د پردي ښځې په خيال له خپلي ښځې سره جماع؟
پوښتنه:
بله پوښتنه هم راڅخه ډير پخوا يو نفر كړي وه خو د هغې لپاره نه له ماسره ځواب وو او نه مې د حيا له وجې له بل چا څخه كولاى شوه، ددغه پوښتنې په اړه كه تاسې ځواب ليكئ نو هيله ده چې زما نوم پكې ذكر نه شي پوښتنه په دي ډول ده:
كه چيرې يو سړى د خپلې ښځې سره جماع كوي او په فكر كې يې نورې نامحرمې ښځې وګرځي او دا ترينه خوند واخلي حكم يې څه دى؟ كه چيرې د دغه كس ذهن ته نا څاپه په غير اختياري ډول دغه صحنه راشي حكم يې څه دى؟ كه چيرې دغه كس دخپلې ښځې سره د كوروالي په مهال په خپل فكر د كوروالي خيالي نقشه جوړوي او ډير افراط پكې كوي او بيا ترې خوند اخلي ددې حكم څه دى؟ هيله ده چې د پورته يادو شويو پوښتنو ځوابونه د سايټ د لارې څپاره كړئ تر څو ټول پرې و پوهيږي .
ځواب:
وروره ! سړى بايد كوښښ وكړي چې داسې ناوړه فكرونو ته په خپل ذهن كې ځاى ورنكړي ؛ ځكه پدې سره يو خو هغه سكون چې سړى يې خپلې ميرمنې سره احساسوي وركيږي او بل شيطان د مسلمان لوى دښمن غواړو په نا اګاهه توګه سړى په تدريج سره د خپلې ميرمنې له محبت نه محروم او زړه يې بل ځاى پورې وتړي او كيداى شي چې تردې وړاندې نورې ستونځې هم ور پيښې كړي او د ازدواج فلسفه هم داده چې انسان د عفت لور ته راكاږي او نيم ايمان هم پرې پوره كيږي . نو دا چې سړى داسې سوچونه كوي او پدې سوچونو كې د افراط حد ته رسيږي اود ګناه لورته يې هم هڅوي نو سمدستې دې خپل وضعيت بدل كړي او د اعوذ بالله من الشيطان الرجيم په ويلو دې لدې لانجې ځان راوباسې ، او كه څوك د خپلې ميرمنې سره د كوروالي په مهال مسنونه دعا(اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان مارزقتنا) ولولي ان شاء الله دى به له دې ناوړو سوچونو نه خلاص شي. او همدا راز سهار او بيګا دې ماثورات او اذكار وايي چې دا ښه وقايه ده.
مولوي محمد امان رسولي
والله اعلم