د یوه سرتېري ارمان
کله چې یو ځوان له کوره د ملي پوځ لیکو ته ځي، مور، پلار، ورور، خور، ټول خپلوان يې د عسکرۍ له خطرونو وېروي. دوی ورته وايي: دا کار ډېر خطر لري. هلته به دې د هېواد نا امنه سېمو ته لېږي. ځيني يې چې د هلمند، ارزګان او يا بل داسې ناامنه ولايت نوم واوري په کور پښېمانه شي او ځيني نور يې له کور او خپلوانو په پټه د پوځ له لیکو سره یو ځای کېږي.
کله چې ځوانان له کور او کلي لرې د کابل او یا هم په کوم بل ولایت کې تعليمي مرکزونو ته ورشي. دوی سره له دې چې په ډېره مينه لېوالتيا او علاقه د خپل پوځ ليکو ته ورغلي وي خو هلته بيا له دوه ګوني چلند سره مخ کېږي. د بد چلند له امله يې ډېری په یوه لار نه په یوه لار ځان تر کوره رسوي او معاشونه يې څو میاشتې د زور واکو جېبونو ته لوېږي.
څوک چې په تعليمي مرکزونو کې پاتې کېږي تر دوه میاشتي تعلیم وروسته د واسطې خاوندان په ښارونو کې په امن ځایونو کې په دنده ګومارل کېږي او بې واسطې ځوانان د هېواد ناامنه سیمو ته لېږل کېږي. دوی هلته په ډېره مېړانه له هېواده په کلکه ساتنه کوي او خپل ټټر يې دوښمن ته سپر کړی وي. د دوی ژوند هلته تضمين نه وي کېدای شي کور ته يې په ژوند راشي او يايې هم جسد راوړي.
سرتېرو ته تر شپږو میاشتو پورې رخصتي نه ورکول کېږي همدا لا مل دی چې ډېری سرتېرې له دندې تېښتي او له خطره په ډکو لارو کور ته ځان رسوي چې د لارې په اوږدو کې د وسله والو له خوا نیول کېږي. تر ډېرو ځورولو وروسته يې ژوند ترې اخلي.
دلته تاسې ته د يوه داسې ځوان کيسه وړاندې کوم چې له امنه د ناامنې سېمې تلو ته خوشاله دی. د یو کار له پاره د خپل يوه ملګري دفتر ته ورغلم چې په ملي اردو کې دنده لري.
له روغبړ وروسته مې د دنګې ونې یو ځوان ته پام شو. له ځوان څخه یوه افسر پوښتنې کولې:
ولې غواړي له دې امن نه ناامنه سېمې ته لاړ شي دلته درته څه نه دي رسېدلي، قوماندانانو درسره بد چلند کړی او که کومه بله ستونزه لرې، ستاسې کورنۍ ته وسله والو کوم زیان رسولی، غواړې غچ يې واخلې او که کومه بله خبره ده؟
ځوان مسکی شو ويې ویل:
نه ماته نه دلته کومه ستونزه شته، نه هم چا راته څه ویلي او نه هم زما کورنۍ ته وسله والو څه ویلي دي. زه له کوره د دې له پاره نه يم راغلی چې زه چېرته کرار و اوسم، وخورم، وڅښم او معاش واخلم.
ستاسې دې قسم په خدای وي ما هغه ځای ته ورکړئ چېرته چې زما د هېوادوالو ژوند په خطر کې وي.
قوماندان ورته وخندل چې دلته خلک په واسطو نه شي راتللی او ته غواړې له خطره ډکې سیمې ته لاړ شې.
ځوان ښه په مېړانه وویل:
زه چې له کوره راتلم زما دا هیله وه ترڅو زه په داسې سیمه کې دنده ترسره کړم چې د هېواد له دښمنانو سره مخامخ جګړه وکړم.
او ټوپک په اوږه له هېواد والو ساتنه وکړم زه سرتېری یم سرتېری.
په ژوند کې لومړی ځل دی چې له داسې يوه خواخوږي او ملي احساس له خاوند سره مخ شوی وم. خدای ج دې زموږ هر ځوان د همدې ځوان په څېر د ملي احساس خاوند کړي. له نظامي چارواکو هم هيله لرم چې نور له داسې تربګېنت لاس واخلي او تل د خپل هېواد دفاع ته په لومړيتوب ورکولو سره هر څه تنظيم کړي. له خپلو با احساسه سرتېرو سره له توکميز او ژبني چلند لاس واخلي.
د همداسې يوې ورځې په هيله.