د پښتنو کلتور، خویونه او پښتونولي
د پښتنو کلتور:
د پښتنو زیاته برخه سني مذهبه دي او ټولنیز ژوند يي پر قومونو او پښتونولي ولاړ دی . پښتانه په عام ولس پوري ځان تړل نه غواړي او قومونو ته زيات اهميت ورکوي . هر پښتون د خپل قوم پر اړخ ولاړ دی او نور قومونه پردي بولي . له همدې کبله د نولسمي پيړۍ تر پایه دراني او غلجي يو له بله دښمنان وه . ددوی پخلاینه د شلمي پیړۍ په پیل کي منځ ته راغله .
د پښتنو خویونه :
پښتانه لکه څنګه چي په نړۍ کي ځانګړي قوم دي ، په همدي ترتیب یې خویونه او رواجونه هم ځانګړي دي . دپښتنو خویونو،عاداتو او رواجونو ته پښتونولي ویل کیږي .
پښتونولي :
پښتونولي د پښتنو د خویونو ،عاداتو او رواجونو نه یوه مجموعه ده چه پښتانه زيات اهميت ورکوي . پښتونولي نه يواځي په پښتنو کي بلکه په ټوله نړۍ کي د پښتنو د سپیڅلو رواجونه په نامه شهرت لري . په پښتونولي کي دا لاندي رواجونه شامل دي :
»» بدل ( دهر بد کار په بدل کی جرمانه ورکول )
»» ميلمستیا (ميلمه پالنه که څه هم ميلمه لوی دښمن وی )
»» کورنۍ ( د ژوند په هر پړاو کي د کورنۍ او ښځي ساتل)
»» ننواتی ( پښتون باید ددښمن ننواتي ومني اوهغه ته د ژوند په هر پړاو کي پنا ورکړي)
»» جرګه ( د پښتنو یوه ټولنه ده چي د یوې خاصي موخي لپاره راټولیږي )
»» غیرتمند ( هغه څوک دی چي زړه ور وي ،ښه خویونه ولري ، سخاوت او مېړانه ولري )
»» ننګ ( هغه افتخار ، غیرت او مېړاني ته ویل کیږي چي د کورنۍ سر په لوړ وي )
»» شرم ( څوک چي حیا ولري ،سپکو سپورو نه ځان ژغوري او ښه اخلاق ثابت کړي )
»» ناموس (هغه څه دي چي خپله میرمن له هرو ناخوالو نه وساتي او د هغې هیڅ سر ښندني نه دریغ ونه کړي ) په ساتنه کي