د پښتو ورځ ولمانځل شوه

د غبرګولي آتمه د پښتو ورځ ونمانځل شوه.
1398/3/8
د ژبژغورنې ملي غورځنګ لخوا د پښتو ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
ياده غونډه د قرانکريم په څو مبارکو آيتونو پيل شوه، او ورپسې ملي سرود وغږول شو.

بيا د ژبژغورنې ملي غورځنګ بنسټګر ابوبکر ځلاند د پښتو ورځې په مناسبت هر اړخيزې خبرې وکړې ، او د مورنۍ ژبې په ارزښت وغږيد.

وروسته بيا شپږ کميټې جوړې شوې ، او هرې کميټې ته لارښوونه وشوه، چې پښتو ژبه څنګه د سوداګرۍ ، رسنۍ، اقتصاد، ښوونې،پوهنې، او د نړيوالو اړيکو ژبه شي.

د ټولو کميټو په استازولۍ ، يو ، يو نفر په يادو موضوعاتو خبرې وکړي ، او پښتو ژبې ته يې د حق غوښتنه وکړه.

په ورستېو کې د ګډون کوونکو، د ستړيا د لمنځه وړلو په پار د پښتو ژبې اړوند ښکلي شعرونه ، او ترنمونه واورول شو.

وروسته استاد نورحمان ليوال د پښتو ژبې په اړوند وغږيد، او د ابوبکر ځلاند په شمول يې د ټولو ژبژغورنې ملي غورځنګ له غړو مننه وکړه، ښاغلې ليوال زياته کړه ، چې پښتو ژبې سره بې عدالتي کېږي او حق ندى ورکړل شوى ، نوموړى وويل چې د دومره ښې غونډې جوړولو فکر يې هم نه وو کړى.

وروسته بيا د ژبژغورنې ملي غورځنګ ، مشر ابوبکر ځلاند صيب ته يو کتاب ، او لونګۍ ډالۍ شول.
په ياده غونډه کې د جمال ناصر اصولي، استاد اسمعيل يون، سربېره په سلونو ځوانانو ، خويندو ګډون کړى وو.

چې پکې مختليفو رسنيو ګډون کړى وو
.
ياده غونډه د دعا په کولو پاى ته ورسېده.

راپور:توراج الحق ، پښتونزى
FB IMG 1558954431875

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب