د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو ځنې علتونه
د مسلمانانو دپاره، الله(ج) دغه خبره په واضح ډول په قرآن شریف کې ذکر کړېده چې هغه څه مه وایی چې د هغو د کولو نیت او اراده نلری.
د خبرو او د عمل تر منځ د ښکاره توپیر خرابه نتیجه هره ورځ پخپل ژوند کې په خپلو سترګو وینو.
د مثال په توګه، که یو پلار خپل اولاد ته د ښو کارو نصیحت کوي او ورته وایي، چې دروغ مه واىٔی، نو کله چې اولادونه بیا خپل پلار ویني چې د دنیوي ګټو په خاطر دروغ واىٔي، نو اولادونو ته د خپل پلار قدر ډېر کمیږي، او هغه ورو ورو په خپل پلار بې اعتباره کیږي. که چېرې خدای ناخواسته، د یوه کور پلار د هغه د اولادو په نزد بې اعتباره شو، نو هغه کور ته بیا کور مه وایه. د یوه کور اولاد ته د هغه د پلار د قول او عمل یو شانته والی، ډېر د اهمیت وړ دی.
همدارنګه، د دیني علماو قول او عمل بیا تر ټولو مهم دی. د مثال په توګه، که یو دیني عالم د سود حراموالۍ بیانوي، لېکن، همدغه دیني عالم بیا د سود کاروبار کوي، او کور په سود اخلي، نو همدغه د قول او د عمل توپیر، هغه دیني عالم د خلکو په نزد ډېر بې اعتباره کوي.
په همدا ډول، د یوه مسلمان سیاستوال قول او عمل ډېر مهم دی. نن سبا ځنې مسلمان سیاستوال د یو څو رأیو د لاسته راوړلو په خاطر خلکو ته ډېرې دروغجنې غوړې وعدې ورکوي، لیکن هغه بیا په عمل کې نه پیاده کوي. چې په نتیجه کې خلک په هغه سیاستوال بې اعتباره کیږي.
د پام وړ ټکی:
یو مسلمان باید هر وخت کوښښ وکړي، چې خپل قول په عمل کې پیاده کړي. نن سبا ټول خلک د یوه چا عمل ته ګوري، او د چا په خالي وعدو نه غولیږي. ټول خلک د خپلو دیني علماو، خپلو سیاستوالو، او مشرانو عمل ته سترګې په لاره دي، او عمل غواړي، او باید مونږه خپل نېک قول په عمل کې پیاده کړو. یو څوک چې کله د خلکو په نزد بې اعتباره شو، نو بیا د هغه په صحیح خبره هم څوک باور نکوي. هغه هېڅکله هم بیا خپل لومړنی اعتبار نشي لاسته راوړلی. هغه دیني عالم چه څه وایي، او هغه په عمل کې پیاده کوي، هغه خلکو ته ډېر د قدر وړ ښکاري، د هغو خبرو ته خلک ښه غوږ نیسي، او هغه د زړه له کومي مني.