
د وريځو ډولونه
ورېځې په عمومي توګه درې ډوله دي. که همدا اوس اسمان ته وګوری، داسې ورېځ به ووينی، چې نه د سټراټس، نه د کومولوس او نه هم د سيروس ورېځو په څېر ښکاري، چې په لاندې برخه کې څېړل شوې دي. ورېځ د درې ګونو ډولونو د يو ځای کېدو په پايله کې بله بڼه غوره کوي. د درې ګونو ډولونو له يو ځای کېدو څخه ځينې وخت د التو کومولوس او التو سټراټس په نامه ورېځ رامنځته کېږي. ښايي د دې نورو ورېځو پېژندل ستاسې لپاره يوه خوندوره تفرېح وي.
سټراټس ورېځې
د سټراټس stratus کلمه په لاتين کې د غوړېدلو په معنی ده. سټراټس ورېځې افقي طبقې لري، چې د يوې بړستنې په څېر په آسمان کې خورېږي. ځينې وخت د هوا د يوې سړې طبقې پر سر د تودې او مرطوبې هوا يوه طبقه تېرېږي. سټراټس ورېځې زياتره وخت د دې دواړو هواوو د يو ځای کېدو پر نقطه راښکاره کېږي. په هغه ځای کې چې د هوا دا دواړه طبقې سره يو ځای کېږي، توده هوا سړېږي. که توده هوا د پرخې د درجې لاندې سړه شي، د اضافي اوبو بړاس تراکم پيدا کوي او يوه بړستن جوړوي – چې د سټراټس ورېځو طبقه بلل کېږي. که د هوا طبقه ډېره لویه وي، سټراټس ورېځې په آسمان کې څو کيلومتره مساحت نيسي.
کومولوس يا سپينه ورېځه
د کومولوس cumulus کلمه په لاتين کې د کوټې، ټوپۍ يا ډېرۍ په معنی ده. سپينه ورېځ په ظاهر کې پوکه ښکاري. لکه د مالوچو د لويو غونډارو بڼه لري. سپينه ورېځ معمولاً هغه وخت رامنځته کېږي، چې توده او مرطوبه هوا پورته پورې وهل شي. څرنګه چې دا هوا لوړېږي، له دې کبله سړېږي. که دا ورېځ د پرخې له نقطې څخه په ټيټه درجه کې سړه شي، تراکم رامنځته کوي. د سپینې ورېځې جسامت پورته خوا د هوا د پورې وهلو قوت او د هوا په رطوبت پورې اړه لري. تر ټولو لويې سپینې ورېځې د تودې او مرطوبې هوا مخ پورته ځواکمن حرکت له کبله رامنځته کېږي. هغه ورېځ چې ځواکمنې تالندې رامنځته کوي، يو ډول سپينه ورېځ ده، چې د باراني ورېځې يا کومولونيمبس cumulonimbus په نامه يادېږي. باراني ورېځ ښايي سلګونه متره پورته ضخامت پيدا کړي.
سيروس ورېځ
سيروس ورېځ د ورېځو درېيمه معموله بڼه ده. د سیروس cirrus کلمه په لاتين کې د وېښتانو ول او يا ګېډۍ ته وايي. سيروس ورېځ د وېښتانو د کلوښتې او يا بڼکې ته ورته بڼه لري. دا ورېځ په لوړه ارتفاع کې رامنځته کېږي، چې د ځمکې له سطحې څخه ۷ کيلومتره لوړوالی لري. د سيروس ورېځ د يخ له بلورونو جوړه ده او دومره نرۍ ده، چې د لمر وړانګې يې په منځ کې تېرېږي.