د ټولنیز کار ارزښت او غوښتنې!
الله متعال په خپل کتاب قرآنکریم کې فرمايي: ؛ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاريات: 56).؛ ژباړه: یعنې داچې الله پاک انسانان او پیریان دخپل عبادت لپاره پیدا کړي دي. د الله جل جلاالله دپورتني حکم نه په صراحت سره مونږ ته څرګنده شوه چې د انسان د پیدایښت اساسي هدف د الله تعالی عبادت دی، خو د انسان په دې مسؤولیت نه پورته کېږي چې هغه دې پخپله په یوازې فردي عبادت بسنه وکړي. بلکې هدف د دې نه لوړ دی دا ځکه چې د عبادت مفهوم د دې نه ډېر پراخه دی چې انسان یوازې په فردي عبادت بسنه وکړي.
د عبادت مفهوم یو هر اړخیز مفهوم لري چې د انساني او بشري ژوند په هر اړخ کې باید هغه پلی شي تر دې چې ټوله ټولنه او تر دې اخوا د ځمکې پرمخ نظامونه باید دالله د احکامو سره سم و چلول شي او په هره برخه کې د الله عبادت وکړاي شي او د الله حکم پر ځای شي او يا په بل عبارت د ځمکې په مخ بايد د الله نازل شوي قوانين په هر اړخيز ډول تطبيق شي، ځکه چې د اسلام رسالت يو نړيوال رسالت دی.
قرآن فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ(الأنبياء:) – رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي چې ته مو د ټول عالم د هدايت لپاره استولی يې او بيا وایي چې : وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ – يعنې د ټولو خلکو لپاره استولی شوی يې، او د اسلامی فتوحاتو په ضمن کې رِبْعِي بن عامر د رستم په سوال کې وایي، چې مونږ داسې يو قوم يو چې الله پاک په دې مکلف کړي يو چې مونږ خلک د يو رب د عبادت لپاره د نورو خلکو د عبادتونو نه خلاص کړو او د انسانانو د ځان نه جوړ شوو اديانو د ظلمونو نه یې آزادۍ ته راوبلو نو ښکاره خبره ده چې دومره ستر مسئوولیت او دومره ستر رسالت لپاره کار کول د يو فرد کار نه دی او نه یې په ځانته ځان ترسره کولی شي.
بلکې د واقعيتونو په رڼا کې پرته له دې چې يو تعداد زيات خلک په خپلو کې د همکارۍ لاسونه سره ورنکړي او د يو منظم اجتماعي کار او بشپړه هلو ځلو له لارې نه دا کار ترسره نه کړي بله چاره نشته.
بل طرف ته ګورو چې د حق او باطل په کشمکش کې باطل په هر نوم او عنوان چې وي د حق مقابل کې سره يو دی او په منظم ډول کار کوي او همدارنګه نن سبا ليدل کېږي چې د ټولې نړۍ افراد ولسونه او هېوادونه په يو او بل شکل او عنوان منظم سياسي، اقتصادي، اجتماعي او عسکري ټولنې تشکيلات او پکتونه سره جوړوي.
نو په دې ډول ویلای شو، چې داسلام لپاره په اجتماعي ډول کار کول او يا په بله اصطلاح دعوتي اصلاحي کار په اجتماعي او منظم ډول ترسره کول يو بشري ضرورت او ديني فریضه ده.
الله پاک فرمایي: وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً– د مشرکانو او بې دينه خلکو د جنګ او مقابلې لپاره سره يو ځای شئ لکه هغوی چې ستاسې مقابله کوي او حضرت ابوبکر رضي الله عنه حضرت خالد ته وایي چې: دښمن سره همداسې مقابله او جنګ وکړه په کومو وسايلو چې هغه تاسې سره مقابله کوي د تورې مقابل کې يې په توره او د نېزې په مقابل کې يې په نېزې سره او همداسې نور.
او اصولي قاعده او قانون دی چې د يوې فريضې د تکميل لپاره چې کومه وسيله ضروري وي د هغې وسيلې لاس ته راوړنه هم فرض د ه.
او دا ځکه چې انسان په يوازې ځان ضعيف او کمزوری دی خو د خپلو وروڼو سره د همکارۍ په نتيجه کې بيا قوي دی، همدرانګه قرآن کریم الله تعالی فرمایي: وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران:104). بل ځاکې وایي كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ، يعنې تاسې نه بايد يو ډله داسې وي، چې د خير او نېکۍ طرف ته د بلنې کار وکړي او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وظيفه اجراء کړي او دویم آیت کې وایي چې تاسې د بشریت لپاره بهترینه ډله غوره شوي ياستۍ خو په دې شرط چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر دنده اجراء کړئ الله متعال قرآن کې د امت لفظ استعمال کړی چې امت د متفرقو افرادو نوم نه دی او نه هم داسې يوه ډله ده چې هغه دې شخصي هدف و لري، امام رشيد رضا په تفسير المنار کې وايي، چې امت د مطلقې ډلې نه خاص او ځانګړی دی. داسې یوه ډله ده چې د دوی ترمنځ خپلو کې مضبوطه رابطه وي او خپلو کې سره مربوط وي او متحد وي او داسې وحدت او يو والی يې جوړ کړی وي لکه د يو جسم غړي او ځيني نورو بيا د امت تعريف داسې کړی چې افراد يې خپلو کې مشترکه عقېده، مشترک فرهنګ، مشترک تاریخ او بالآخره مشترک تمدن ولري او هغوی که دځمکې د جغرافيوي موقعيت په لحاظ په هر ځای کې وي.
او ددې بر خلاف که د يوې سیمې اوسېدونکو خلکو باندې دا تعريف صادق رانشي هغوی که هر څومره سره مربوط هم وي خو د قرآن د فهم مطابق په هغوی باندې دامت اطلاق نشي کېدی.
ډېرو احاديثو کې د دې مفهوم تشریح بيا داسې راغلې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ځای کې فرمایي: یَدُ اللهِ مَعَ الجَماعَة، د الله د رحمت لاس له جماعت سره دی.
بل حديث کې راغلي دي چې الْوَاحِدُ شَيْطَانٌ وَالِاثْنَانِ شَيْطَانَانِ وَالثَّلَاثَةُ رَكْب.
يو شیطان دی، دوه دوه شیطانان دي او درې افراد بيا جماعت تشکيلوي.
بل روايت کې فرمايي چې: مَنْ أَحَبَّ مِنْكُمْ أَنْ يَنَالَ بَحْبُوحَةَ الْجَنَّةِ فَلْيَلْزَمِ الْجَمَاعَةَ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ الْوَاحِدِ وَهُوَ مِنَ الاثْنَيْنِ أَبْعَدُ، که څوک غواړي چې د جنتت منځ ته ځان ورسوي نو بايد جماعت سره ژوند وکړي، ځکه چې یوازې انسان سره شیطان وي او شیطان بیا د دوه کسانو نه لېرې ګرځي.
بل حديث کې فرمايي: فَعَلَيْكَ بِالْجَمَاعَةِ فَإِنَّمَا يَأْكُلُ الذِّئْبُ الْقَاصِيَةَ “، د جماعت سره اوسه چې لېوه تل د رمې نه ځان ته شوې مېږه خوري.
بل حديث کې دي چې: لَوْ يَعْلَمُ النَّاسُ مَا فِي الْوَحْدَةِ مَا أَعْلَمُ ، مَا سَارَ رَاكِبٌ بِلَيْلٍ وَحْدَهُ ) رواه البخاري
که خلک د ځان والي په خطر پوه شي نو هېڅکله به څوک بيا د شپې ځان ته سفر ونکړي
او همدارنګه د رسول الله د ځان ته سفر او ځانته ويده کېدو نه هم خلک منع کړي دي.
او حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي چې:
وفي الأثر عن عمر – رضي الله عنه : « إنه لا إسلام إلا بجماعة، ولا جماعة إلا بإمارة، ولا إمارة إلا بطاعة، فمن سوده قومه على الفقه والدين، كان حياةً له ولهم، ومن سوده قومه على غير ذلك، كان هلاكاً له ولهم ».د جماعت نه پرته اسلام نشته او جماعت بايد امير او د امير بايد سمع او طاعت وشي.
ابن تيمية رحمه الله په الرعاوي کې د دې هر څه خلاصه داسې بیانوي:
فان الله و رسله امر بالجماعة و الائتلاف و نهیا عن التفرقة و الاختلاف – يعنې الله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم په جماعتي ژوند امر کړی او خلک يې د اختلاف او تفرقې نه منع کړي دي نو د دې هر څه خلاصه دا شوه، چې د اسلام د نشر لپاره کار په اجتماعي ډول په کار دی او بيا اجتماعي کار هم با يد د يو منظم اجتماعيت سره وشي او تنظیم دې ته وایي، چې په هغې کې د يوې خوا نه مسئووليت شناس قيادت او د بلې خوا نه په سمع او طاعت ولاړه د افرادو قاعده او اساس ورسره وي او هغه بيا د ځان سره اساسنامه او لوائح ولري، چې د مشرتابه او لاندې افرادو ترمنځ رابطه منظمه کړي او يا په بل عبارت د افرادو او مشرتابه ترمنځ بشپړ تنسيق موجود وي او کارونه ټول بايد د يو پلان له مخې پر مخ ولاړ شي او اساسي هدف ته د رسېدلو لپاره کاري وسايل هم واضح او معلوم وي خو دا هر څه د څه لپاره؟
او يا په بل عبارت د اسلامی حرکت رسالت او د يا د دغسې يو تنظیمي اجتماعي کار رسالت څه وی؟
نو دغسې یوه ډله چې د اصلاح او دعوت کار په مخ وړي، د اصلاح او د دعوت کارکونکی په حقيقت کې د انبیاو د وارث په حيث د الله د رضا د حصول لپاره د الله په ځمکه با ندې د الهي نظام د تطبيق هلې ځلې کوي.
نو دا چې د اسلام لپاره کار يو رسالت دی او دا رسالت په منظم اجتماعي ډول ترسره شي او اهداف يې واضح وي، هدف ته د رسېدلو لپاره واضح وسايل او پلان ولري دغسې يو کار د دې نه پرته څه نورې ضروري غوښتنې هم د ځان سره لري، چې يو څه يې د مثال په ډول وړاندې کوو:
1. سمع او طاعت:
د دغسې ضرورت په اساس چې مخکې مو يادونه ترېنه وکړه څوک چې د يو اجتماعي کار سره قانع شو، نو بيا ضروري ده چې په دغسې اجتماعي کار کې به د بشپړ سمع او طاعت سره روان وي او د دې معنی بيا دا نه ده چې داسې يو اجتماعي کار کې روان فرد د قيادت د اوامرو مخالفت د يو عام سياسي کار مخالفت دی که يې ورباندې عمل وکړ ښه او که يې عمل ورباندې ونه کړ هېڅ وبال نه لري بلکې، د دې معنی دا ده چې دلته خو د شرعي نصوصو په اساس د قناعت په رڼا کې فرد په ځان لازم کړی چې اجتماعي کار سره روان شي په دې حال کې د دې اصولو مخالفت سره داسې ده چې د خپلې عقېدې په اساس چې کوم کار فرد د الله د رضا د حصول وسيله ګڼي هغه په خپل لاس خرابوي او په دې سره د الله او د هغه د رسول مخالفت کوي، په دې باب کې ډېر شرعي نصوص موجو دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ، وَمَنْ يَعْصِنِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ ، وَمَنْ يُطِعِ الأَمِيرَ فَقَدْ أَطَاعَنِي , وَمَنْ يَعْصِ الأَمِيرَ فَقَدْ عَصَانِي
چا چې د خپل مسئوول او امير اطاعت په ديني اجتماعي کار کې وکړ داسې ده لکه زما اطاعت يې چې کړی او چا چې زما اطاعت وکړ د الله اطاعت يې وکړ او همدرانګه عکس که چا ديني اجتماعي کار کې د امير خبره ونه منله لکه زما خبره يې چې نه يې منلي او چا چې زما خبره مسترد کړه لکه د الله خبره یې چې مسترد کړي وي.
بل حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَإِنْ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ كَأَنَّ رَأْسَهُ زَبِيبَةٌ. رواه البخاري
ديني اجتماعي کار کې څوک چې هم په تاسې مسئوول او امير شو د هغه پوره سمع او اطاعت وکړئ. او دې باب کې ډېر زیات احاديث راغلي دي:
د حضرت عمر رضی الله عنه قول هم مخکې تېر شو، اسلام کې د اجتماعيت سره لازم او ملزوم کړی، او بيا د اجتماعيت لپاره د امارت او مسئوولیت ضرورت او امارت او مسئوولیت سره سمع او اطاعت حتمي دی.
د اسلامی کار لپاره که څوک هلې ځلې کوي که ډېر زيات هم شي هغه دباطل مقابله کې په حقيقت کې د ګوتو په شمېر دي او هغه هم د مقابل طرف د وسايلو په پرتله هېڅ وسایل هم په لاس کې نه لري. او مقابل کې د جاهلیت په زرګونو چنده زیات قوت لرونکي او دلکونو او ميلونونو چنده زیاتو وسایلو بار دی، نو په دې سره زمونږ او دښمن ترمنځ هېڅ تناسب نشته دی او په دې سره فکر په کار دی، چې د لوړو اخلاقي ارزښتونو او ښه تنظیم د ځواک نه بل کوم قوت دی چې مونږ د هغوی په وړاندې د بري اميد او هيله وکړو.
زمونږ نظم او دسپلین بايد دومره قوي وي چې د خپل مسئوول يوه اشاره په هر ځای کې او په هر حال کې هر کله او د هر کار لپار چې وی د هغه پوره او بشپړ اطاعت وشي او په ديني اجتماعي کار کې د خپل مسئوول اطاعت په حقيقت کې د الله او د هغه د رسول اطاعت و ګڼو او په دې باندې اجر واخلو.
نو څومره چې د چا د الله او د هغه د دين سره اړيکې قوي وي په هماغه اندازه به په سمع او طاعت کې هم زیاتوالی راځي او څومره چې د الله او د هغه د دين سره اړيکې ضعیفیې وي په هماغه اندازه به یې په سمع او طاعت کې کمی وي.
2. ورور ولي او محبت:
د اجتماعي او منظم کار د نظم او استحکام د ښه مؤثريت لپاره دا ډېره ضروري ده چې د تنظیم د غړو ترمنځ په خپلو کې مضبوط او قوي اخوت، همدردي او محبت موجود وي.
د يو بل په برخه کې حسن ظن ولري او د بې اعتمادۍ پر ځای اعتماد وي.
په خپلو منځونو کې سره په ګډه د کار کولو صلاحيت وي.
يو بل ته د حق او حقيقت د نصيحت کولو عادت وي.
قرآنکریم کې الله تعالی فرمايي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ- مؤمنان سره وروڼه دي، احاديثو کې راځي لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ نَفْسِهِ ، تر هغې پورې تاسې څوک مؤمن کېدی نه شي چې بل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ نکړي چې ځان ته يې خوښ نه ګڼې.
بل حديث کې راځي: أَيْنَ الْمُتَحَابُّونَ بِجَلالِي ؟ الْيَوْمُ أُظِلُّهُمْ فِي ظِلِّي يَوْمَ لا ظِلَّ إِلا ظِلِّي
کله چې ستاسې مولا او رب اواز وکړي چې زما لويۍ په خاطر خپلو کې مبحت کوونکي نن چېري دي چې د خپل د رحمت سيورې لاندې يې کړم چې په دې ورځ زما د سيوري نه پرته بل سيوری نشته.
3. يو تربله د همکارۍ احساس:
د اجتماعي منظم کار بل ادب او غوښتنه دا ده چې د افرادو ترمنځ خپلو کې د زړه له کومې د همکارۍ احساس موجود وي الله متعال فرمايي: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ د نېکۍ او تقوا په کار کې سره همکاري وکړئ او د بدۍ او ګناه په کارونو کې سره همکاري مه کوئ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ؛ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى.
يعنې د مؤمنانو مثال يو د بل سره په محبت کې يو بل باندې په ترحم کې او يو بل باندې لورينه کې د انسان ديو جسم په شان دی، کله چې د جسم او بدن يوه عضوه او يو غړی شکايت باندې شي په تکلیف شي نو ټول جسم ورسره ستړی او تبجن او دردمن وي.
بل حديث کې رسول الله علیه وسلم فرمایلي دي: أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى الله أَنْفَعُهُمْ لِلّنَاسِ – يعنې الله متعال ته هغه خلک ډېر محبوب دي څوک چې نورو خکو ته ډېره فايده رسوي.
بل حديث کې راځي چې د الله متعال په وړاندې ډېر ښه او محبوب عمل دا دی چې يو مسلمان د بل مسلمان لپاره د خوښۍ وسيله شي او يا ترېنه کوم مصیبت لري کړي او یا ترېنه پور رفع کړي او يا ترېنه لوږه پورته کړي يعنې موړ يې کړي.
بايد په ياد ولرو چې که په فردي ډول باندې څوک په هره اندازه اوچت صفات ولري خو که په خپلو کې سره منظم او مربوط نه وي او په خپلو کې سره مرسته او همکاري ونه لري نو فرد په فردي ډول د ټولو صفاتو سره هم د باطل د مخکښانو يو ويښته هم نشي کنډو کولی.
4. صبر
څو چې د الله په لاره کې دعوتي او اصلاحي کار چې هغه هم په فردي ډول نه په اجتماعي ډول وي او بیا د دې سره په یوه کوچنۍ دايره او محیط کې نوي بلکې په ستره دايره او محیط پورې مربوط کار کوي، او همدارنګه يو مقطعي محدود هدف لپاره نه بلکې ډېر ستر هدف او رسالت لپاره چا پيروي کار کوي.
نو د داسې خلکو لپاره د نورو اوصافو ترڅنګ يو هم د صبر صفت ډېر ضروري دی او د آخرت ستر هدف لاس ته راوړولو لپاره خو لا پرېږده څوک چې د يو دنيوي هدف لاس ته راوړلو لپاره کار کوي هغه هم په بې صبرۍ لاس ته نشي راوړلی او صبر بيا څو اړخونه يا څو بعدونه لري.
1. يو دا چې عجلې او تلوار نه ځان وساتل شي.
2. دا چې دومره لوی هدف لپاره چې هلې ځلې څوک کوي نو کېدی شي چې د ډېرو ستونزو، مخالفتونو او مزاحمتونو سره مخامخ شي د دې هر څه مقابل کې باید استقامت وښودل شي.
3. د صبر يو بل قسم دا دی چې انسان د جذباتو او احساساتو د اشتعال لمسولو او را پارېدو له سخت نه سخت وخت کې هم بايد خپل ذهني توازن له لاسه ورنکړي او تل بايد د سکون آرامتيا او د عقل د حاکميت په وخت کې په سړه سينه فيصله وکړي.
4. انفاق في سبيل الله: د الله په لاره کې کار کونکو لپاره مالي مصرف يا انفاق في سبيل الله د قالاسلام يو مهم او اساسي اصل دی، په قرآن او احاديثو کې د انفاق في سبيل الله د اهميت او ضرورت په اړه ډېر نصوص موجود دي، انفاق که په دوه برخو ووېشو يو فرضي او بل نفلی، فرضي لکه: زکات، صدقه فطر د حج د سفر مصارف او د نفلی ددی نه علاوه دی.یوحدیث کی دی: عن فاطمة بنت قيس قالت سألت أوسئل النبي صلى الله عليه وسلم عن الزكاة فقال إن في المال لحقا سوى الزكاة ثم تلا هذه الآية التي في البقرة ليس البر أن تولوا وجوهكم قبل المشرق و المغرب و لکن البر من امن بالله و الیوم الاخر و الکتاب و النبین و اتی المال علی حبه ذوی القربی و الیتامی و المساکین الآية.درسول الله صل الله علیه وسلم نه دزکات په باب کی پوښتنه وشوه چی په مال کی دزکات نه پرته څه حق شته؟ نو دسورت بقری پورتنی ایت تلاوت کړ….چی نیکی داده چی په الله داخرت په ورځ کتابونواوانبیاوو دایمان سره دالله په لاره کی خپلوانویتیمانواومسکینانوته صدقات هم ورکړل شی.نو يو مسلمان خو په طبيعي ډول فرضي صدقات کوي خو د دې نه علاوه نفلي انفاق هم بايد وکړي او د دې اندازه نه ده معلومه بلکې د هر چا د توان سره سم هر مؤمن بايد يو څه وکړي.
5. يو فقير انسان که د خپل خوراک او څښاک نه يو څه کم کړي او د الله په لاره کې يې مصرف کړي د هغه اجر د هغه غني نه زیات دی چې هغه د خپل خوراک او څښاک نه زيات څه لري.
6. انفاق في سبيل الله پرته له دې چې ډېرو آفاتو او بلياتو د دفع سبب ګرځي، لکه احاديثو کې چې راغلي دي، د دې ترڅنګ د نفس د تزکي لپاره هم یوه ډیره موثره وسيله ده.
7. اسلامي دعوتي اصلاحي کار په طبيعي ډول د خپل پرمختګ لپاره مادي وسایلو ته هم ضرورت لري.
8. همدا وجه ده چې رسول الله صل الله علیه و سلم د ضرورت په وخت کې د يو کمپاين په شکل خپلو اصحابو باندې غږ کاوه چې مادي وسایلو ته ضرورت دی او د الله په لاره کې د توان په اندازه د الله په لاره کې انفاق وکړي، لکه د نبوي مسجد د جوړښت لپاره يې چې غږ کړی همدارنګه د غزواتو د تمويل لپاره د فقيرانو او يتيمانو لاس رسی او داسې نورو لپاره چې په هغې کې د مثال په ډول حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه يو ځل خپل ټول مال حضرت عمررضی الله عنه خپل نيم مال او حضرت عثمان رضی الله عنه د تبوک مکمله غزوه تمويل کړه.
9. او حضرت ابو الدحداح رضی الله عنه خپل يو مکمل باغ د الله په لا ره کې وقف کړ چې کیسه يې اوږده ده.
5. شورائيت:
قرآن کې الله متعال فرمايي: وَ أَمْرُهُمْ شُوري بَيْنَهُمْ – يعنې د مسلمانانو کارونه د شورائيت په وسيله بايد مخکې ولاړ شي او بل ځای کې د احد د غزوې د بيان په سياق کې چې: فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ﴿١٥٩ آل عمران﴾; – يعنې هغوی ته د الله نه عفوه او بخشش هم وغواړه او د امورو د پرمختګ لپاره وسره مشوره هم کوه.
د اسلامي نظام د قیام او د اسلام د غلبې لپاره د منظم کار د پرمخ بېولو لپاره کار د يو فرد په نظر او رأی روان نه وي او ټول هغه کارونه چې هغه کې شرعي نصوص موجود نه وي او اجتهادي او مصلحتي وي،هغه کارونه ټول بايد په شورائيت روان وي او د دې مثالونه حتی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د وجود په زمانه کې چې د وحې سلسله روانه وه هم موجود دي لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه او هغه ټول امت ته د تعلیم په خاطر نمونه پاتې شوې ده لکه د بدر غزوه کې د ځای دتعین اود احد غزوه کې د ځوانانو د رأيې رعايت کول چې بيا په کې آیت نازل شو، ځکه چې د ځوانانو په رأی باندې پېغمبر عمل وکړ هغه کې تاوان راغی نو الله متعال لخوا آیت راغلی چې فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ﴿١٥٩ آل عمران﴾;- عفوه ورته وکړه د الله نه ورته بښنه وغواړه او مشوره ورسره وکړه.
نو شورائيت په حقيقت کې د اجتماعي منظم کار د اصولو نه يو مهم اصل دی.
6. محاسبه او تنقيد:
د کار د اصلاح لپاره محاسبه او تنقيد د اجتماعي کار یو بل مهم اصل دی او د دې لپاره چې دا مهم کار په خير او اصلاح باندې پاتې شي نو بيا دا کار د محاسبې او تنقيد نه پرته نشي پاتې کېدی.
ټول بشري کارونه او په خصوصي ډول اجتماعي کار که په پټو سترګو پيل شي هغه که هرڅومره په اخلاص سره وي او څومره هم ستر هدف لپاره وي بيا هم کارونه ترېنه خرابېدای شي ځکه بشري کار کې خامۍ او کمزورۍ يو فطري او طبيعي پديده ده.
که چاته کمزوري په خپل وخت په ګوته نشي او يا هم دا کار عيب وګڼل شي هلته بيا د غفلت او سکوت له لامله د سکون او اطمينان په فضاء کې خرابي ځاله کوی او هګۍ او بچي په کې اچوي.
د اجتماعي کار د پرمختيا د صحت او تندرستۍ لپاره د تنقيد او محاسبې روح د نشتوالي نه زيات بل شی زيانمن نشي کېدای، د اجتماعي کار سره ددی نه زيات دښمنانه کار او د دې نه زياته دښمنانه رويه نه شي کېدای، چې څوک پکې د محاسبې او تنقيد روحيه ووژني او يا يې فشار لاندې ونيسي چې پرمخ لاړه نه شي ځکه د تنقيد روحيه هماغه شی دی چې خرابي او نيمګړتياوې په خپل وخت او زمان او مکان کې په ګوتو کوي، تر څو د اصلاح او سمون لپاره يې هلې وځلې وشي، البته د محاسبې او تنقيد خپل شرایط دي، چې هغه بايد په نظر کې ونيول شي ځکه که د خپلو آدابو او شرایطو سره سم ونشی دا کار د اصلاح پر ځای فساد رامنځ ته کولی شي.
د تنقيد او محاسبې آداب او شرایط:
-تنقيد بايد هر ځای او هر مجلس کې نه وي.
-تنقيد کوونکي بايد الله متعال حاضر او ناظر وګڼي او لومړی بايد د خپل ځان په اړه فکر وکړي چې هدف يې يقينا خيرخواهي او نصيحت دی او که کومه نفساني جذبه یی تر شا محرکه ده؟
-د تنقيد کوونکي لهجه او ژبه دواړه بايد داسې وي چې هر اورېدونکی په دې پوه شي چې تنقید کوونکی یوازې او يوازې د اصلاح هدف لري.
-د تنقيد لپاره په دې بايد متيقین وي چې حادثه واقعي پېښه شوې وه.
-په چا چې تنقيد کېږي په غور سره يې بايد واوري او په پوره زغم سره يې تحمل کړي او انصاف سره ورباندې غور وکړي.
کومه خبره چې حق وي په ورین تندي يې ومني اوکومه خبره چې غلطه وي په دلايلو يې رد کړي.
-د تنقيد او ځواب تنقيد لړۍ بايد پسې اوږده نشي او د وضاحت په اندازه باندې بسنه وشي.
په کومه ورځ چې اجتماعي کار کې د تنقيد د اصلاح لپاره دروازه بنده شوه، په هماغه ورځ به د بل طرف نه د فساد دروازه خلاصېږي.
7. تربيه:
تربيه د اسلامی اجتماعي کار د اساسي غوښتنو نه ده، اسلامي امت چې په اصل کې د رسالت امت دی او دا رسالت تر هغې پورې په درسته سرته نه شي رسولی چې امت په پوره قوت وحدت او عافيت سره ژوند ونه کړي.
که موږ وغواړو چې امت دې دغسې مرحلې ته ورسوو نو ضروري ده چې امت کې د داخل نه تغيير اېجاد کړو الله متعال فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾. [ سورة الرعد : 11 ].– الله پاک تر هغې پورې د يو قوم حالت نه تغيروي تر څو چې هغوی په خپله په ځان کې د بدلون فکر ونه کړي او دا تغيير او بدلون هم يو مقطعي او وقتي يا جزئي بدلون نه وي بلکې دا بدلون بايد يو اساسي او دائمي تغیير وي.
يو وعظ او نصيحت هم کله ناکله انسان با ندې دغسې يو مثبت تأثير کوي خو که استمرار په کې نه وي نو د وخت په تېرېدو سره هغه اثر زائل کېږي، دا داسې دی لکه يو فن کې چې انسان مهارت د تمرين او ممارست نه پرته په لاس نه شي راوړلی او بلکې مسلسل او تکراري تمرين ته ضرورت لري لکه د تجويد علم چې په نظري ډول دا ممکن نه ده چې زده کړی شي.
همدارنګه مثلا موټرواني په نظري ډول څوک نه شي زده کولی تر څو چې عملي تمرين او ممارست ونکړي، له همدې ځایه د امام شهيد حسن البناء رحمه الله علیه د وينا په اساس چې یوازې خطبې ويناوې، مراسلات، درسونه او محاضرات تربيې لپاره کافي نه دي بلکې د نظري کار سره څه عملي تمرینونه هم په کار دي چې د دې کار لپاره واخيستل شي، همدارنګه د مريض د شفاء لپاره يوازې د مرض تشخيص او هغې لپاره د دوايي پېشنهاد کافي نه دی، د مرض تشخيص د دوايي پيشنهاد، د هغې اخيستل او د ډاکټر د هدايت مطابق د هغې تطبيق ضروري دی نو تربيه يو اساسي اصل دی پرته له تربيوي مسلسل عمل نه دعوتګران خپل هدف ته نشي رسېدلی، او د تربيې لپاره ځانګړي وسايل چې بايد دې لاره کې هغه په نظر کې ونيول شي هغه تربیه چې مونږ يې غواړو هغه بايد داسې تربيه وي چې هغه د انسان په طبيعت او فطرت کې همېشنی او دايمي اثر پریږدی.
او يا په بل عبارت تربیه زمونږ په نزد د ايمان مسلسل تجديد او د نفس دتزکيې تذکير دی، چې دوه ډوله وسایل لري:نظري او عملي.
نظري: لکه ځانګړی فکري منهج دتطبيق له لاری فکری تثقیف د کتاب مطالعه.
عملي لکه: حلقه، قيام اليل، سيمينار، مخيم اوداسې نور او همدرانګه د اجتماعي کار منظم ژوند ممارست کول او بيا دغه تربیه د فرد نه پيل کېږي، کورنۍ او ټولنې کې د تربيې د لارې اصلاح او بدلون راوستل او بيا په مرور سره په سياسي نظام کې هم بدلون راوړل شي چې نظام د فساقو او فجارو د لاس نه واخيستل شي او نېکو او صالحو خلکو لا سونو ته ورکړل شي.
دوکتورصفت الله قانت