د واده په اوله شپه مېرمن ته د خاوند ۴ نصیحتونه!

یو خاوند د واده په اوله شپه خپلې میرمنې ته داسې نصحیت وکړ ، چې څلور خبرې تل په یادې لره …

۱- لومړی خبره دا چې زه له تاسره ډیره زیاته مینه لرم . نو له همدې کبله مې له تاسره واده وکړ او دې کور ته مې راوستلې ، که چیرې ما له تاسره مینه نه درلوده ، نو هیڅکله مې له تاسره واده نه کاوه . دا چې ته مې د خپل ژوند ملګرې وټاکلې او دې کور ته مې راوستلې ، دا خپله د همدې خبرې ثبوت دی چې زه له تاسره مینه لرم . په یاد ولره ، زه انسان یم فرشته نه یم ، که کوم وخت له ما څخه تیروتنه کیدله نو سترګې پرې پټې کړه او بښنه وکړه . ځکه له انسان څخه وخت ناوخت وړې وړې تیروتنې کیږي نو هیله ده په وړو خبرو باندې خپل زړه مه بدوه .

۲- دوهمه خبره دا چې ما د ډول په شان مه ډنګوه . میرمنې یې ورته وویل چې څه مطلب زه پوهه نشوم ؟ خاوند یې ورته وویل : که چیرې زه کوم وخت سخت غوصه اوسم ، نو ماته د غوصې په وخت کې ځوابونه مه راکوه . ځکه که چیرې خاوند غوصه اوسي او په دې وخت کې یې میرمن هم په ځوابونو پیل وکړي ، نو دا حالت د خاوند او میرمن د اړیکې لپاره ناوړه پایلې لرلی شي . که زه غوصه وم نو ته له حوصلې او آرامه ماغزو کار واخله ، که چیرې ته غوصه وې نو بیا به زه له حوصلې کار اخلم . ځکه په یو وخت کې د دواړو له طرفه غوصه او ځوابونه ورکول د واده په اړیکه ناوړه پایلې شیندلی شي .

۳ – دریمه خبره دا چې ، ما سره د هر ډول راز او نیاز خبرې کولی شې ، خو د چا ګیلې ، شکونه او شکایتونه مه راته بیانوه ؛ ځکه د میرمن او خاوند ژوند تر ډيره خوږ وي ، خو د خواښې خبرې ، د اندرور خبرې ، او د فلانې خبرې د دوی په خوږ ژوند کې زهر شیندي . نو د همدې لپاره تر ډيره حده له ګیلو او شکایتونو څخه پرهیز وکړه .

۴- څلورمه خبره دا چې ، زړه یو دی یا خو په دې کې مینه ځای کیدای شي او یا ممکن نفرت ځای پیدا کړي ، په یو وخت کې دا دواړه شیان په زړه کې نشي اوسیدلی ؛ که چیرې په تیروتنه کې زما کومه خبره پر تا بده ولږیده نو په زړه کې یې مه ساته ، ما سره د زړه له اخلاصه خبرې کوه ، په زړه کې دې بدو خبرو ته ځای مه ورکوه . ځکه کله چې انسان په زړه کې وړو وړو بدو خبرو او خاطرو ته ځای ورکړي ، نو یوه ورځ هغه انسان د شیطان د وسوسو ښکار شي او په زړه کې یې د مینې پر ځای نفرتونه ځای پیدا کړي . نو کله چې په یوه اړیکه کې نفرتونه پيدا شي ، هغه اړیکه بیا تر ډيره دوام نه مومي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب