د يوې ښځې درلودونکی خاوندانو په اړوند د پوهانو خبرې

ابن سينا وايي:
د کوم سړي ، چې يوه ښځه وي، همېشه به د ځان درد، د هډوکو درد پۀ ملا ، غاړه او مفاصلو کې شکايت کؤي . غم به ډېر کؤي، ځواني یې ژر لۀ منځه ځي او ډېر شکايت به کؤي.

قاضي ابي مسعود ويلي دي:
د چا چې یوه ښځه وي، نۀ قضا کولای شي، او نۀ د خلکو تر منځ فرق کولای شي.

ابن حيان التوحيدي ويلي دي:
ما داسې قوم وليده، چې د چا به يوه ښځه وه، هغه يې پۀ مجلس کې نۀ پرېښوده او ماشوم به ئې باله.

ابن خلدون داسې وايي:
پۀ هلاک شويو قومونو کې مې فکر وکړ، نتيجه دا شوه چې ډېری د دوی د يوې ښځې خاوندان وو.

عابد ابن ميسار وايي:
د چا چې يوه ښځه وي، عبادت پۀ ښه توګه نۀ شي تر سره کولای.

مأمون بن هارون الرشيد ته وويل شول:
پۀ بصره کې داسې قومونه دي، چې ټول سړي یې يوه يوه ښځه لري. ویې ويل: اصل کې دوی نارينه نۀ دي، بلکې د دوی ښځې نارينه دي، دوی د فطرت او سنتو خلاف کار کؤي.

يونس المزني ته وويل شول:
يهودو ولې د ښځو تعدد پرېيښی دی؟ ویې ويل: دا هغه قوم دی، چې « ضربت عليهم الذلة والمسکنة وباؤوا بغضب من الله»
پۀ دوی باندې ذلت نازل شو، مسکينان شول، او راوګرځېدل د الله تعالی لۀ غضب سره.

أبي معروف الکرخي ته وويل شول:
د هغه قوم پۀ اړه تۀ څۀ وایې، چې زهد اختياروي او يوۀ يوه ښځه پۀ نکاح اخلي؟ ویې ويل: دوی هيڅ هم نۀ دي، لېونيان دي. کۀ هر څومره زهد او تقوا اختيار کړي، د ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضي الله تعالی عنهم لسمې برخې تقوا ته هم نۀ رسيږي.

54 36312

ابن فياض نه چا د يوې ښځې خاوندانو پۀ هکله وپوښتل؟ ویې ويل: دوی پۀ اصل کې مړه دي. يوازې خوراک او څښاک کؤي او تنفس کؤي.

ابن اسحاق نيشاپوري الکرک چې کله واک ته ورسېده، د يوې ښځې خاوندانو ته یې د تحفې ورکؤل منع کړل. چا ورته وويل: ولې دې دا کار وکړ؟ ویې ويل: دا د الله تعالی مال دی بدو خلکو ته بايد ورنۀ کړل شي.
کاپي

ابن عطاء الله د يوې ښځې خاوندانو پۀ هکله وايي:
څوک چې د اکابرو پۀ لار لاړ نۀ شي( رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرام یې مطلب ؤ) مونږ یې پۀ ماشومانو کې حسابوو.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب