د وروځو رنګولو احکام
له نورو هغو مواردو څخه چي په دې موضوع اړه لري د وروځو رنګول دي چي په دې وروستيو کي يې په ښځو کي رواج پيدا کړى دى او هغه په دې ډول دى چي: ښځه يوه ټاکلې بڼه چي د خپلو وروځو لپاره يې په پام کي نيولې ده ځانګړې کوي او بيا د وروځو پورته او کښته اضافي ورېښتان د خپل پوست په رنګ رنګوي، په داسي توګه چي له ليري څخه د وروځو شکل داسي معلوم سي لکه وروځي چي يې اخيستي وي. دا کار (د سعودي عربستان) د افتاء د عالي هيئت د فتوا له مخي حرام دى. په دې هکله دغه هيئت تر څېړنو وروسته داسي جواب ورکړ: په ياده سوې توګه د مخ د پوست سره د وروځو د پورته او کښته ورېښتانو يو رنګه رنګول منع دي. ځکه دا عمل د لوى څښتن په خلقت کي بدلون راوستل دي او له دې امله چي د وروځو له اخيستلو سره ورته والى لري له شرعي نظره حرام دى. او که په دې کار کي له کفارو څخه تقليد وي او يا له دې کار څخه استفاده بدن يا ورېښتانو ته ضرر ولري، بيا يې نو حرمت نور هم ډېريږي، ځکه چي لوى څښتن فرمايي:
﴿وَلَا تُلۡقُواْ بِأَيۡدِيكُمۡ إِلَى ٱلتَّهۡلُكَةِ﴾ [البقرة: ۱۹۵].
«خپل ځانونه په خپلو لاسونو هلاکت ته مه اچوئ».
او حضرت رسول الله ص فرمايلي دي:
«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ».
«مه ضرر قبلوئ او مه ضرر رسوئ». وبالله التوفیق.
هغه موارد چي د وروځو اخيستلو تر مجموعه لاندي نه راځي او حرام نه بلل کيږي،دادي:
د هغو ورېښتانو له منځه وړل پروا نه کوي چي د بدن په داسي ځايونو کي را شنه کيږي چي معمول نه وي، لکه د ښځو برېتونه (او ږيره)راتلل او پر باړخوګانو باندي ورېښتان را شنه کېدل، ځکه دا ورېښتان د عادت په خلاف راشنه سوي او د ښځي سره بد ايسي او عيب باله سي.
لنډه دا چي: په وروځو بې ځايه لاس وهل، د هغو اخيستل وي که لنډول حرام باله سي، په دې دليل چي د الله تعالی د رحمت څخه د ليري کېدو لامل کيږي.
نو اى زما ګراني خور! آيا موږ د لوى څښتن رحمت ته په دې او هغه نړۍ کي اړتيا نه لرو؟ په داسي حال کي چي لوى څښتن هيڅوک له خپل رحمت څخه پرته جنت ته نه لېږي. نو بيا ولي داسي ګناهونه وکړو چي زموږ او د الله تعالی د د رحمت تر منځ واټن رامنځ ته کوي؟