د پند خبرې
– راز د يو تن سره کوه او مشوره له زرو سره.
– هر نعمت چې تا الله تعالی ته ورنږدې نه کړي، هغه عذاب دی.
– هغه چوپتيا چې سلامتي درته راولي، ډيره غوره ده له هغوخبرو چې پښيماني درته راوړي.
– تعجب دی هغه خلکو ته مخ د ورځې پنځه ځل وينځي او زړه په مياشت کې يو ځل هم نه وينځي.
– دا عيب نه دی چې ناکام شې، عيب دا دی چې د بري هيله له لاسه ورکړې.
– که غواړې چې سړی وازمايې په مال يې واکمن کړه.