د ځینو اهل علمو ځینې نواقص او اشتباهات
۱ – شهرت طلبی.
۲ – ځان په هرڅه باندی پوه ګڼل.
۳ – په ځینو شیانو باندی د نه پوهیدلو څخه انکار.
۴ – دنورو علماؤ دملاقات اولیدنی څخه نفرت.
۵ – بی تحقیقه خبره منل.
۶ – تند تبیلغ او سست عمل.
۷ – پر خپل عمل اوخبره باندی دلیل ویل کڅه هم خلاف د تحقیق وی.
۸ – پر نورو علماؤ باندی ژر ټاپې اومهرونه لګول.
۹ – دیوه عمل له وجهی دشخصیتونو جرح اوتقبیح کول.
۱۰ – پرځان باندی دداسی لقب او تخلص ایښوول چی تریوه مذهب اویایوه شرعی اصل پوری دده دتړاو ښکارندویې کوی لکه: موحد، توحیدی ، حنفی، مذهبی او داسی نور…
۱۱ – دځان لپاره په اوږده نامه اوتخلص باندی خوشاله کیدل او یاهم دنورو لپاره اوږد نوم او یاتخلص کارول.
۱۲ – خط ، قرائت اوعصری علومو ته نه پاملرنه.
۱۳ – د عوامو په اصطلاح اوژبه باندی خبری کول.
۱۴ – دینی خدمت په ځان کی منحصر کول او دنورو دینی خدماتو ته په سپکه کتل.
۱۵ – دنورو لیکنه او تصنیف ځانته منسوبول.
۱۶ – په حجرې اومدرسې کی طالب العلم ته دکار لپاره ځای ورکول.
۱۷ – شاګردانو ته ښکنځل اوسپکی خبری کول.
۱۸ – دقوم ، نژاد اوژبی پربنیاد دخلګو سره خاصه رابطه ساتل.
۱۹ – په ناخبرۍ کی دمنکراتو او یااتهام مجلس ته تلل بیا هلته دتوان سره سره چوپ پاته کیدل.
۲۰ – دخپلو لوڼو نکاح ځنډول اویا په ډیر ولور باندی ورکول.