د نباتاتو فوتوسنتیز عملیه
فوتوسنتز څه ته وايي؟
د رڼا په شتون کې د یو څه شي جوړیدل یا خلقېدل .
د فوتوسنتز په اړوند له بحث ځخه زمونږه مؤخه معمولا هغه جریان دې ، کوم چې دهغه پواسط نباتات د لمر په شتون کې د غېر عضوي موادو څخه عضوي مواد جوړوي .
د نړۍ پر مخ ټول ژوندي موجودات د خپل ځان د ودې او پاېښت لپاره انرژي ته اړتیا لري . اوبړۍ ،عالي نباتات او ځنې بکتریا يې ډولونه د ژوند د لمړنیو غذایي موادو په جوړولو کې د لمر د جذبوشوو وړانګو د انرژي څخه نېغ په نېغه کار اخلې . څاروي نشي کولاې چې نېغ په نېغه د لمر رڼا د انرژي د سرچینې په شان و کاروي ،هغوی خپله انرژي د نباتاتو او یا د نبات خوړونکو څارویو له خوراک څخه تر لاسه کوي . نو د پورته څرګندونو څخه دې پاېلې ته رسېږو چې لمر دځمکې پر مخ د ټولو میتابولیکو جریاناتو د انرژي د سرچینې په شان کارول کېږي او فوتوسنتز د ځمکې پر مخ د ژوند د ټولو ډولونو د ساتنې لپاره یو ضرورت دې.
مونږ د سون یا تودوخې معدني مواد لکه د ډبرو سکاره،طبعي ګاز،نفت او داسی نور پکارو. دا ټول بل څه ندي دا همغه د وچې اوسمندري نباتاتو او حېواناتو تجزيه شوې پاتې شونې دي چې ملیونونه کاله دمخه يې په ځان کې زېرمه شوې انرژي د لمر د رڼا څخه اخستې ده. د باد او باران پېدايښت هم د لمریزې انرژي سره تړاو لري ، نو له همدې وجې د بادي او د اوبو د برېښنايي دستګاوو د انرژي تولید هم د لمر د وړانګو د لګېدو سره تړاو لري .
د فوتوسنتز په درشل کې تر ټولو مهم کېمیايي تعامل د کاربن دي اکسید او اوبو بد لېدل په کاربن او اکسیجن باندې دې ،چې د تعامل عمومي معادله يې په لاندې ډول ده :
СO2+H2O [СH2O]+O2
په پورته تعامل کې د لاس ته راغلي کاربوهایدرید انرژي د لمړنیو موادو یعنې СO2 او H2O پر تله ډېره ده . نو پدې ډول د لمریزې انرژي له وجې د СO2 او H2Oانرژیتیک مواد د کاربوهایدرد او اکسیجن د انرژۍ په بډایو محصولاتو بدلېږي .په عمومي معادلې کې د شرح شو راز راز تعملاتو د انرژۍ سطحه کولاې شو د ریدوکس Redox د پوتنسیال د واحد پواسط چې په ولت اندازه کېږي معلومه کړو . د نوموړي پوتنسیال قېمت راښي چې په هر تعامل کې څومره انرژي زېرمه او څومره کارول کېږي . پدې ډول کولاې شو چې فوتوسنتز ته د انرژي د بدلونکي بهیر په سترګه وګورو ،چې په نباتي نسجونو کې د لمر د وړانګو انرژي په کېمیايي انرژي بدلوي. سره لدې چې کاربن دي اکسید د فوتوسنتز په بهیر کې کارول کېږي خو بیاهم په اتوموسفېر کې د کاربن دي اکسید اندازه پوره په خپل حال پاته ده ، علت داد دې چې ټول نباتات او حېوانات تنفس کوي .
د تنفس په درشل کې د ژوندیو نسجونو پواسط په میتوکاندریا کې د اتوموسفېر څخه جذب شوی اکسیجن د کاربوهایدریدونو او د نسجونو د نورو برخو د اکسیدېشن لپاره چې په پاېله کې د انرژي د ازادېدو په ملتیا کاربن دي اکسید او اوبه جوړېږي کارول کېږۍ . ازاده شوې انرژي په لوړو انرژي لرونکو ترکیبونو (ادینوزینتریفاسفات ATP ) کې زېرمه چې وروسته د ارګانیزم د حیاتي دندو د سرته رسولو په مؤخه کارول کېږي. پدې ډول د تنفس عملیه د ځمکې د کرې پر مخ د عضوي موادو او اکسیجن د مصرفېدو او د کاربن دي اکسید د ډېرېدو سبب ګرځي . د ټولو ژوندیو ارګانیزمونو د تنفس او د سوند د ټولو کاربن لرونکو توکو د سوزیدو په درشل کې په ټولیز ډول داکسیجن لګښت د ځمکې د کرې په مقیاس په یوه ثانیه کې 10000ټنه ته رسېږي . د اکسیجن د لګښت د یاد شوي سرعت په صورت کې به 3000 کاله وروسته اکسیجن د اتوموسفېر څخه ورک شي ، خو مونږ ته د خوښې خبره داده چې د عضوي موادو او اتومي اکسیجن لګښت د فوتوسنتز په درشل کې د جوړوشوو کاربوهایدریدونو او اکسیجن پواسط بېرته متعادل کېږي . په ایډیالو شرایطو کې د نباتانو په شنو نسجونو کې د فوتوسنتز د عملیې سرعت 30 برابر د تنفس دعملیې پرتله په همدې نسجونو اوچت دې، نو له همدې وجې فوتوسنتز د ځمکې پر مخ د اکسیجن د تنظیمونکي فکتور په توګه دنده سرته رسوي .
د فوتوسنتز د کشف تاریخچه
د XVII پېړۍ په لمړیو کې فلامانديي ډاکټر ون هیلمونت په یو د خاور ډک لوښي کې یو نیالګې چې یواځې د باران پواسط يې اوبونه کېده کېنواو ولیدل شو چې وروسته له پینځه کاله د هغه په لویوالي کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شو ، مګر د خاورې اندازه په لوښي کې کمه نشوه . ون هیلمونت په طبعي توګه دې پاېلې ته ورسید ، کوم مواد چې د هغو څخه ونه جوړه شوه دا ټول د اوبو څخه منځ ته راغلي چې د سوند لپاره پکارېږي. په 1777 کال انګرېزي نبات پېژندونکي Stephen Hales په خپل خپور شوي کتاب دا را په ګوته کړه چې نباتات د خپلې ودې د اړینو غذايي مواد په توګه د هوا څخه کار اخلي . په همدې کلونو کې نامتو انګرېز کېمیا پوه جوزف پرستلي (د اکسیجن لمړی کاشف) د تنفس او احتراق په اړوند د یو لړ ازماېښتونو پاېلو دې ته ورساوه چې شنه نباتات کولاې شي ټول هغه تنفسي جریانات سرته ورسوي ، کوم چې د حېواناتو په نسجونو کې پېدا شوي وه . پرستلي د هوا په یو تړلي حجم ( مرتبان) کې د یوې ډیوې په رڼولو سره دا په ډاګه کړه چې په تړل شوي حجم کې لاس ته راغلې هوا نور نشي کولاې چې د احتراق عملیه سپوټ کړي . په دا لوښي کې اچول شوې موږک مړ شو ، مګر په نوموړې هوا کې د نعناع دبوټي یوه شاخچې څو اونۍ ژوند وکړ . پرستلي پېدا کړه چې د نعناع پواسط د رغول شوې هوا په لوښي کې د ډیوې بیا رڼېدل او د موږک د بیا تنفس امکان برابرېږي . اوس مونږ پوهېږو چې یادې شوې ډیوې دتړل شوي حجم له هوا څخه د لګېدو لپاره اکسیجن اخیست ، او وروسته بیا هوا د فوتوسنتز له برکته چې د نعناع په شاخچه کې سرته رسیده په اکسیجن مشبوع کېدله . څو کاله وروسته هالندي ډاکټر Ingenhauz کشف کړه چې نباتات یواځې د لمر د رڼا په شتون کې اکسیجن اکسیداېز کوي ،یواځې د نباتاتو شنې برخې کولاې شي چې د اکسیجن تولید تامین کړي.
ژان senebe چې وزیر وه د Ingenhauz څرګندونې تائید او د ځپلو څېړنو په ترڅ کې وښودله چې نباتات په اوبو کې منحل شوی کاربن دي اکسید د غذائي موادو په توګه کاروي .
د XIX پېړۍ په لمړیو کې سویسي څېړونکي دی سوسېدي د نباتاتو په واسط د جذب شوي СO2 او د عضوي موادو پواسط د سنتز سوي اکسیجن تر منځ مخامخ کمي اړیکي وڅېړل او د خپلو ازماېښتونو پاېله کې ټکي ته ورسېد چې نباتات هم دا شان اوبه د کاربن دي اکسید د اسیملېشن لپاره پکاروي. په 1817 کال کې دوو فرانسوی عالمانو Peltier او Kavantuله پاڼې څخه شنه ماده استخراج او هغه ئي کلوروفیل ونوموله . بل مهم د پام وړ پړاو د فوتوسنتز په تاریخ کې د الماني فزیک پوه روبرت ماېر نظریه ده ، چې شنه نباتات لمریزه انرژي په کېمیایي انرژي بدلوي . فرانسوي فیزیالوجیست Busengo د فوتوسنتز په درشل کې د جذب شوي کاربن دي اکسید د اندازې او ازاد شوي اکسیجن تر منځ انډول په دقیق ډول پېدا کړ. هغه په 1864 کال کې په ډاګه کړه چې فوتوسینتېتیک انډ ول یعنې د ازاد شوي اکسیجن حجم پر جذ ب شوي حجم د کاربن دي اکسید تقریبا برابر د یو سره دې:
د اکسیجن ازاد شوی حجم
1 ~ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاربن دي اکسید جذب شوی حجم
په همدې کال الماني نبا ت پېژندونکي ساکس د فوتوسنتز په درشل کې د سبوس د دانوجوړېد ل
په ډاکه کړل . هغه د څو ساعتونو لپاره شنې پاڼې په تیارې کې کېښودې ، تر څو په هغوۍ کې زېرمه شوی سبوس په مصرف ورسوي .وروسته هغه دا پاڼې رڼا ته کېښودې ، پدا شان چې د هرې پاڼې نیمه برخه رڼا او نیمه يي تیارې کې وي .وروسته له یوې مودې يي ټولې پاڼې ټه د ایودین بخار ورکړ . په پايله کې د پاڼې د رڼا خوا برخې ځان ته تیاره ارغواني رنګ غوره کړ چې دې عمل د نشاېستې (سبوس) د کومپلېکس په جوړونه د ایودین سره دلالت کاوه ، پداسې حال کې چې د باڼې تیارې خوا رنګ بدل نکړ. د اکسیجن د ازادېدو او په شنو پاڼو کې د کلوروبلاست په همدا شان د فوتوسنتز د عمل د مناسب طیف او د کلوروپلاست پواسط د جذب شوي طیف تر منځ مستقیم اړیکي په کال 1880 کې اینګېلمن لخوا په داګه شول . هغه د یو شیشی سلاېد پر مخ د رڼا د نریو او پراخو وړانګو پواسط روښانه شوي شنه نري تار ډوله الجيان (اوبړې) چې د فنر په شان د تاو راتاو کلوروپلاست لرونکي وه کېښودل . هغه ددې اوبړیو سره یو ځاې د اکسیجن د غلیظیت په وړاندې حساس خوځېدونکې باکتریي تعلیق د نوموړي سلاېد پر مخ ځاې پر ځاې او بیا يي سلاېد په یوه د هوا څخه خالي محفظه کې کېښود . پدې حالت کې باېد خوځېدونکې باکتریاوې هغو برخو ته ، چېرته چې د اکسیجن غلیظت زیاتوي ولېږدي . وروسته له څه مودې سلاېد د میکروسکوپ لاندې وکتل شو او د باکتریائي موجوداتو شمېرل تر سره شول ، څرګنده شو چې ډېره اندازه بکتریا د شنو تار ډوله اوبړیو په شا او خوا کې ځاې په خاې شوي. اېنګلمن د خپلو نورو ازماېښتونو په ترڅ کې نوموړې اوبړې د وړانګو په ډول ډول طيفي جوړښت روښانه کړې او په دا شان يې د رڼا د سرچینې او د میکروسکوپ د شیشي سلاېد تر منځ منشور په ډاکه کړ. پدې صورت کې تر ټولو ډېره اندازه بکتریا د اوبړیو په هغو برخو کې راټولې شوې چې د طیف په ابي او سرو وړانګو رڼې شوې وې . په اوبړیو کې موجودو کلوروفیلونو ابي او سور نور جذب کړ.
لکه څنګه چې هغه وخت دا جوته وه ، چې د فوتوسنتز لپاره د رڼا جذبول ضروري دي نو ځکه اېنګلمن دې پاېلې ته ورسېد چې کلوروفیل په سنتز کې د پګمنتونو په توګه د یو فعال فوتو رېسپتور ( رڼا اخستونکې) په څېر برخه اخلي . د فوتو سنتز په اړوند د هغه وخت پوه کولاې شو په لاندې ډول څرګنده کړو:
کېمیايي انرژي + نشایسته СO2 + Н2О + Свет — O2 +
د شلمې پېړې تر لمړیو د فوتوسنتز عمومي معادله معلومه وه ، خو هغه وخت بیوشیمي تر دې کچې وده نه وه کړې چې د کاربن دي اکسید د بدلولو میکانیزم په کاربوهایدرید باندې څرګند کړي.
اوس هم په خواشینې سره باېد ومنو چې د فوتوسنتز د عملیې ځنې برخې په ښه توګه ندي څېړل شوي . له ډېرې مودې راهیسې زیار اېستل شوې ، څو د فوتوسنتز په ټولیز عمل باندې د رڼا د شدت ، د تودوخې ، د کاربن دي اکسید د تراکم او نورو فکتورونو اغېزې وڅېړل شي . سره لدې چې پدې ترڅ کې د شنو نباتاتو راز راز ډولونه تر څېړنې لاندې نیول شوي چې ډېر ازماېښتونه يې په یو حجروي شنو اوبړیو او یوحجروي ښکر لرونکو Evglena اوبړیو تر سره شوي . يو حجروي ارګانیزمونه د کېفي څېړنو لپاره ډېر مساعد دي ،ځکه کولاې شو چې هغوې په ټولو ازماېښتځایونه (لابراتوارونه) کې تر ستاندرد شرایطو لاندې و کرو . هغوې کولاې شي یو شان د اوبو په خنثی ( بوفېر) محلول کې په تعلیق راشې ، داسی یو لازم حجم تعلیق کولاې شو په هماغه اندازه واخلو کوم چې د عادي نباتاتو لپاره پکارېږي . د ازماېښت لپاره ښه ده چې د عالي نباتاتو له پاڼې څخه کلوروپلاست جلا کړو . ددې کار لپاره ډېرې وخت د پالکو څخه کار اخلي ځکه چې د هغو کرل او د تازه پاڼو څخه د څېړنو لپاره کار اخستل ډېر اسانه دې ځنې وخت ددې کار لپاره د نخود او کاهو له پاڼو کار اخلي . تر کومه ځایه چې کاربن دي اکسید په اوبو کې د حلیدو ښه قابلیت لري او اکسیجن نسبتا نه حلېـږې ، نو کېداې شي د فوتو سنتز په درشل کې په دغه سیستم کې د تړلي ګازي سیستم د فشار له وجې بدلون راشي . نو له همدې وجې په فوتوسنتېتیک سیستم کې د رڼا اغېزه کولاې شو د وار بورګ د تنفسي ماسک په مرسته ، چې په سیستم کې د اکسیجن حجم د زماني بدلونو د راجستر قابلیت لري وڅېړو . د لمړي ځل لپاره د وار بورګ تنفسي ماسک په 1920 کال کې د فوتوسنتز لپاره وکارول شو . د اکسیجن د جذبشوي او یا د هغه د ازادشوي حجم د اندازه ګیري لپاره د تعاملاتو په درشل کې کولاې شو نور مناسب وسایل لکه اکسیجني الکترودونه و کارو . د دې وسیلې څخه د polarographic مېتود پر بنیاد ګټه اخستل کېږي .
اکسیجنې الکترود د پوره حساسیت د لرلو له وجې کولاې شي چې په یو لېتر کې تر 0،01 ملي مول غلیظت څرګند کړي . نوموړې وسیله د پلاتین د نري سیم د کاتود څخه چې په کلک ډول د انود پر صفحه پرس شوې او د نقرې د نرې حلقې څخه چې په مشبوع محلول کې غوټه دې جوړشوې . الکترودونه د هغه مخلوط څخه چې تعامل په کې تر سره کېږي ګوښه دي او غشا يې د اکسیجن لپاره د نفوذ قابلیت لري . تعاملات په پلاستیکي یا شیشي لوښي کې چې په متداوم ډول د مقناطیسي میلې پواسط خوځېږي تر سره کېږي . کله چې پر الکترود ولتا ژ ډېرېږي ، پلاتیني الکترود د ستاندرد الکترود په نسبت منفي حالت اختیاروي او اکسیجن په محلول کې په الکترولیک ډول بېرته احیا کېږی . د برېښنا د بهیر اندازه د 0،5څخه تر 0،8 ولت پوري په مستقیم ډول د اکسیجن د پارسیال فشار سره په محلول کې ټړاو لري . د اکسیجني الکترود څخه د 0،6 ولټ په درلودو سره کار اخستل کېږي . د برېښنا بهیر د هغه الکترود پواسط اندازه کېږي ، کوم چې د یو مناسب راجستر سیستم سره نښتې دې . الکترود د تعاملي محلول سره یوځاې د اوبو د جریان پواسط له ترموستات څخه ابیاری کېږي . د اکسیجني الکترود په مرسته د رڼا او راز راز کېمیايي موادو د عمل اغېزې د فوتوسنتز په درشل کې اندازه کېږي . د اکسیجني الکترود ښه والې د وار بورګ د وسیلې پر تله دا دې :
• چې اکسیجني الکترود د اکسیجن د حجم بدلون په چټکې او متداوم ډول سره په سیستم کې ثبتوي .
• له بلې خوا د وار بورګ د وسیلې پواسط په یو وخت کې تر 20 نمونو او رنګ رنګ تعاملي مخلوطونه څېړل کېږي حال دا چې د اکسیجني الکترود پواسط دا نمونې په نوبتي ډول تحلیل او تجزیه ګېږي .
د 1930 کال د مخه ډېرو څېړونکو پدې برخه کې داسې تصور درلود ،چې د فوتوسنتز لمړنې تعامل د رڼا د عمل د وجې کاربن دي اکسید په کاربن او اکسیجن تجزیه او وروسته کاربن د یو لړ تعاملاتو په درشل کې د اوبو په ملتیا په کاربوهابدریدونو بدلوي . په 1930 کال کې د دوو مهمو کشفیاتو له وجې دا تصور بدل شو :
لمړی ــ د ځنو بکتریايي ډولونو څرګندونه او شرحه ، چې کولاې شي پرته د رڼا د انرژي د کارولو څخه کاربوهایدریدونه جذب (assimilate) او سنتز کړي . او وروسته هالندي میکروبیالوجست وان نیل د بکتریاوو د فوتوسنتز بهیر پر تله او دا يې په ډاګه کړه چې ځنې باکتریاوې کولاې شي د اکسیجن د ازادېدو پرته د رڼا په شتون کې CO2 جذب کړي .دا ډول بکتریا یواځې د هایدروجن د یو مناسب بستر یا دونر په درلودو سره کولاې شي د فوتوسنتز عملیه سرته ورسوي
د وان نیل فرضیه دا وه ،چې په شنه نباتاتو او الجیانو کې دا یو ځانګړی حالت دې ، چې د فوتو سنتز په درشل کې اکسیجن د اوبو څخه لاس ته راځي نه له CO2 څخه .
دوهم ــ روبرت هیل د کیمبریج په پوهنتون کې په 1937 کال د پاڼو د مشابه نسجونو د تفاضلي دفعلمرکز (differential centrifugation) په مرسته له تنفسي برخو حځه فوتوسنتېتیکې برخې ( کلوروپلاستونه) جلا کړل . لاس ته راغلو کلوروپلاستونو د رڼا په شتون کې له خبله ځانه د اکسیجن د ازادولو قابلیت نه درلود ( چې وجه يې ممکن د جلا کېدو پواسط د هغو ژوبلېدل وي ) . مګر که په تعلیق (suspension) کې د الکترون مناسب اخستونکې (oxidants ) ور ګډ شي نو هغوی د رڼا په شتون کې د اکسیجن په ازادولو شروع کوي د بېلګې په ډول ferrioksalat potassium or potassium ferricyanide. .
په فوتوشیمیک ډول د یو مالیکول O2 په ازادولو سره څلور معادل اکسیدانته ( oxidant) و رغول شول . ورسته څرګنده شوه چې ډېری Quinones او رنګونه د رڼا په ملتیا د کلوروپلاست پواسط رغول کېږي . مګر کلوروپلاستونو نشول کولاې CO2 چې د فوتوسنتز په درشل کې د الکترونونو طبعي اخستونکې ( acceptor ) دی ورغوي .
د کېمیايې پوتنسیال د مېلان پر خلاف د اوبو څخه د رڼا پواسط د القا شو الکترونو لېږدول غېر فیزیالوژیک اکسیدانت ( د هیل معرف ) ته د هیل د تعامل په نوم یادوي .
د هیل د تعامل ارزښت پدې کې دې چې هغه د فوتوسنتز په درشل کې د دوه جلا جریانو امکان را په ګوته کړ :
1) د اکسیجن فوتوشیمیک ازادېدل
2) د کاربن دي اکسید رغول
په 1941 کال په کالیفورنیا کې روبن او کامن په ډاګه کړه چې د اوبو تجزیه د فوتوسنتز په درشل کې د ازاد اکسیجن د ازادېدو سبب ګرځي . هغوی فوتوسنتز قابلیت لرونکې حجرې د اکسیجن په ایزوتوپ بډایو اوبو کې غوټه کړی چې اتومي کتله یې 18 وه د 180 واحد وه غوره کړ . د حجرو څخه د اکسیجن ازاد شوې ایزوتوپي جوړښت مطابقت درلود د اوبو سره نه د CO2 سره . غیر لدې کامن او روبن رادیواکتیف ایزوتوپ 18O کشف کړ چې وروسته په بریالیتوب سره د باکست او بنسون بین لخوا د فوتوسنتز په عملیه کې د کاربن دي اکسید د بدلونونو د څیړنې په موخه وکارول شو .
کالوین څرګنده کره چې د انزایمي تیارو( تاریکو) جریاناتو په پاېله کې د کاربن دي اکسید څخه د قند بیا رغونه رامنځ ته کیږي ، ځکه چې د یو مالیکول CO2 د رغولو لپاره دوه مالیکوله رغول شوی ADP او درې مالیکوله ATP بکارېږي . په همدې وخت کې د ATP او پیریدن نوکلوید رول د نسجونو په تنفس کې په ډاګه شو . په 1951 کال په درې ازماېښتځایونو کې د کلوروپلاست پواسط د ADP د فوتوسنتیتیکې رغونې امکان په ATP باندې څرګند شو . ارنون او الین په کال 1954 کې فوتوسنتز څرګند کړ ، هغو د پالکو په کلوروپلاست کې د CO2 او O2 اسیمیلیشن تر کتنې لاندې ونیوه . د لسو کالو په موده کې دا ممکنه شوه چې د کلوروپلاست څخه پروتین استخراج کړي کوم چې په تعامل کې د الکترونو په لیږدونه کې برخه اخلي او هغه عبارت دي له فیرودوکسین ،پلاستوسیانین ، فیروATP ـ ریدوکتاز ، سیتوکروم او داسې نور .
په سالمو شنو پاڼو کې د رڼا د اغيزې لاندې АДФ и АТФ رامنځ ته کيږي او د اوبلنو اړیکو انرژي د انزایمونو په ملتیا د کاربن دي اکسید څخه د کاربوهایدریدونه د رغوني لپاره کارول کیږي او د انزایمونو فعالیت د رڼا پواسط تنظیمږي .
ټاکونکي فکتورونه
په نباتاتو کې د فوتوسنتز د عملیې شدت یا چټکتیا په یو لړ داخلي او بهرنیو فکتورونو پورې تړاو لري .
داخلي فکتورونو:
• د پاڼې جورښت او په هغې کې د کلوروپلاست اندازه
• په کلوروپلاستونو کې د فوتوسنتز د محصولاتو زېرمه
• د انزایمونو د اغیزې
• او په همدا شان د ضروري غیر عضوي موادو د لږ غلیظیت ونډه لري .
بهرني فکتورونه عبارت دي له :
• په پاڼه باندې د خورې شوې رڼا کمیت او کیفیت ،
• د چاپیریال تودوخه
• د نبات په ګاونډي اتوموسفير کې د کاربن دي اکسید او اکسیجن غلیظیت
د فوتوسنتز چټکتیا په خطي ډول زیاتېدونکې ده او په مستقیم ډول انډول لري د رڼا د شدت د واحد سره . د رڼا د شدت په لا زیاتېدو سره د فوتوسنتز زیاتېدنه په قراره سره کمېږي او بالاخره کله چې رڼا خپل ټاکلي حد 10000 لوکس ته رسېږي فوتوسنتز ورسره له فعالیته لوېږي .د رڼا د شدت نوره ډېرېدونکې اندازه د فوتوسنتز په چټکتیا اغېزه نه کوي . د فوتوسنتز د چټکتیا پایداره برخه د رڼا د اشباع svetonasyscheniya د برخې په نوم یادوي . که چېرې ضرورت شي چې د فوتوسنتز په درشل کې پدې برخه کې د رڼا سرعت زیات کړې شي پکار نده چې د رڼا شدت بدل شي بلکه لازمه ده چې ځنې نور فکتورونه بدل کړای شي . د دوبي په یوه روښانه ورځ کې د ځمکې پر مخ د لمرد خورو شوو وړانګو شدت په ډېرو برخو کې 100000 لوکس ته رسېږي . نو په دې اساس د لمر خورې شوې وړانګې د ټولو نباتاتو د فوتوسنتېتیک فعالیت ( د سرو او بنفشو فوتونو انرژي ، کوم چې د لید لوري د برخو سره په مطابقت ده د دو چنده تفاوت په دلودو سره نور ټول فوتونونه د دې برخې د فوتوسنتز د سر ته رسوو قابلیت لري ) د اشباع لپاره بسنه کوي ، پرته له هغو چې په سیوري او ګڼو ځنکلونو کې را شنه کېږي.