د نخاميې غده؛ تایروید، ادرینوکورټېکو او فولیکل هورمونونه
د نخاميې غده (Pituitary Gland)
نخامیه د اندوکراین یوه غده ده چې غټوالی يې د چڼې د یوې دانې په اندازه دی. نخامیه غده د هورمون د تولید او ترشح لپاره د اندوکراین د نورو غدو په تحریک او کنترول کې مهمه اغېزه لري او د نورو غدو په پرتله ډېر هورمونونه تولیدوي.
نخامیه غده مختلف هورمونونه جوړوي، چې له جملې څخه يې یو مهم هورمون د ودې هورمون دی. د ودې هورمون د بدن د ودې لامل ګرځي او د بدن پر ټولو حجرو باندې اغېزه کوي؛ خو هډوکي او عضلې د هغې اصلي هدف دي. د ودې هورمون په خوب کې زیات ترشح کېږي او وینې ته رسېږي. د عمر په زیاتېدو سره د دې هورمون ترشح کمېږي. د ودې او غټېدو په وخت د نوموړي هورمون تر حده زیاته ترشح د غیر نورمالې ودې او د جیګوالي لامل ګرځي. له ټاکلي حد څخه لږه ترشح د لږې ودې سبب ګرځي او د ټيټې ونې پاتې کېدو لامل کېږي.
د ودې د هورمون ترڅنګ د نخامیه غده لاندې څو نور مهم هورمونونه ترشح کوي:
پرولکتین هورمون
دغه هورمون د پروتین تولید زیاتوي همدارنګه د حامله ګۍ په وخت کې او له هغې وروسته د شيدو د تولید او د تیو د انکشاف لامل ګرځي.
د تایروید تحریکونکی هورمون
د تایروید هورمون د فقاریه حیواناتو ټول انساج اغيزمنوي. د تایراید غده د غاړې د مخه او د حنجرې په مخ کې واقع ده او د H په بڼه لیدل کېږي. د تایراید غده داسې هورمونونه جوړوي چې د بدن د میتابولزم چټکتیا تنظيموي. که په خوړو کې د ایودین اندازه لږه شي، د تایراید غدې حجم زیاتېږي او دغه حالت د جاغور په نامه یادېږي. کله چې ایودین کم شي؛ نو د تایراید غده خپله ساحه پراخوي؛ ترڅو ډېر ایودین پيدا کړي او له دې کبله پړسېږي. د دې لپاره چې په دې ناروغۍ اخته نشو، باید په خپلو خوړو کې ایودین استفاده کړو. په ماشومانو کې د تایراید د هورمون کمښت د ذهني او فزیکي ودې د درېدلو لامل ګرځي او په لویانو کې د دې هورمون کمښت د ګنګسیت او د پوستکي د وچوالي لامل ګرځي. که په لویانو کې دا هورمون زیات شي، په خوب کې د عصبانیت او بې نظمۍ لامل ګرځي. د تایراید د هورمونونو له ډله څخه یو د تایروکسین هورمون دی چې له خوړو څخه د انرژۍ ازادول کنترولوي. که چېرې د تایراید غده له ټاکلې کچې څخه د تایروکسین هورمون زیات شي؛ نو د میتابولزم د عملیې د سرعت سبب ګرځي او زیاته انرژي تولیدېږي، چې د بدن د تودخې د لوړوالي لامل ګرځي او خوله راولي.
د ادرینوکورټېکو تروپیک هورمون
د دې هورمون مهمه دنده د ادرینال د غدې یا کورتکس تحریک کول دي. دا غدې د هر پښتورګي دپاسه نښتي دي او مختلف هورمونونه ترشح کوي. لکه چې په شکل کې وینی دا غدې له دوو مرکزي او قشري برخو څخه جوړې شوي دي. د مرکزي برخې هورمون، چې د ادرینال په نامه یادېږي، د ډار، هیجان یا د جګړې او د تېښتې په وخت کې، مثلاً له امتحان څخه یو څو شېبې مخکې ترشح کېږي، چې د زړه ضربان او تنفس زیاتوي او د رنګ د تغیر لامل ګرځي. دا هورمون د ډار په وخت کې د ګلوکوز کچه ډېروي او د بدن د ځواک د زیاتېدو لامل ګرځي.
د فولیکل تحریکوونکی هورمون
دا هورمون په جنسي غړو اغېزه کوي، د مذکر او مونثو ګمیتونو انکشاف او د جنسي غدو ( په نارینه کې د خصیې او په ښځینه کې تخمدانونو) فعالیت تنظيموي. تخمدانونه او خصيې ګامیتونه جوړوي او هغه هورمونونه ترشح کوي، چې تکثري سیستم او جنسي ځانګړتیاوې تنظيموي. په ښځو کې تخدانونه استروجن او پروجسترون هورمونونه او په نارینه کې خصیې ټیسټوسټیرون (Testosterone) هورمون ترشح کوي. په ښځو کي استروجن هورمون د هغوی د بالغېدو او د ښځینه صفاتو د منځته راتلو لامل ګرځي او په داسې حال کې چې پروجسترون رحم د امیدوارۍ لپاره چمتو کوي او د بدن تودوخه تنظیموي. که چېرې په ښځو کې پروجسترون هورمون لږ شي، ښځینه ځانګړتیاوې یې په نارینه ځانګړتیاوو بدلېږي او په ښځو کې د ږیرې د ودې لامل ګرځي. همدارنګه په نارینو کې که تستو سترون د بلوغ په وخت کې کم تولید شي؛ نو ښځینه صفتونه يې غالب کېږي. د نارینه غږ نری او تیونه يې رامنځته کېږي. جنسي غدې یواځې تر بلوغ کار نه کوي بلکه کله چې د نارینه او ښځینه جنسي غړي، یعنې تخمدانونه او خصيې په فعالیت پیل وکړي، په شخص کې ځینې ځانګړتیاوې، لکه د بدن په ځینو برخو د وېښتانو راوتل لکه ږیره، برېت او د تناسلي غړیو په شاوخوا وېښتان، د تخرګ لاندې او پر ټټر وېښتانو راختل. د دې ترڅنګ د تناسلي غړو د غټېدو لامل ګرځي. هغه هورمون چې په نارینو کې د ټسټوسټرون او په ښځینو کې پروجسترون او استروجن د ترشح لامل ګرځي، د لوټینایزنګ په نامه یادېږي.
د نخامیه غدې وروستۍ برخه
دوه ډوله هورمونونه څڅوي، یو یې د اوکسي توسین په نامه یادېږي، چې د زیږون په وخت کې حمل اسانوي، دویم هورمون چې د نخامیه غدې له وروستۍ برخې څخه څڅول کېږي، چې د Vasopressin په نامه یادېږي، د ادرار ضد په نوم پېژندل شوی دی او په پښتورګو کې د اوبو بیا ځلې جذب تحریکوي.
هایپوتلاموس Hypothalamus
هایپوتلاموس د دماغ یوه کوچنۍ ساحه ده چې د عصبي سېستم او اندوکراین فعالیتونه همغږي کوي. هایپوتلاموس د بدن زیاتې دندې لکه د تودوخې درجه، د وینې فشار او د انسان سلوک کنترولوي.