د ښه ملګري ځینې ځانګړتیاوې
۱- ښه ملګري هغه دی چه د سختۍ او غم په وخت کې تایوازې پرې نږدی. د ښې ورځې یاران او ملګری خو باالکل زیات وی. حقیقی ملګری هغو ته وایی چه د مشکلاتو او سختۍ په وخت کې د ستا په درد وخوري، کومک او لاس نیوی د وکړی.
۲- ښه ملګری به تا هروخت ښو کارو اوبد ملګری به تا هروخت بدو کاروته وهڅوی. ښه ملګری به د لمانځه په وخت کې تاته د لمانځه د اداء کولو یادآوری کوی، اما بد ملګری به هیڅکله هم تا ښه کار ته ونه هڅوی. ښه ملګری به تاسې د نېک بختۍ په لور او بد ملګری به تاسې د بدبختۍ په لور تشویق او رهنمایی کړی.
۳- ښه ملګری د پاکې آینې مثال لری چه تا به هر وخت خپلو غلطیو ته متوجه کړی او هغه به په مناسبه طریقه او په مناسب وخت کې در په ګوته کړی.
۴- ښه ملګری د ستا په خوشحالۍ، خوشحاله او دستا په خفګان، خفه وی. ښه ملګری د ستا خفګان، د خپل ځان خفګان، د ستاخوشحالی د خپل ځان خوشحالی او د ستا عزت او شرم د خپل ځان عزت او شرم ګڼی.
۵- ښه ملګری یو له بل سره هیڅکله بې فایدې بحثونه او مناقشې نکوی. دغه بې مفهومه اوجنجالی بحثونه او مناقشې د ملګرو په منځ کې مینه او احترام له منځه وړی او په ځای یې خفګان را منځته کوی.
۶- ښه ملګری د نورو خلکو په مخ کې له خپل ملګری سره غلیظې او بې ځایه ټوکې او ټکالې نکوی. بې ځایه ټوکې او ټکالې د ملګرو تر منځ احترام له منځه وړی او زیاتره وخت په آخر کې د ډېر سخت خفګان سبب ګرزی. ځنې خلک شته چه دوی ته یو طرفه ټوکې ډېر خوند ورکوی، اما که کومه ټوکه په دوی برابره شوه، نو بیاله ډېر قهر څخه باالکل لېوني کېږی. ځنې خلق خو بیا د ټوکو په بهانه یو څوک بې آبه کوی او وایی چه ما خو ټوکه کوله، نه، هیڅکله ټوکه د یوه چا د بې عزتۍ دپاره باید ونه کارولای شی.
۷- ښه ملګری هیڅکله له خپل ملګری سره په غلطو اوناروا کارونو کې مرسته نکوی اوکوښښ کوی چه هغه له ناروا کارو څخه منع کړی، اوهغه سمې لارې ته برابر کړی. د ملګری سره په ناروا کارونوکې مرسته کول په حقیقت کې له ملګری سره ستره جفاء او ستر خیانت دی. هر چاسره جفاء او خیانت کول او خصوصاً د ملګری سره خیانت او جفاء کول ډېر بد کاردی او هیڅکله د بښلو وړندی، نو ډېر احتیاط وشی چه له چاسره خیانت ونه شی.
۸- ښه ملګری خپل مالی حسابونه له نورو ملګرو سره ښه پاک ساتی. یو متل دی چه وروري به کوو، خو پاک حساب تر منځه. د هغو ملګرو چه مالی حسابونه یې پاک نوی، د هغوی انډیوالی ډېر وخت دوام نشی کولای. د مثال په توګه: ځنې ملګری د پیسو په معامله کې ډېره بې احتیاطی او بې پروایی کوی او خپل حساب پاک نه ساتی، چه دغه شانته عادت ښه ندی او په ملګریتوب مستقیماً ناوړه اغېزه کوی.
۹- ښه ملګری د خپل ملګری په حیصه کې بدګمانی نکوی. سوء ظن کول ګناه ده او زیاتره وخت هغه په آخر کې غلط ثابت شی. یو سړی په ځنو وختوکې د چاپه حیصه کې یوبد فکر وکړی، اما بیاوروسته هغه ته معلومه شی چه هغه شي حقیقت نه درلود.
۱۰- ښه ملګری هیڅکله له خپل ملګری سره په غلطۍ قدم نه وهی.
د هغه عزت، خپل عزت ګڼی او د هغه سپکوالی، خپل سپکوالی ګڼی. دغه به د یوه ملګری د پاره ډیره نامردی وی چه خپل ملګری ته په صداقت کې نه وی.
د هغه په دسترخوان شپه او ورځ ورسره خواړه کوی، اما هغې ته د هغه عیبونه او غلطۍ نه ورپه ګوته کوی. دا د منلو وړ نده چه یو ملګری په صداقت او بل په چال او دوکه کې وی، او که چېرې نه غواړی چه د هغه ملګری پاتې شې، نو هغه باید دفعتاً خبر کړی.
۱۱- ښه ملګری باید ډېر ځیرک او هوښیار وی. هغه خبره چه له بې عقله دوست څخه هوښیار دښمن ښه دی، ډېره پرځای خبره ده. بې عقل ملګری د کچه اسلحې په شان دی او ته به هروخت او په هرمجلس کې ډارېږې او توبې به وباسې چه یا الله د هغه له خولې څخه به څه راوزی. د بې عقله ملګری څخه د الله(ج) هر مسلمان وساتی. هغه تا په دوستۍ کې وهی. نو هرسړی باید کوښښ وکړی چه له بې عقله ملګری څخه ځان وساتی.
۱۲- ښه ملګری هیڅکله بل ملګری ته دروغ نه وایی. کوښښ وکړی چه له دروغجن سړی سره ملګري ونکړی. دروغجن ملګری په بل ملګری بد تأثیر کولای شی اودغه له ساری مرض سره مشابهت لرلای شی، یعنې له دروغجن ملګری سره آخر سړی پخپله دروغجن شی.
۱۳- ښه ملګری هروخت سالمې او معقولې وعدې کوی او بیا هغه په عمل کې پیاده کوی. ښه ملګری هیڅکله داسې وعدې نکوی چه هغه دشریعت خلاف وی او یا د هغه د عملی کولو نیت نلری.
۱۴- ښه ملګری خاص د الله(ج) د رضاء په خاطر له خپل ملګری سره مینه او دوستی کوی او دغه ټکی حتمی باید یو او بل ته ښه واضح او څرګنده کړی، چه دوی دواړه دالله(ج) د رضاء په خاطر یو له بله سره مینه کوی.
۱۵- ښه ملګری باید هر وخت بل ملګری ته د هغه په غیاب کې دعا وکړې. ځکه چه په غیاب کې د یوه ملګری دعا بل ملګری ته الله(ج) قبلوی.
۱۶- ښه ملګری هیڅکله د خپل ملګری د عیبونو پلټنه نکوی. ښه ملګری هروخت د خپل ملګری ښه کارونه خلکو ته بیانوی. ځنې خلک دا عادت لری چه یوازې د خلکو بدیو ته اړم وی او هغه هر چاته په ګوته کوی، اما دهغه نېکیو ته بیا ړانده وی او هغه بیا هیڅ نه وینی او په هغه خپلې سترګې پټوی. یوسړی باید د یوه ملګری ټولې نېکۍ او ټولې بدۍ د انصاف په تله وتلی او بیا د هغه په حیصه کې أخری قضاوت وکړی.
۱۷- ښه ملګری هروخت د امکان په صورت کې دبل ملګری د ډوډۍ دعوت قبلوی او هغه بدون د کوم معقول عذره څخه نه ردوی. ملګری هیڅ وخت باید د مېلمستیا په برخه کې یو له بل سره پور او پرغو ونکړی، یعنې ځنې خلک چه هنوز یوه چا ددوی په مړی کې لاس نوی ټیټ کړی، دوی وایی چه ده ته به څه وخت ډوډۍ کوې، چه دغه ډېر بد عادت دی.
۱۸- ښه ملګری یو له بل سره حسد نکوی، ځکه چه دوی د یوه مسلمان په توګه د خپل ملګری په ترقۍ باید خوشحاله شی. ځنې خلک ډېر بد نیته وی او دبل چا په خوشحالۍ ډېر خفه کېږی. حسدناک سړی به په خپل ژوند کې خوشحاله ونه وینې او هر وخت به خفه وی. د حسدناک سړی له زړه څخه د بدنیتۍ لمبې پورته کېږی.
۱۹- د ښه ملګری قهر ته باید ډېره توجه وشی او هغه بابیزه ونه ګڼل شی، ځکه چه په هغه کې حتمی یو پیغام پروت وی. ښکاره قهر تر پټ قهر ډېر ښه دی. ځنې خلق خپله ناخوښی د قهر پواسطه ښکاره کوی، اما بعضې خلک یو شی په زړه کې درته ساتی او په ظاهره څه نه وایی، او د انتقام د اخستلو هڅه کوی، چه دغه ډول خلک ډېر خطرناک دی او له دوی څخه ځان ساتل ضرور دی.
۲۰- ښه ملګری د خپل ملګری راز پټ ساتی. که خدای ناخواسته ملګری راسره خفه هم شی، نو بیاهم دوی د یو او بل رازونه پټ ساتی او هغه نورو ته نه افشاء کوی. متأسفانه ځنې په اصطلاح نېږدې ملګری هم چه کله راسره وران شی، نو هغه په یو او بل پسې بدې ردې شروع کړی او خپل ځان لکه سپینه کوتره بې تور داغه خلکو ته معرفی کوی.
هر چا چه د یوه نژدې ملګری غیبت درته شروع کړ، نو ته پوه ښه چه هغه د ستا په غیبت او بد ویلو هم صرفه نکوی او دغه شان سړی ته باید په ډاګه وویل شی چه دغه ښه کارندی. یو متل دی چه د بل کلي سړی به د خپل کلي د سړی پواسطه پېژنې، یعنې د ښه سړی ملګری هم ښه وی او د بد سړی ملګری هم بد وی.
۲۱- ښه ملګری باید یو او بل ته پاک نیت ولری او یو له بل څخه سوء استفاده ونکړی.
ډېر کوښښ وکړی چه کوم وخت د خپل نېږدې ملګری کورته کوم بد سړی درسره بونزې، ځکه دغه بد سړی د ستاسې د دې کارڅخه ناوړه ګټه پورته کولی شی.
د مثال په توګه ته د یوه بد ملګری سره د یوه ښه ملګری کورته ولاړشې او د ستاښه ملګری د ستاله دغو بد ملګری سره د ستاپه اعتبار د ستا په مخ کې کومه دنیوی معامله وکړی، نو ته خو هلته د دوی په مخ کې نشې ویلای چه دغه معامله مکوی.
بهتره داده چه له بدو ملګرو سره د بل چا کورته ولاړ نه شو او مسلمان باید ډېر ځیرک او هوښیار وی او دده له صداقت څخه باید بد خلق ناوړه ګټه پورته نکړی. هوښیار سړی باید له یوه ځایه څخه ۲ واره ونه چیچل شی.
۲۲- ښه ملګری باید په دغه اصل چه هرښه شی چه ځانته خوښوې، هغه خپل ملګری ته هم خوښوه، عمل وکړی. کله داسې هم واقع شوی چه ته یو ملګری چاته ددوستۍ کولو دپاره ولېږې او هغه بیا هغه نجلۍ د ځان لپاره وکړی. کله چه یوه ملګری ته پته ولګېده چه دغه معامله زما ملګری شروع کړی، هغه په هغه کې تر هغې وخته برخه وانخلی چه هغه پرې اېښې نوی.
۲۳- ښه ملګری په هروخت کې حقایق وایی، یعنې که درسره خوشحاله وی او یا خفه، هغه په مناسب وخت کې په مناسبه طریقه تاته حقایق بیانوی.
متأسفانه ځنې په اصطلاح ملګری چه درسره خوشحاله وی، نو د ستابه بې اندازې صفتونه کوی، اما که تا هغه ته کومه نېښداره خبر وکړه، یا په ساده الفاظو هغه د څوخ کړ، نو بیا هغه څه درته وایی چه سړی ورته حیران شی. دغه ډول ملګری سم ملګری ندی او له دوی څخه باید ځان وساتل شی.
۲۴- ښه ملګری هیڅکله خپل ملګری ته توهین نکوی او خپل ځان له دوی څخه لوړ نه ګڼی. ځنې خلکو ته که سمه لار هم ښیې، دوی فکر کوی چه دوی ته توهین کوې، چه دغه شانته فکر کول ډېر غلط کار دی.
۲۵- ښه ملګری په هیڅ وخت کې بې تفاوته نه پاته کېږی، یعنې هر وخت د ښه کار طرفداری او د بد کار مخالفت کوی. ځنې داسې خلک هم شته چه یو څوک د دوی په مخ کې بدې او ردې وایی او دوی هیڅ نه ورته وایی چه دغه خبرې بس کړه، ځکه چه دوی فکر کوی چه دغه سړی به له دوی څخه خفه شی او دوی ته دا پته نه لګېږی چه په دغه کار سره الله(ج) له دوی څخه خفه کېږی.
په بل عبارت دوی هر وخت کوښښ کوی چه ملګری خوښحاله وساتی او الله(ج) که خفه هم شی، نوخیر. له دغه ډول ملګرو څخه باید ځان وساتل شی او دوی چه خپل خالق ته وفادار ندی، نو دوی به څنګه خپل ملګری ته وفادار پاته شی.
۲۶- ښه ملګری هیڅکله خپل ملګری ته کنایه نه وایی او هغو ته هر وخت نېغه خبره کوی. ځنې خلک داسې عادت لری چه وایی یوه ته او مقصد یې بل څوک وی.
هر څوک چه دغه کار کوی، هغه ښه نکوی او له دغه ډوله خبرو او کارو څخه باید په جدی توګه ډه ډه وشی.
۲۷- ښه ملګری په هیڅ وخت کې له وړاندې چاته کوم بد پلان نه جوړوی. ځنې خلک د ځنو نورو له صداقت څخه بده او ناوړه ګټه اخلی او هغه د بل چا په مقابل کې د ټوکې په پلمه پکاروی، چه دا ډېر بد کار دی او هیڅکله ونشی.
۲۸- ښه ملګری هغه دی چه د هغه په خوښحالۍ او خفګان له ورایه پوه شې. د ځنو خلکو نه په خوښحالۍ او نه په خفګان پوهېدلی شی، چه دغه حالت ښه ندی.
دپام وړ ټکي:
الف – د یوه سړی تر ټولو وفادار ملګری د هغه دنیوی اعمال دی، چه هغه ترآخره له سړی سره ملګری کوی او تر آخره ور سره پاته کېږی. بې وفا ملګری خو سړی پدغه دنیاکې غمونو او مشکلاتو ته تنها اویوازې پرېږدی او حتی هغه ښه وفادار ملګری هم تر قبره ورسره ملګری کوی او بیا خپل نازولی ملګری سره خدای په امانی کوی.
همدغه خپل نږدې ملګری بیا هغه خپل ملګری یوازی په هغه تیاره او ناآشنا ځای (قبر) کې په خپل لاس اېږدی او په خپل لاس په هغه شیرین او نازولی ملګری زیاتې خاورې اچوی. یوازې اصلی ملګری چه د یوه سړی اعمال دی هغه ورسره پاته کېږی. که د چا دقبر ملګری ښه و، نو هغه کامیاب دی او که د چا د قبرملګری خراب و، نوهغه ناکام دی.
الله(ج) د مونږه او تاسې ټولوته په ژوند او مرګ ښه ملګری راپه برخه کړی (آمین).
ب – له خپلو ملګرو سره خپل ځان د الله(ج) په رسۍ کلک وتړه او خبردار اوسه چه له هیچا سره خپل ځان په بله رسۍ ونه تړې. بدون د الله(ج) له رسۍ څخه نورې ټولې رسۍ پرې کېدلای شی.
ځنې ملګری د قوم په رسۍ، د ژبې په رسۍ، د مسلک په رسۍ اوپه نورو دنیوی رسیو ځانونه تړی، چه هغه په درد نه خوری او هغه که نن وی او که سبا هغه پرې کېږی.
ځنې خلک چه شریک کاراوبارکوی، هغه په اولو شپو او ورځو کې ډېر په اتفاق او اتحاد معلومېږی، اما له یوه کم وخت څخه د دوی رسۍ سستېږی او هغه بیا پرې کېږی.
ج – د ملګری او نورو خلکو سره په نیکو کارونو کې حتمی او ضروری تر خپل وس او توان پورې مرسته وکړه او په بدو کارو کې د هغه مخه د امکان په صورت کې ونیسه، او کومک خو باالکل ورسره ونکړې. کوښښ وکړه چه خپل آخرت د ملګری د پاره خراب نکړی. دآخرت په برخه کې ډېره پاملرنه کوه. تاته باید خپل آخرت تر ټولو شیانو مهم وی. داسې بې عقل مه اوسېږه چه خپل آخرت خرابوې او د نورو دنیوی کارونه جوړوې. خراب ملګری، سړی د دوزخ خواته او ښه ملګری سړی د جنت خواته کښوی. نوره د ستاخوښه چه ته پخپله څه غواړې اوکوم خواته غواړې چه لاړ شې.
د– دملګرو او نورو خلکو سره د الله(ج) په خاطر نېکی کول هیڅکله پښېمانی نلری. که د ستاملګری او نورخلک د ستا ددې نېکۍ په قدر پوه شی او کنه، هغه مهمه نده، ځکه چه تادغه نېکی خاص د الله(ج) د رضاء په خاطر کړی او الله(ج) تاته اجرونه درکوی. لازمه ده چه دغه ټکی باید واضح شی چه هغه خلک چه له نورو سره نېکی کوی، دهغه باید ډېر قدر وشی او د هغه څخه دزړه له کومی مننه وشی.
په پای کې زه خپلو ټولو قدرمنو ملګرو او دوستانو ته د زړه له کومی دعاکوم چه الله(ج) د هغوی ته هر وخت دنېکو کارونو د سرته رسولو توفیق ورپه برخه کړی (آمین). وسلام. په ډېره عاجزی او درناوی.
الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه صلحه راولی چه الله(ج) ته قبوله او منظوره وی. آمین.
عبدالله وردک