د ټولنو ترمنځ متقابل عمل
د ټولنو ترمنځ متقابل عمل
ژوندي موجودات چې په یو ډول چاپیریال کې ژوند کوي، د دوی ترمنځ (هم په خپلو کې او هم د نورو نوعو سره) متقابل عمل وجود لري. په یو چاپیریال کې د مختلفو نوعو موجودیت د خوراک، استوګنې او ژوند د نورو اړتیاو له مخې د اهمیت وړ دی، خو برعکس د مختلفو ژوندیو موجوداتو نوعې ښه ګاونډیان نه وي او موجودیت يي د نورو نوعو د ژوند لپاره ستونزمن وي. په عمومي ډول د دوو مختلفو نوعو اړیکي په دوو عمده برخو ویشل شوي دي.
الف: د یو ځای اوسیدنې ژوند (Symbiosis)
ب: دښمني (خصومت) (Antagonism)
الف: یوځای اوسیدنه: یو ځای اوسیدنه د سمبیوسیس په نامه یادیږي. په دې ډول ژوند کې مختلفې نوعې یو له بل څخه د ګټې اخستلو لپاره یو ځای پاتې کیږي. دا ډول یو ځای اوسیدنه په دریو برخو ویشل شوې ده.
۱- هم سفري (Commensalisms)
۲- متقابله مرسته (Mutualism)
۳- ناپلوي (Neutralism)
هم سفري (کامن سیلیزم)
په دې اوسیدنه کې د ژوندیو موجوداتو دوه مختلفې نوعې په داسې ډول یو له بل سره نژدې پاتې کیږي چې یو ته ګټه رسیږي او بل ته کمه ګټه یا زیان نه رسیږي، د بیلګې په توګه د شمزۍ لرونکو حیواناتو په کولمو کې ځینې بې زیانه بکتریاوې اوسیږي، خو حیوان ته کوم زیان نه رسوي.
متقابله مرسته (میوچویلزم)
متقابله یا دوه اړخیزه مرسته یا تعاون د ژوند او اوسیدلو له هغو اړیکو څخه عبارت دی، چې په هغې کې د دواړو نوعو د ژوند د فعالیتونو لپاره ګټورې وي. په دې ډول اړیکو کې یوه نوعه له بلې نوعې پرته ژوند ته ادامه نه شي ورکولی. د بیلګې په توګه ډبرګلی چې د الجې او فنجې له یو ځای ژوند کولو څخه منځ ته راغلی دی، دواړه یو بل ته اړ دي.
یا دا ډول اړیکې د موریانې او فلاجیلاتا ترمنځ هم لیدل کیږي. ټرمیټس یو ډول موریانه ده، چې لرګې خوري خو د لرګیومهم جز سلولوز نه شي هضمولی. د موریانې د هاضمې په نل کې د اوسیدونکي فلاجیلاتا په واسطه سلولوز هضمیږي، بیا موریانه د غذا په ډول ور څخه کار اخلي. په مقابل کې یې موریانې د فلاجیلاتا لپاره د خوندي استوګنې ښه چاپیریال برابر کړی وي.
دښمني (خصومت)
د مختلفو نوعو په منځ کې اړیکي، چې په هغه کې یو یا دواړه نوعې د ژوند په دوره کې زیانمنې شي، له دښمنۍ او مخالفت څخه عبارت دي. د مخالفت او دشمنۍ اړیکې یو د بل لپاره د لاندې طریقو له مخې زیانمنې دي.
- انتي بایوسیس: په دې ډول اړیکو کې یو نوعه یو ډول زهري مواد تولیدوي، چې چاپیریال بدلوي یا د زهرو په واسطه بله نوعه زیانمنه کوي.
- ګټه اخسته: په دې حالت کې یوه نوعه بله نوعه د خپلو ګټو لپاره مستقیما زیانمنه وي. یعنې یوه نوعه د خپلو ګټو لپاره ګاونډې د غذا د منبع په توګه استفاده کوي چې دوه مهم مثالونه يي پرازیتزم او ښکار کول دي.
- پرازیتیزم: دوو مختلو نوعو تر منځ اړیکي دي چې یو نوعه په بلې نوعې په طفیلي شکل ژوند کوي او د هغې غذا استفاده کوي او په بدل کې هغې ته زیان رسوي لکه پلازمویدم چې د ملاریا سبب دې د خپل ژوند یوه دوره د انسان په بدن کې تیروي او په بدل کې انسان په ملریا ناروغۍ اخته کیږي. پارازیت په دوه ډوله دي خارجي او داخلي پرازیت. خارجي پرازیت د کوربه د بدن څخه بیرون ژوند کوي لکه سپږه، داخلی پرازیت د کوربه د بدن په داخل کې ژوند کوي لکه پلازمودیم. نباتې پرازیت کسکوټا چې په نورو نباتاتو په پرازیټي شکل ژوند کوي.
ښکار کول: ښکار کول په حقیقت کې د ازادو حیواناتو د وژنې څخه عبارت دي، چې نور حیوانات يي د خوراک په موخه وژني او خوري يي. هغه حیوانات چې بل حیوان ښکار کوي او غوښه يي خوري، هغه ته ښکار کوونکی وايي او ښکار شوي ته ښکار وايي مثلا پیشو ښکار کوونکې او موږ ښکار دی.
ځنې نباتات هم ښکار کوي مثلا Drosera یو ډول حشره خوړونکي نبات دی، چې حشري ښکار کوي. ښکاري نبات د خپل رنګ، بوی او چسپناکې مادې په لرلو سره حشرې جلبوي او ښکار کوي یې. حشره خوړونکی نبات په بشپړ ډول هېتروتروف نه دي، کلوروفیل لري او د ضیايي ترکیب عملیه پکې صورت نیسي، خو دا نباتات پروتین نشي جوړولی. پروتین د جوړولو لپاره له حشره څخه تغذیه کوي. په دې نباتاتو کې داسې انزایمونه شته، چې د حشرو په هضمولو کې مرسته کوي. لاندې صراحي ته ورته پاڼې لرونکی نبات یو حشره خوړونکی نبات دی.
رقابت (Competition)
د دوو ژوندیو جسمونو له هغه فعالیت څخه عبارت دی، چې د عین شي د لاسته راوړلو لپاره یې کوي. هغه ژوندي موجودات چې په خپلو کې د شریکو توکو، لکه خوراک، اوبه، ځمکه او د لمر رڼا له پاره مقابله کوي، د سیالۍ کوونکو یا Competitors په نامه یادیږي. د مقابلې عمل ته سیالي ویل کیږي. دا عمل په چاپیریال کې د اړتیاوو د کموالي له کبله رامنځته کیږي.
ا- د مختلفو نوعو تر منځ سیالۍ
د مختلفو نوعو تر منځ له مقابلې څخه عبارت ده، دبیلګې په توګه د پیشو او سپي تر منځ د غوښې لپاره د ټکر کولو مقابله او نور. ځینې وختونه یو حیوان بل حیوان خوري، چې په پای کې د خوړل شوي حیوان نسل له منځه ځي.
۲- د یو ډول نوعو ترمنځ سیالي
دا سیالي د یو ډول نوعو ترمنځ له مقابلې څخه عبارت دی. په دې مقابلې کې قوي حیوان ضعیف حیوان له چاپیریال څخه وباسي، چې په پای کې د ژوند د وسایلو د نه پیدا کولو له کبله مري.
تمرین
لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.
- غوښه خوړونکي حیوانات د ……………. په نامه یادیږي.
- واښه خوړونکي حیوانات د …………………. په نامه یادیږي.
- یوځای اوسیدو ته ………………………….. وايي.
- دوه اړخیزه مرسته د ………………… په نامه یادیږي.
- هغه اړیکې چې په کې یوه نوعه د خپلو زهرو په وسیله بله نوعه زیانمنه وي ………. اړیکي ورته وايي.
- د دوه نوعو ترمنځ اړیکي چې یو ته ګټه او بل ته زیان رسیږي د ………… په نامه یادیږي.
- ………………… یو ډول حشره خوړونکی نبات دی.
حل
- کارنیورس
- هربیورس
- سایم بایوس
- میوچولیزم
- انتي بایوسس
- پرازیتیزم
- ډروسیرا