه وي او تر ډېره حده هڅه کوي جدي ووسي…..

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ