سړی نه یم – ټوکې ټکالې ۸
سړی نه یم :
يو سړی چه غلام جان نومیده ، کابل ته ولاړ او هلته د یوه رفيق کورته ورغی ، دروازه يی ور وټکوله. له هغی خوا ږغ وشو چی څوک يی؟ ده ورته وویل غلام جان یم. هغوی دروازه ور خلاصه نه کړه . دی چی کلی ولاړ ، و خپل رفيق ته يی دا قصه وکړه . هغه ورته وویل چه تا به ورته ويلی وای چی سړی يم . په غلام جان خو تا هلته څوک نه پیژنی . ده ورته وويل چی که يی دروازه خلاصه کړی وای او لیدلی یی وای چه زه سړی نه ،غلام جان یم نو بیا ؟
نر بیزو :
د باغ وحش معاون و خپل ريس ته چی په خارج کی وو تليفون وکړ او پوښتنه يی تری وکړه چی زموږ د باغ وحش بيزو نر ته ضرورت لری. موږ یو نر ورته پیدا کړو اوکه ستا تر راتګ پوری انتظار و باسو ؟
د جنت تعريف :
یوه نصیحت کونکی به تل د جنت تعريف کاوه . یوه سړی یوه ورځ پوښتنه تری وکړه چي : صاحبه ته همیشه د جنت تعريف کوئ اما د دوږخ په باب څه نه وایی ؟ نصیحت کونکی ورته وويل چی په دوږخ کی بیله هغه سره وينو . اوس پر هغه خبری بيځایه دی .