د ښه نثر ځانګړنې

هره لیکنه یا نثر د محتوا او لفظ له پلوه جلا ځانګړنې لري، خو په مجموع کې د ټولو نثر ونو له پاره یو شمیرښې ځانکړنې وجود لري، که نثر لیکونکی یی د لیکنې پر وخت ورته پام وکړي، نو نثر به یې ښکلی اسانه او روان وي او لوستونکی یا مخاطب به ترې ډېر ژر او ښه مطب واخلي چې په لاندې ډول به د غو ځانګړنو ته اشاره وشي :

۱ – نثر باید واضح وي د دې له پاره لاندې ټکي په پام کې ونېول شي:

الف : په هنری نثر کې که هنري مقصد نه وي او کوم هنري ضرورت نه وي د کلمو هغه ترتیب باید په جمله کې مات نه شي کوم چې په طبیعي ډول د ګرامر غوښتنه ده. په یوه جمله کې چې خاص مقصد نه وي، نو فاعل دې سر ته او فعل دې اخر ته راوړل شي او کلمې دې همغسې یو د بل څنګ کې کيښودل شي څنګه چې د ژبې د ګرامر تقاضا ده.

ب: د نثر لیکنې په وخت دې له پېچلو کلمو څخه ډډه وشي او هغه کلمې دې استعمال شي چې ډېر خلک پرې پوهېږي او متروکې کلمې دې نه کارول کېږي.

ج: د نثر لیکنې په وخت کې باید دقیقه کلمه انتخاب شي او هره کلمه بیله مانا لري. ځینې کلمې مترادفې وي باریکه مانا لري او د ښه نثر لیکوال په دې وخت کې وضوح ته اهمیت ورکوي او په مترادفو کلمو کې به هغه کلمې انتخابوي چې له اصل مطلب سره ښه لګېږي.

مثلا که موږ یو سیاسي خبري متن لیکو، نو باید افغانستان ته هېواد ووایو نه وطن. که ووایو چې وطن مې یادیږي دا یوه عاطفي جمله ده، دلته نه باید د هېواد کلمه ذکر کړو. په اول مثال کې په هېواد کې سیاسي مفهوم پروت دی د سیاسي متن سره لګېږي ، خو په دویم مثال کې د وطن په کلیمه کې عاطفي اړخ پروت دی او په عاطفي متن کې د دې کلیمې لیکل ښه دي نه د هېواد.

د : د جملو په جوړښت کې دې کلیمې داسې راوړل شي چې څنګه د ژبې د ګرامر تقاضاده. په دې کې دې اسانه او ښه کلمه وټاکل شي، لکه په ډې لاندې مثالونو کې:

ویره ده چې د موټر په ټګر کې لس تنه مړه شوي وي. په دې مثال کې د ویرې کلیمه سمه استعمال شوې ده. اما که په پورته مثال کې د توقع کلیمه ذکر کړو ، نو په متن کې بدرنګوالی راولي. خو که ووایو چې توقع ده چې سږ کال د افغانستان عواید لس فیصده زیات شوي وي. په دې مثال کې د توقع کلیمه ښه ده نه د ویرې.

همدا ډول د کلیمې د ښایست په اړه به یو مثال وړاندې کړو: که ووایو چې د اورلګېدو په پېښه کې ښایسته ډېر خلک مړه شوي دي. په دې مثال کې د ښایسته کلیمې استعمال ښه نه دی، ځکه د ښایست کلیمه مثبت اړخ لري او د لاندې مثال سره ښه لګېږي لکه: بیګاه میلمستیا ته ښایسته ډېر خلک راغلي وو.

عبدالرشيد بشرمل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب