د هوا حالات

هوا څه شی دی؟

• زمونږ په شاوخوا هوا ، آب هوا سره تړاو لري.
• اتموسفیر یوه ګازلرونکې کره ده چې د ځمکې د کرې شاوخویې نیولي ده.
• څلور اصلي طبیعي پدیدې ده چې پر هوا باندې اغیزه کوي.  باد، وریځې ، اورښت ، تودوخه.

میترولوجست د ټولې جوي ښکارندي او پیښی اصلي بڼه ارزیابي، اندازه او راجستر کوي.

باد څه شی دی؟

بادونه د ټیټ فشار د مرکزونو د تو پیر له امله را منځته کیږي. د هوا تودیدوله امله د ټیټ فشار د مرکزونو هوا پورته خواته ځي، د لوړ فشار مرکز هوا چې سړه وي، د هغې ځای نیسي، په پایله کې هوا بیځایه سیمه ییز، منطقوي او قاره یي او یا هم د ټولې ځمکې پر سر مخ بادونه را لګیږي.
هغه بادونه چي د ځمکی پر مخ را لګیژي او سرعتی لږ ده هغه د مالیم باد په نوم یادیږي. هغه بادونه چټکوالی یي په یوه ساعت کې د ۵۳۰-۵۴۰ کیلومترو تر منځ دي سترم ، توپان ویل کیږي.

آیا تاسو پوهیږي چې ګرمه هوا پورته ځي؟

بادونه د ټیټ فشار د مرکزونو د تو پیر له امله را منځته کیږي.
هغه بادونه چي په ساحل کي په سیمه ییز بنه رامنځته کیږي، اصلي علت یي د ټیټ او لوړ فشار د مرکزونو توپیر دي چي په ساحل کې د اوړي په وخت رامنځته کیږي.

ورېځ څه شی دی؟

وریځې په هوا کې د اوبو د بړاسونو د سره نژدي کیدلو له امله جوړیږي چي د لمر د وړانګو او بړاس کیدو عملیې له امله د سمندرونو، سمندرګیو، والړو اوبو، هواته پورته کیږي. له بلي خوا د هوا د سړیدو له کبله چې د اوبو د بړاس ذرات سړیږي او د تکاثف د عمل په پایله کې د هایذرسکوبی هستې پر شاوخوا راټولیږي، نوبه په پایله کې یې ډول ډول وریځې جوړیږي.

د وریځو ډولونه:

وریځي د خپلي بڼې او لوړوالي له مخې رقم رقم ډولونه لري. باد ډول ډول وریځې جوړوی.

اورښت څه شی دی؟

د باران څاڅکې، ږلي او واوره ټول د جازبې د قوې په واسطه د ځمکې خواته را ښکته کیږي. دوریځو غړوسکي د اوبو کوچني څاڅکې، ګرد او خاورې چې د مایکروسکوبي ذراتو په اندازه څاڅکې لري. همدا کوچني ذرات د باران، اوریدو او ږلئ څاڅکې جوړوي. کله چې د اوبو بړاسونه ددغو ذراتو پر شاوخوا را ټولیږي، د هوا تودوخه د شبنم ټکی ته رسیږي او د ځمکې خواته را وریږي.

 تندر او بریښنا

تندر د هغې فضا له چټکې پراختیا څخه رامنځته کیږي چې د بریښنا له پړک څخه را چاپیره ده. له وریځو تر یوې نږدې ونې او یا بامه د تندر بریښنا د ثانیې په څو زرمه برخه رسیږي. ویل کیږي چې د تندر هغه لوړ غږ چې د بریښنا پسې جوخت اوریدل کیږي خپله له بریښنا څخه راځي. خو هغه غوریدل چې موږ د تندر او بریښنا پر مهال اورو اصال د هغې هوا له چټکې پراختیا څخه رامنځته کیږي چې د بریښنا څخه چاپیره شوې ده.

شنه زرغونه څه شی دی؟

شنه زرغونه چې د بوډۍ ټال په نامه هم یادېږي، یو عدسي او مېټرولوجیکي ځلیزه ده چې د ځمکې په اتموسفیر کې په ناو او یا هم پرخې باندې د لمر د وړانگې د رڼا یا نور د پاشلو سره په اووه رنگونو کې په اسمان کې راڅرگندېږي. شنه زرغونه د رنگونو یوې لیندۍ په څېرچې سور یې باندنی رنگ او وایولېټ یې منځنی رنگ دی رامېنځ ته کېږي .

خرابه هوا څه شی دی؟

هغه بادونه چي د ځمکی پر مخ را لګیژي او سرعتی لږ ده هغه د معمولي باد په نوم یادیږي. هغه بادونه چټکوالی یي په یوه ساعت کې د ۵۳۰-۵۴۰ کیلومترو تر منځ دي سترم ویل کیږي.

ملایم باد/ سترم /توپان:

ملایم باد هغه بادونه چټکوالی یي په یوه ثانیه کې د 7,20-8,10 مترو تر منځ دي مالیم باد ویل کیږي.
سترم هغه بادونه چټکوالی یي په یوه ثانیه کې د 5,32 – 8,20مترو تر منځ دي سترم ویل کیږي.
توپان هغه بادونه چټکوالی یي په یوه ثانیه کې د 6,32مترو دي توپان ویل کیږي .

اقلیم د یوې سیمې د ټولو جوي پیښو منځني حدود دي چي په یوه ټاکلي وخت او ځای کې بیلابیلې ځانګړتیاوې غوره کوي.

اتموسفیر څه شی دی؟

اتموسفیر یوه ګازلرونکې کره ده چې د ځمکې د کرې شاوخویې نیولي ده.

اقلیم څه شی دی؟

اقلیم د یوې سیمې د ټولو جوي پیښو منځني حدود دي چي په یوه ټاکلي وخت او ځای کې بیالبیلې ځانګړتیاوې غوره کوي.

د هوا فشار څه شی دی؟

د هوا د یوې کتلې وزن دی چي په هغې ساحې باندې یي راوړي چې هلته هوا تسلط لري.د ځمکې د مخ د لوړو ژورو بڼه، د ځمکې د محور میالن، کروي والي او د وچې ټوټې او سمندرونه په بیالبیلو اندازو سره تودوخه جذبوي. په داسې حال کې چې د تودوخې تراکم زیات وي، د ټیټ فشار مرکز جوړیږي.

د هوا فشار او لنده بل د هوا فشار اله سره چي بارامتر نومیږي اندازه کییږي. بادونه، اورښت،وریخئ د ټیټ فشار د مرکزونو د تو پیر له امله را منځته کیږي. وچه هوا او توده هوا د لوړ فشار د مرکزونو د توپیر له امله را منځته کیږي.

د هوا تودیدوله امله د ټیټ فشار د مرکزونو هوا پورته خواته ځي، د لوړ فشار مرکز هوا چې سړه وي، د هغې ځای نیسي، په پایله کې هوا بیځایه سیمه ییز، منطقوي او قاره یي او یا هم د ټولې ځمکې پر سر مخ بادونه را لګیږي.

تندر څه شی دی؟

تندر د هغې فضا له چټکې پراختیا څخه رامنځته کیږي چې د بریښنا له پړک څخه را چاپیره ده. له وریځو تر یوې نږدې ونې او یا بامه د تندر بریښنا د ثانیې په څو زرمه برخه رسیږي. ویل کیږي چې د تندر هغه لوړ غږ چې د بریښنا پسې جوخت اوریدل کیږي خپله له بریښنا څخه راځي. خو هغه غوریدل چې موږ د تندر او بریښنا پر مهال اورو اصال د هغې هوا له چټکې پراختیا څخه رامنځته کیږي چې د بریښنا څخه چاپیره شوې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب