د ژوند چاپيريال ساتنې کې د شنو خونو (Green House) اهميت

ليکنه: ميرحمداد شېرزى

شنې خونې (Green House)

شنې خونې (Green House)

شنه خونه (Green House) هغه ساختمان دى چې په نا مطلوبو شرايطو کې د نباتاتو د کرنې او توليد لپاره ډېر ښه مناسب شرايط برابروي شنه خونه د شيشې او يا د پلاسټيک په واسطه پوښل شوي وي او د لمر د رڼا څخه د نباتاتو د ودې لپاره مناسب حرارت تامينوي د شنو خونو د جوړولو څخه هدف د سبزيجاتو کرنه او دهغې د ښه حاصل لاسته راوړنه ده په ځانګړي ډول د ژمي په نا مساعدو شرايطو کې سبزيجات کرل کيږي او دهغوى د کرلو څخه بزګران ښه په زړه پورې حاصلات په لاس راوړي نو شنو خونو د ترويجولو اهميت هم همدغه دى چې د ژمي په موسم کې د يو شمېر سبزيجاتو کرنه په ازادو کرنيزو ساحو کې امکان نه لري او مختلف سبزيجات د بهرنيو هيوادونو څخه زمونږ هيواد ته را وارديږي چې د ددې ډول سبزيجاتو واردول د ډول ډول وحشي نباتاتو د

شنې خونې (Green House)

شنې خونې (Green House)

نقليدو او ناروغيو سبب ګرځي او هم ددې سبزيجاتو په بدل کې په زياته اندازه پيسې بهرنيو هيوادونو ته ځي له بلې خوا په

هيواد کې  زياتې داسې سيمې شته چې په ژمي کې د سړې هوا ، واورو او بارانونو له امله د دوى د ترانسپورټي وسايلو د تګ او راتګ مخه ډب کيږي او مواصلاتي لارې بنديږي او د سبزيجاتو انتقال ډېر لګښت غواړي او زيات وګړي د لازم عايد د نه لرلو له کبله هغه نشي اخيستلى او همدارنګه زمونږ هغه بزګران او بڼ والان وروڼه چې د هغوى کورنۍ اقتصاد او عايد په کرنه او مالدارۍ پورې تړلى دى په ژمي کې بېکاره کيږي او د اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي که هغوى د شنو خونو څخه ګټه واخلي نو نه يوازې به د بېکارى څخه مخنيوى شوى وي او تر څنګ به يوه اندازه عايدات هم ترلاسه کړي وي  او له  بل پلوه د شنو خونو نيالګي او سبزيجات لوړ کيفيت لري ځکه دا يو ساتل شوى کرنيز سيستم دى او د نباتاتو دودې قابليت  ګړندى او زياتوي نو له همدې امله شنې خونې په چاپيريال کې زياتې ګټې لري او په لاندې ډول يې يادونه کوو.شنې خونې (Green House)

١- کرنيزو تجربو ښودلي ده چې په ازادو ساحو کې د 1m3 اوبو په خړوبولو سره د (٣-٤)  کيلو ګرام رومي بنجان توليد کيدلى شي اما د شنو خونو په داخل کې د همدې مقدار اوبو په خړوبولو سره تر ٧٥ کيلو ګرام رومي بانجان توليد کيدلى شي.

٢- د ازادو ساحو د سبزيجاتو حاصل نسبت شنو خونو کې (٧) برابره زيات دي او هم په کم وخت کې د ازادو ساحو په نسبت حاصل لاسته راځي.

٣-  په شنو خونو کې د زراعتي محصولاتو غذايي ارزښت او کيفيت يې هم لوړوي.

٤- په شنو خونو کې زراعتي محصولات د امراضو او حشراتو د آفتونو څخه خوندي وي.

٥- په هغه موسم کې چې په ازادو ساحو کې د توليد امکان لږ وي د شنو خونو په واسطه خپل توليد زياتوي  سبزيجات د باد او باران، واورې او د سړې هوا څخه ژغورل کيږي.

٦- شنې خونې د بزګرانو او بڼ والانو لپاره د کار کولو لپاره ښه زمينه برابروي.

٧- د شنو خونو په واسطه د بزګرانو او تجارانو په عوايدو کې ډېروالى راځي.

٨- د کورني مصارفو د کمبود سبب ګرځي.

٩- د کوچنى ساحې څخه زياته ګټه تر لاسه کيږي او بزګرانو ته دوامداره کار پيدا کړي.

شنې خونې (Green House)

د ګلانو د روزنې شنه خونه

نو پدې هکله د چاپيريال ساتنې اداره هيله او  سپارښتنه کوي چې د هيواد او په ځانګړي ډول د خوست په ولايت کې په عام او خاص ډول د شنو خونو کار مروج شي تر څو د چاپيريال په ښکلا او سمسورتيا او د بزګرانو او بڼ والانو په اقتصاد کې به رغنده رول ولري او هغه سبزيجات چې د اوړي په موسم کې تر لاسه کيږي په ژمي کې به هم په دوامداره توګه کار ترې واخيستل شي چې پدې سره به  نوي تکنالوژۍ په براکت زمونږ مرکزي اقتصاد پياوړى شي.

پاى

د نصاب کتابونه
Back to top button
واسع ویب