زلزلې وخت کې باید څه وکړو؟
1 د زلزلې رامنځته کېدونکي شوني وخت پرمهال له کور څخه ووځئ او یوې آزادې سیمې ته ولاړ شئ. له ونو، لوحو، ودانیو د برېښنا له مزو، ستنو او نورو واټن ولرئ.
2 له کور څخه د بهر کېدو پرمهال، له زینې کار واخلئ نه له لېفټ څخه.
3 د زلزلې پرمهال په سړکونو او کوڅو له منډې وهلو ډډه وکړئ، ځکه ښايي څراغونه، د اعلانونو تختې او نږدې دېوالونه درباندې را وپرځيږي.
4 که چېرې تاسو په څو پوړیزه ودانۍ کې ژوند کوئ چې سملاسي وتل درته ستونزمن وي، باید په لاندې ډول عمل وکړئ:
- ځان د مېز یا د خوب د تخت لاندې پټ کړئ ترڅو د درندو شیانو له پرځېدو خوندي وئ. د مېز یا تخت ستنې کلکې ونیسئ او د خپلو سترګو او مخ د خوندي ساتلو لپاره یې د مټو ترمنځ ونیسئ.
- خپل سر مو د بالښت یا کوم بل نرم شي په وسیله خوندي کړئ.
- دروازه پرانیزئ
- داش، شمع، د ګاز پېکنیک او ټول برېښنایي وسایل مړه کړئ.
- له کړکیو، دروازو، الماریو او همدا راز ماتېدونکو درنو وسایلو لېرې اوسئ.
5 که د زلزلې پرمهال په موټر کې وئ:
- موټر ودروئ او د زلزلې تر درېدو پورې همالته پکې اوسئ.
- د ودانیو څنګ ته، د هوایي سړکونو لاندې یا د پاسه، پر هوايي پلونو، برېښنایي مزو ته نږدې، په تنګو درو او همدا راز د سړک په هغو برخو کې چې غرونو او غونډیو ته نېږدې وي او د ځمک ښویېدنې ګواښ وي خپل لېږدوونکې وسیله مه دروئ.
- د زلزلې پرمهال د سړک ویجاړو برخو ته متوجه اوسئ