د ناروغيو په مقابل کې مدافعه: اختصاصي او غیر اختصاصي
د ناروغيو په مقابل کې مدافعه:
څنګه چې په تېرو درسونو کې وويل شو مېکروبونه ، په تېره بيا بکتريا په هر ځای کې وجود لري. چې داسې ده، نو ولې نه ناروغه کېږو؟
ددې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی. د انسان بدن د قوي دفاعي سېستم په واسطه ساتل کېږي. که چېرې څوک د ناروغيو د توليدوونکو (پاتوجن) سره په تماس کې وي، ناروغه کېدل يې حتمي نه دي. په حقيقت کې زموږ بدن د پاتوجن په مقابل کې دوه ډوله دفاع کوي؛ يو يې د غيراختصاصي دفاع په نامه او بل يې د اختصاصي دفاع په نامه يادیږي.
غير اختصاصي دفاع
د مېکروبونو په مقابل کې د بدن د پوستکي په واسطه دفاع يوه غيراختصاصي دفاع ده. غيراختصاصي دفاع دا معنا لري چې د دفاع موخه د ځانګړي مېکروب په مقابل کې نه ده بلکې د مېکروبونو د ټولو ډولونو او خطرونو په مقابل کې يو ډول دفاع ده. د غيراختصاصي دفاع لومړنی پړاو پوستکی او مخاطي غشا ده چې بدن ته د مېکروبونو له داخلېدو څخه مخنيوی کوي.
دلته يې په مفصل ډول لولو:
پوستکی (Skin)
پوستکی د مېکروبونو په مقابل کې د دفاعي سېستم لومړنۍ غيراختصاي دفاع ده، چې د کيمياوي وسلو په وسيله سمبال شوی دی. غوړ او خوله )عرق(چې له پوستکي څخه څڅول کېږي)، د پوستکي مخ تېزابي کوي چې د مېکروبونو د زياترو نوعو د ودې مخنيوی کوي. خوله (عرق) د لېزوزايم (Lysozyme) انزايم لري چې د بکتريا د حجرې دېوال تخريبوي.
له بله پلوه پوستکی د څو طبقو هوارو حجرو څخه جوړ دی چې د بدن بهرنۍ سطحه يې پوښلې ده او د مېکروبونو په مقابل کې د بدن ډېره ښه ساتنه کوي. څرنګه چې د پوستکي بهرنۍ برخه زياتره له مړو حجرو څخه جوړه ده، په نتيجه کې زياتره پاتوجنونه د ژونديو حجرو د پيداکولو لپاره، چې پر ناروغۍ يې اخته کړي، د ستونزو سره مخامخ کېږي.
همدارنګه د پوستکي ځوانې او نوې توليد شوې حجرې د مړو حجرو ځای نيسي چې ددې مړو حجرو په جلاکېدو سره ډېر مېکروبونه د بدن له سطحې څخه لرې کېږي.
که چېرې د بدن د پوستکي کومه برخه غوڅه شي زيات شمېر مېکروبونه بدن ته ننوځي. په دې وخت کې يې بدن هم په مقابل کې عمل کوي. وينه په غوڅ شوي ځای کې خټه (پړن) کېږي او بدن ته د مېکروبونو د داخلېدو مخه نيسي. ټپ او د بدن توږل شوی ځای بايد د پاک او تعقيم شوي بنداژ يا ټوټې په واسطه وتړل شي ترڅو د مېکروبونو د داخلېدو مخنيوی وکړي. په ټپ باندې د خاورو، نسوارو او ايرو اچول ډېر خطرناک وي، ځکه ډېر مېکروبونه لري.
مخاطي غشاء
زياتره بکتريا، چې غواړي د خولې او سترګو له لارې بدن ته ننوځي، د خاصو انزايمونو په واسطه له منځه ځي. همدارنګه د هاضمې، تنفسي، تناسلي او اطراحي سېستمونو داخلي سطحه د مخاطي غشاء په واسطه پوښل شوي دي. مخاطي غشا د Mucus په نوم مخاط ترشح کوي چې دغه مخاط لزجي او چسپناکه وي، انزايمونه هم لري، بکتريا ورپورې نښلي او له منځه ځي. د بېلګې په توګه: هغه مېکروبونه چې کېدای شي د پزې له لارې کومي ته ننوځي. د مخاط مايع ورڅخه چاپېره کېږي او معدې ته وړل کېږي چې هلته د معدې د تېزابو او انزايمونو په واسطه له منځه ځي. د تنفس مجرا يو ډول سيليا )باڼه( لري چې تل په حرکت کې وي او د فلتر پهډولعملکويچپهسږوکدبلغمپهشکلدجمع شوي مايعاتو په ويستلو کې رول لري.
پوستکی او مخاطي غشاء بدن ته د مېکروبونو د ننوتلو مخنيوی کوي، کله چې مېکروب بدن ته ننوځي څلور ډوله غيراختصاصي دفاعي عکس العملونه صورت نيسي چې عبارت دي له: د زخم د ساحې پړسېدل، د تودوخې د درجې لوړوالی، د ځانګړو پروټينونو منځته راتلل او د سپينو حجرو د شمېر زياتوالی.
د ټپ په ځای کې پړسوب
کله چې ستاسو د بدن کوم ځای غوڅ يا وتوږل شي هغه ځای سور کېږي او خارښت کوي، په حقيقت کې د ټپ ځای بدن ته د مېکروبونو د داخلېدو يوه لار ده زخمي حجرې يوه ځانګړې کيمياوي ماده څ(وي چې يو يې هستامين (Histamine) دی.
هستامين د ټپ په ځای کې د وينې د جريان د زياتوالي لامل کېږي. په نتيجه کې زياتې سپينې حجرې ساحې ته ځي او له مېکروبونو سره جنګېږي. له همدې کبله د ټپ په ځای کې سوروالی، سوی (سوزش) او د خوږ احساس کېږي.
د زوې يا Pus په نوم ژيړ رنګه مايع په ټپ کې منځته راځي. زوې د مړو سپينو حجرو يا د مرګ په حال کې حجرو او د تخريب شوو حجرو له پاتې شونو د مېکروبونو سره له يوځای مخلوط څخه عبارت دی.
د تودوخې درجه
أيا کله موتبه کېې ده؟ کله چې د يو ناروغ بدن د مېکروبونو په مقابل کې مبارزه کوي،دبدندتودوخې درجه یې له عادي حد (37 C) څخه لوړیږي، دا حالت د تبې په نامه يادیږي. په حقيقت کې ماکروفاژونه (د وينې يو ډول سپين کرويات دي) له مېکروبونو سره د مخامخ کېدو په وخت کې کيمياوي مواد ترشح کوي.
دغه مواد د انسان په مغزو تاثيرکوي او په نتيجه کې د بدن د تودوخې درجه پورته بيايي. تبه په حقيقت کې په بدن کې د مېکروبونو شتون راښايي او د بکتريا د ودې په مخنيوي کې ښه مرسته کوي، ځکه چې زياتره بکتريا په لوړه تودوخه کې فعاليت نشي کولی.
پروټيني عکس العملونه
په وينه کې په طبيعي ډول ځينې پروټينونه شته چې د مېکروبونو په وړاندې مبارزه کوي، د بېلګې په توګه: د اِنټرفېرن )Interferon( په نامه يوډول پروټين له هغو حجرو څخه چې ويروس تر حملې لاندې نيولي وي، ترشح کېږي. اِنټرفېرن ددې لامل کېږي چې نورې حجرې د ويروسونو له ننوتلو څخه خبرې کېي او د ويروسونو پرضد خاص ډول انزايم جوړ کېي.
د وينې سپينې حجرې (White Blood Cells)
د وينې سپينې حجرې د بدن دفاعي او جنګي ځواک شمېرل کېږي. دا حجرې د بدن په ټولو برخو کې حرکت کوي او له پاتوجنونو سره جنګېږي. نوتروفيلونه، ماکروفاژونه او لمفوسايتونه د وينې د سپينو حجرو ډولونه دي چې هر يو يې په خپلو ځانګېو طريقو مېکروبونو سره مقابله کوي.د وينې سپينې حجرې د هډوکو په مغزو کې جوړیږي د وينې جريان او لمفاتيک سېستم ته ننوځي.
چې هر يويې په لاندې ډول مطالعه کوو.
الفګ نوتروفيل (Neutrophil): دا د وينې د سپينو حجرو له جملې څخه تر ټولو زياتې حجرې دي او اندازه يې تقريباً د سرو حجرو دوه چنده ده. نوتروفيلونه د بدن ساتونکي دي. کله چې د بدن يوه برخه ټپي شي نوترفيلونه لومېنۍ حجرې دي چې د ټپ ځای ته رسېږي او په هغه ساحه کې مېکروبونه خوري او د مېکروبونو د خپريدو مخنيوی کوي. مېکروبونه د نوتروفيلونو په دننه کې له منځه ځي چې بيا نوتروفيلونه هم له منځه ځي.
بګ ماکروفاژونه (Macrophages): ماکروفاژونه هم د نوتروفيلونو په شان له مېکروبونو څخه د بدن ساتنه کوي. ماکروفاژونه د عفونت ساحې ته د رسېدو په وخت کې ويروسونه او د نوتروفيل مېې حجرې خوري. په حقيقت کې نوتروفيلونه د جګېې په ډګر کې عمل کوي او ماکرفاژونه د جنګ صحنه پاکوي.
جګ لمفوسايټونه يا طبيعي وژونکې حجرې: د اندازې له مخې لمفوسايټونه له نوتروفيلونو څخه وروسته په زيات شمېر او هم د وينې د سپينو کروياتو ډېرې غټې حجرې دي. د لمفوسايټونو دوه ډوله حجرې وجود لري: د T حجرې او د B حجرې. د T حجرې پر مېکروبونو ککېو حجرو باندې حمله کوي. د مېکروب د حجرې غشاء سورۍ کوي او له منځه يې وړي. د B حجرې مېکروبونه په نښه کوي ترڅو ماکروفاژونه هغه وپېژني او لهمنځه يې يوسي.
همدارنګه لمفوسايټونه د سرطاني حجرو په مقابل کې مخکې له دې چې تومور شي د بدن ډېره ښه دفاع ده.
اختصاصي دفاع (معافيتي عکس العمل):
هغه وخت پيل کېږي چې مېکروب بدن ته داخل شي. که چېرې کوم مېکروب د پوستکي او مخاطی غشا څخه تېر شي او ځان د وينې جريان ته ورسوي، په دې حالت کې اختصاصي دفاع يعنې د معافيت سېستم (Immunity Systyem) په فعاليت پيل کوي. کله چې يو څوک ناروغه کېږي په وينه کې يې مواد جوړیږي چې د انټي باډي په نامه يادیږي چې بکتريا او ويروسونه له ناروغۍ څخه خوندي ساتي.
په بل عبارت هغه شخص په احتمالي ډول لږ تر لږه تر يو وخته پورې په همغه ناروغۍ نه اخته کېږي. ځينې معافيتونه لکه د شري(سرخکان) په مقابل کې د عمر ترپايه پاتې شي، خو د رېزش د ناروغۍ معافيت ډېر کم وخت وي.
معافيت هغه وخت منځته راځي چې يوڅوک په يوې ناروغۍ اخته شي. د هرې ناروغۍ لپاره ځانګېي انټي باډي وي، مث ًلا: هغه انټي باډي چې د شري ناروغۍ لپاره په بدن کې منځته راغلې وي، د پوليو )فلج( د ناروغۍ لپاره کومه ګټه نه لري. د اختصاصي دفاع په باره کې به په دولسم ټولګي کې پوره ډول معلومات لاس ته راوړئ.
واکسين (Vaccine)
د اتلسمې پېېۍ تر پای پورې هي(وک د ناروغيو توليدوونکو عواملو په باره کې نه پوهېدل. په دې وخت کې د Edward Jenner په نامه يو پوه د چيچک )Small Pox( د ناروغۍ په باره کې مطالعه وکېه. په دې ناروغۍ اخته کسان، مېه کېدل. ډېر لږ کسان به چې ژوندي پاتې کېدل، بيا هيڅکله په دې ناروغۍ نه اخته کېدل.
دا مطلب د ناروغۍ په مقابل کې معافيت دی. جينر له دې مطلب څخه کار واخېست او د لومېي ځل لپاره يې دناروغيو څخه واکسين جوړ کېل. واکسين د يوې ناروغۍ ضعيف شوي مېکروب يا زهر دي چې د روغ شخص بدن ته پيچکاري کېږي کله چې واکسين د وينې جريان ته ننوځي بدن يې په مقابل کې مبارزه کوي او انټي باډي جوړوي چې دغه انټي باډي په حقيقت کې يو ډول پروټين دي.
أن د شخص په بدنک تريو عمر پورې أن ځين د عمر ترپای پورې پاتې کېږي. البته واکسين دومره قوي نه وي چې شخص د سختې ناروغۍ يا د مرګ حالت ته ورسوي. يوازې د بدن د مقاومت لامل ګرځي. ډېرې ناروغۍ خطرناکې او د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر لږ وي. ساينسپوهان همېشهپهدېفکرکوواودي،داسموادجوړکېيچدانسانبدند بېلابېلو ناروغيو په وړاندې غښتلي کېي په دې کار کې يو څه بريالي شوي هم دي چې واکسين د همدې موادو له جملې څخه دي.
سرطان (Cancer)
حجرې ډېر دقيق او منظم تکثر کوي، خو کله کله په ځينو حجرو کې د تکثر عمل ډېر چټک رامنځته کېږي چې د کنترول وړ نه وي. دا کار د سرطاني حجرو د منځته راتګ سبب کېږي. سرطان د چنګاښ معنا لري.
سرطاني حجرې کولی شي د وينې جريان او لمفاوي سېستم ته ياد بدن نورو برخو ته داخل شي او حياتي فعاليتونه مختل کېي، په تېرو لوستونو کې مو ولوستل چې په عادي ډول سرطاني حجرې د T حجرو په واسطه له منځه ځي، خو په ځينو وختونو کې د T حجرات نشي کولی هغه له منځه يوسي.
نو له دې کبله د سرطان ناروغي منځته راځي. تر اوسه پورې ددې ناروغۍ له کبله زيات شمېر انسانان له منځته تللي دي. د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره زيات کوښښونه شوي دي او اوس هم روان دي، مث ًلا: په دې وختونو کې د سرطان په ناروغۍ اخته يو شمېر خلک د جراحۍ د عمل يا د وړانګو او ځانګېو درملونو په واسطه تداوي کېږي. وړانګې او درمل د سرطاني حجرو وده ورو کوي.