د ملګرتیا دېرش نښې

د مادي تمو لپاره ملګرتیا نه کوي؛ د زړه هره خبره په خولې نه راوړي؛
د خپل ملګري رازونه له نورو سره نه شریکوي؛
تر دې چې له خپل ملګري اجازه اخیستي وي؛
د خپل ملګري په بریالیتوب خوښ اوسي؛
خپله هم خبرې کوي او د ملګري خبرو ته هم غوږ نیسې، نه دا چې یوازې خپله خبرې کوي؛
هیڅکله د هغه پسې خبرې نه کوي؛
په خوښۍ او خپګان کې ورسره وي؛
د هغه د مثبتو ټکو قدردانی کوي؛
که له خپل ملګري څخه ګیله‌من شي مودې صبر کوي تر څو چې مناسب وخت کې ورسره هر څه خلاص کړي؛
د خپل ملګري ډالۍ په ښو الفاظو ستایي، تر دې چې د ډالۍ له ارزښت نه د ده ادبیات لوړیږي؛
د نورو پر وړاندې د هغه احترام کوي؛
له خپل ملګري سره په نرمۍ او ارامۍ خبرې کوي؛
له «بښنه غواړم» ډیره استفاده کوي؛
د خپل ملګري په بدۍ سترګې پټوي؛ که د بدیو اندازه ډيره شوه نو مقابل لوری نور نو ملګری نه دی؛
تر څو چې کولای شي خپله ژبه کنترول کې ساتي، ځکه د ژبي پرهر نه رغېږي؛ له ضرورت پرته د ملګري کارونه له نورو سره نه شریکوي؛ په خپلو کړو وړو کې تر ډیره محتاط وي؛ د خپلو کړو وړو او خبرو نتایج محاسبه کوي؛ په اوږدمهاله ملګرتیا باور لري؛ د خپل ملګري د بریا لپاره کوښښ کوي؛ که کومه خبره ورته ګونګه وي نو د وضاحت لپاره پوښتنه کوي وروسته قضاوت؛ د غوسې په اوج کې خپل ادبیات له لاسه نه ورکوي؛ د ملګري له ملګرتیا ناوړه استفاده نه کوي؛ که د کومې پیښې کیسه ورته نقلوي نو په بشپړ ډول یې نقلوي دا نه چې خبرې یې ژوولې وي؛ په ډالیو یې نازوي؛ د مال او نورو ځاني ګټو لپاره هغه سره خیانت نه کوي؛ که څه ویل غواړي نو صبر کوي، خبره په خپل موقع کې کوي؛ د هغه حساسیتونه درک کوي؛ ملګرتیا د کتاب مثال لري: کلونه وخت نیسي تر څو جوړه شي خو اورلګید یې په څو ثانیو کې له منځه وړي.
یو هوښیار وایي: خپلو زامنو ته د نویو ملګرتیاو جوړولو او د زړو د پاللو چل ورزده کړئ، که نوې ملګرتیا جوړول سپین زر ده نو زاړه پالل سره زر ده.

د کلکې ملګرتیا اصول وروښیئ چې هغه امانتداري، ګډون او ورکړه ده:

‍۱- امانتداري: یعني له یوه ملګري سره د بل مال، اولاد، خبرې او اسرار امانت دي.

۲- ګډون: یعني یو به له بل سره خپل غمونه، دردونه، خوشالي او خپګان ګډوي.

۳- ورکړه: یو ملګری به بل ته له خپل وس سره سم هیڅ ډول ورکړه او مرسته نه سپموي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب