د محمد بن قاسم په ناول لیکنه
“محمد بن قاسم (رح)” د ښاغلي نسیم حجازي اثر:
محمد بن قاسم ناول د تکړه داستان لیکونکي نسیم حجازي اثر دی، چې ښاغلي محمد زبیر شفیقي پښتو ژبې ته ژباړلی او په ١٣٧٧ کال افغان نشراتي مرکز خپور کړی دی.
د محمد بن قاسم ناول ما ډیر په شوق ولوستلو واقیعن بهترین ناول دی او ما ترې ډیر څه زده کړل نو په همدې بنسټ غواړم یو څه پرې ولیکم.
د محمد بن قاسم ناول تاریخي ناول دی، تاریخي ناول هغو ناول ته ویل کیږي چې د تاریخي پېښو پر بنسټ لیکل کیږي او کرکټرونه یې هم ډیر کله څرګند تاریخي افراد وي.
د محمد بن قاسم ناول کیسه:
کیسه: په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، ځکه همدا کیسه ده چې په لوستونکو څوه سوه مخه کتاب په تلوسه لولي او خوند ورڅخه اخلي.
کیسه یې:
د هندوستان د لویدیځو غاړو په مهمو بندرونو او د سراندیپ(اوسنۍ سریلانکا) په سواحلو د عربو قافلې تلې او راتلې، د جهالت په زمانه کې څو عربو د (سراندیپ) په جزیره کې میشته شول.
کله چې په عربو کې د نوي دین (اسلام) اوازې اوچتې شوې نو دغه عرب سوداګر هم د خپل دین پریښودلو ته حاضر نشول.
خو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) او حضرت عمر (رض) د ویاړمنو بریالیتوبونو له امله د ګاونډیو هیوادونو کې د عربو په اړه د درناوي او احترام جذبې را اوچتي شوې.
د هندوستان او سراندیپ په جزیرو کې پرتو عربو نژادو سوداګرو د ایران او روم په خلاف د عربو بریاوې د قوم بریاوې ګنلې او پرې خوښیدل، ورو ورو د عربو نوي دین هم د دوی په زړونو کې نفرت او کرکې ځای مینې او محبت ته پریښود، په هغه وخت کې به چې څوک عربو ته لاړل له هغې خوا به د اسلام په دین مشرف بیرته راتلل.
عبدالشمس د عربو سوداګرو مشر وو د هغه کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې په سراندیپ کې اوسیدله دی په همدې جزیره کې زیږدلی وو، او واده یې هم همدلته د یوې عرب نژاده پیغلې سره کړی وو هغه ټول وخت همدلته اوسیدو هغه ته دا هم نه وه معلومه چې دی اصلي د کوم ځای دی.
دې ده زړه ته داسلام مینه هغه وخت کوزه شوه کله چې د یرموک او قادیسې دسوبو اوازونه په نړۍ کې غبرګ شول.
د سرندایپ د پاچا راجه په زړه کې هم د اسلام د دین مینه پیدا شوه او عبدالشمس ته یې وویل ته عربو ته ځې هغه ورته وویل هو بلکل زه تیار یم له ده سره پنځه نور سودا ګر ملګري شول او لس ورځې ورسته یې د خپلو کورنیو سره خدای پاماني وکړه او لاړل.
شل ورځې وروسته د کاتیاور یوه کښتې په ساحل کې ودریده او عبدالشمس او دوه نو ملګري یې ترې را کوز شول، او ویل یې چې د دوی کښتۍ ډوبه شوه او نور ملګري یې اوبو یوړل دوی سندي تجارانو بچ کړل.
د سندي تجارانو مشر دلیپ سینګ نومیده چې راجه ورته همدلته کور جوړ کړ همدلته اوسیدلو او ورسته یې د سمندري پوځ مشر وټاکو.
له دې پیښې نه ورسته د ابوالحسن په نامه یو سوادګر د اسلام د تبلیغ لپاره دو جزیره ته راغلو.
عبدالشمس د عربو د کښتیو له راتګ څخه خبر شو د هغو استقبال ته ورغی او هغه یې کورته بوتلل ابو الحسن پنځوس آسونه ورسره را وستلي وو، او د دې پنځوسو آسونو لپاره په لږ وخت کې دوه سوه نفره را غونډ شول خو دلیپ سینګ ابوالحسن ته وویل چې تر څو راجه یې ونه ویني مه یې خرڅوه شاید هغه دا ټول آسونه واخلي.
په همدې وخت کې د راجه استازی راغی ویل یې: راجه د عربو سوداګرو سره ویني او آسونه هم ګوري.
دلیپ سینګ استازي ته وویل: سمده اوس به ټول درشي.
راجه له مخکې نه د آسونه د اخیستلو پریکړه کړې وه او دومره لوړ قیمت یې منلی وو چې د عربو له تقاضا ډیر لوړ وو.
راجه د اسلام د دین په اړه پوښتنه وکړه ابوالحسن د اسلام په دین په پوره معنا رڼا ورته واچوله او ورته بیان یې کړلو.
ابوالحسن د عبدالشمس له لور سلمې سره همدلته نکاح وکړه.
ابوالحسن په ښار کې ځانته یو کور جوړ کړ او د واده په دوهم کال ابوالحسن ته الله تعالی یو زوی او په څلورم کال یوه لور ورکړه د زوی نوم یې خالد او دلور نوم یې ناهید کیښود.
یوه ورځ دلیپ سینګ راجه ته د خالد د جنګي مهارتونه یادونه وکړه پاچا وویل هغه به زموږ د شهزاده مقابله وکړای شي دلیپ سینګ وویل نه زموږ شهزاده په نازونو کې لوی شوی او هغه د یو مجاهد زوی دی.
راجه دلیپ سینګ ته وویل: زه غواړم د شهزاده روزنه د ابوالحسن په غاړه ور واچوم او ښه ډیره تنخوا هم ورکوم دلیپ سنګ ابوالحسن ته وویل هغه دا خبره ومنله خو د تنخوا د اخیستلو نه یې انکار وکړ له دوه کلونو وروسته یې راجه ته وویل ستا زوی اوس په جنګي مهارتونو کې د هیواد د ځوانانو مقابله کولای شي.
راجه ورته وویل: شهزاده به د خالد مقابله وکړای شي؟
ابو الحسن وویل: خالد په داسې عمر کې غشي ویشتل زده کړي چې شهزاده به له نانځکو سره لوبې کولې.
راجه وویل: شهزاده په توره وهلو کې تر خالد تکړه دی کنه؟
ابوالحسن وویل: په عمر کې تر خالد مشر دی او په مټو کې زورور دی شاید ښه توره وچلولی شي.
راجه خپل زوی را وغوښتلو چې ته د خپل استاد له زوی سره سیالۍ ته تیار یې؟
شهزاده ځواب ورکړ: نه!
هغه زما کشر ورور دی که زه مات شم وبه شرمیږم که دی مات شي هم ماته بده ښکاریږي.
په همدې وخت کې ابوالحسن حج ته روان شو او غوښتل یې سلمې هم ځان سر بوزي خو هغه سخته ناروغه شوه او همدلته پاتې شوه.
یو څه وخت وروسته اوازه شوه چې د ابوالحسن کیښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې.
پاچا د سرندیپ په تخت ناست وو چې خدمتګار را ننوتلو ویل یې چې دلیپ سنګ د ننوتلو اجازه غواړي یو بل ځوان هم ورسره دی.
باچا ورته وویل: ورشه ورته ووایه چې راشئ!
ځوان په بې پروایۍ ګامونه را واخیستل او سلام یې ادا کړ راجکمار هغه ځوان ته لاس ورکړ او ستړي مشی یې ورته وویل او ټول دربار دا کار تکرار کړو.
راجکمار هغه له ځان سره کینولو او پوښتنې یې ترې شروع کړې.
نوم د څه دی؟
ځوان: ( زبیر).
راجکمار: د کومه ځایه راغلی یې؟
ځوان: د بصرې نه.
راجکمار: د ابوالحسن د کښتۍ څه درک معلوم نشو؟
ځوان: نه! خو زه ډاریږم چې هغو ته په لاره کې څه پیښه نه وي ورشوې.
راجه ځوان ته وویل زه ستا په لیدو خوشحاله شوم.
او پسې زیاته یې کړه زه غواړم ستاسو باچا ووینم خو زبیر ورته وویل: زموږ باچا نشته.
راجه وخندل وویل: هو ابوالحسن به هم همدا خبره کوله چې مسلمانان څوک باچا کوي نه.
زبیر جیب ته لاس کړ یو لیک یې را واخیست او وویل دا لیک د بصرې حاکم راکړی دی.
په لیک کې راجه ته داسې لیکل شوي وو چې تاسو له ښو نه مننه کوم او هغه بې سرپرسته ښځې او ماشومان له زبیر سره بصرې ته را ولیګه.
لس ورځې وروسته د دوی کیښتۍ په سمندر کې ولاړې وې راجه حجاج بن یوسف او ولید ته په ګران بیه تحفو برسیره لس فیلان هم ډالۍ کړل او دوی حرکت وکړ.
له څو ورځو مزل وروسته دوی د بالا مار په یو بندر کې لنګر واچوه او څلور ورځې دمه یې وکړه.
په دریمه ورځ پهردارانو د شمال له خوا د دوه کښتیو د ورتګ خبر ورکړل دلیپ سینګ د کښتیو د درولو امر ورکړ او وویل کیدای شي دا کښتۍ د سمندري غلو نه وي خو موږ باید بیداره شو.
لږ ځنډ وروسته دلیپ سینګ د یوې کښتۍ تور بیرغ ولیدلو او چیغې یې کړې دا غله دي بیدار شئ!
لوټماران کښتیو ته را ورسیدل خو جګړه د دوی په ماتې پای ته ورسیده او د مشر په ګډون یې څو تنه تسلیم شول.
په دو کښتۍ کې یوه نجلۍ او ځوان هم وو چې جامې یې لوټمارانو ته ورته نه وې د زلمي نوم جي رام وو او د راجپورت د اشرفې کورنۍ څخه وو هغه د دیبل د حاکم مرستیال پاتې شوی وو.
د کښتیو تر روانیدو د مخه د لوټماران د سردار نه بغیر ټول کسان د دلیپ سنګ کښتۍ ته ولیګل او زبیر ورته وویل چې څو یې سزا معلومه نه وي کار پرې ونه لرئ.
د لوټمارانو مشر ګنګو نومیده او دایمن به یې زولنې په پښو کې وې او علي به هغو ته ډوډۍ وروړله او علي به له هغو سره ډیر ښه چلند کولو او زبیر هم له هغه سره ښه چلند کولو.
د ګنګو هم عجیبه کیسه وه ویل یې زه په خپل کلي کې په یوه نجلۍ چې لاجوا نومیده مین وم او هغه په ما مئینه وه د هغې پلار شرط کیښود هغه داسې وو له دغو سیند که هر څوک بلې غاړې ته واوښتل زه به لور ورکوم هغه شرط ما پوره کړو او زما او لاجوه واده وشو ما به کبان نیول او دې به ډوډۍ پخولې هغه هم عجیبه شپې وې او زیاته یې کړه زموږ د کلي نه یو میل لرې زموږ د سیمې د مشر ښار وو، یوه ورځ هغه له خپلو سپایانو سره راغی او ماته یې د سیند نه د اړولو وویل ما هغه په کښتۍ کې سپاره کړل هغه ماته وویل دا څوک ده ما ورته وویل دا مې میرمن ده هغه وویل دا د کب نیونکي لور نه ده دا د چیرته پټه کړې ده، ما غږ ورته ونه کړو هغه زما نه د نوم پوښتنه وکړه او لاړل.
بل ماښام هغه زه د کبانو د وړلو په پلمه ښار ته ور وغوښتلم په ما یې برید وکړه او زه یې بندي کړم.
هغو لاجو هم را وستلې وه او له هغو سره یې دا شرط لګولی وو که ته ماته له خپل عزت او عفت تیره شې نو ګنګو به زه خوشي کړم هغه دا شرط ومنلو او زه یې له ښار نه بهر کړم.
دغو پیښو له مانه لیوه جوړ کړ او له کلي نه مو تبرونه را واخیستل او څو ځوانان هم را سره ملګري شول او سپاهیان مو ووژل او سیند ته مو واچول او له هغې ورځې راهیسې ما همدا کار شروع کړو.
په ماښام د دوی کښتۍ د دیبل په بندر کې لنګر واچولو جی رام سوغاتون واخیستل او روان شو او د ښار والی (پرتاپ راعي) ته نیغ ورغی.
پرتاپ راعي جي رام ته وویل دوی به وسلوال هم وي ځکه دوی د لوټمارانو دوې کښتۍ ډوب کړې دي دوی خو به له بندره ښوردلي نه وي؟
دلیپ سنګ ورته وایي: نه هغه زه یو څو شپې میلمانه کوم.
پرتاپ ورته وویل: هغه به نور همدلته وي ځکه ماته راجه د هغه د کښۍ د لوټلو امر را کړی دی.
جی رام وویل: ته خو به ټوکې نه کوې؟
پرتاپ وویل: زه له ماشومانو سره په ټوکو بلد نه یم.
جي رام چیغه کړه نه داسې مه کوئ هغه زما محسنان او زما ملګري دي.
په همدې وخت کې جي رام ته څلور تنه سپاهیان راغلل او هغه یې ونیولو.
او دښار مشر د لښکرو سره د بندر خواته روان شو د هغو له بیړې نه داسې ښکاریده چې نیت یې ښه نه دی.
عربانو د ماښام لمونځ ادا کړو چې د دلیپ سنګ په ساحل کې په سپاهیانو سترګې ولګیدې او ورخطا شو څلور تنه دوی ته په وړوکي کښتۍ کې راغلل او ویل يې پرتاپ راعي د تاسو له مشرانو سره لیدل غواړي.
دلیپ سنګ او زبیر په کښتۍ کې سپاره شول او ورغلل.
پرتاپ راعي وویل: ستاسو په کښتیو کې څه دي؟
دلیپ سنګ ورته وویل: چې جي رام چې څه درته ویلي هغه دی نو ته له موږ نه ولې پوښتنه کوې؟
پرتاپ وویل: چې جي رام څه ویل که هغه رښتیا وي دا کښتۍ له دې ځایه نشي تلی.
دلیپ سنګ وویل ولې نشي تلی؟
پرتاپ وویل: د راجه حکم دی.
دلیپ سنګ یو څو تیزې خبرې ورته وکړې چې پرتاپ د هغه په سینه کې توره ورخښه کړه او په ځمکه ګوزار شو او ومړ.
له دې وروسته سپاهیان په کښتیو کې سپاره شول او د کښتیو په لوري یې غشی وروال شروع کړل.
او جنګ شروع شو ناهید هم یو غشی ولګیدله اوخالد هغه اوچته کړه او د هاشم له مړي سره یې واچوله.
جګړه خلاصه شوه، خالد ناهید او مایا ګنګو وتښتول او نور څوک شهیدان او څوک بندیان شول.
په بله ورځ جی رام پرتاپ ور وغوښتلو جی رام ورته وویل: زما خور چیرته ده؟
پرتاپ: ستا د خور په اړه زه معلومات نه لرم.
جی رام: ته دروغ وایې ما مې خور د عربو ښځو په منځ کې پریښوده.
پرتاپ: هغه ښځې دلته بندیانې دي راشه په کې ویې ګوره
هغه خپله خور پیدا نه کړه، زبیر ته یې وویل چې زما خور چیرته ده
زبیر: په زوره چیغې کړه ته څومره رزیل سړی یې او په دو دروغو کې خپل رښتیا نشې پټولی خو که د ناهید یوه ویښته ته زیان ورسید ټوله مځکه به در باندې سور اور کړم.
په بله ورځ جي رام په سیند کې ولمبیدو چې جامې یې اغوستې مخته یې په شګو کې غشی خښ شو هغه په غشی تړلی لیک خلاص کړ او د ګنګو پیغام یې ولوست او دهغه سره ولاړو ګنګو هغه ته ویل ډیر لوی مجرم یې خو هغه ځان بې ګناه بللو.
جي رام غوښتل راجه وویري تر څو زبیر او نور بندیان خوشي کړی.
جی رام روان شو خو خالد ورته ویل مایا لیک درکوي هغه زبیر ته ورکړه.
په بله ورځ راجه د زبیر او بهیم سنګ تر منځ مقابله براره کړه او بهیم سنګ ماته وخوړه او په شاه شو.
خو راجه ته یو وزیر دا مشوره ورکړه چې دا ټول بندیان باید د ښار په یوه څلور لاري کې وځړول شي چې خلکو ته دا معلومه شي چې عرب هم عادي خلک دي.
داسو د نراین داس په کور کې وو چې ماښام یې احوال راوړ چې جی رام او بل ځوان یې په کفس کې اچولي او غرغره کوي یې.
خو د تقدیره فیصله بیا بل څه وه زبیر او جي رام دالله تعالی په نصرت او د ګنګو په حمله کې را خلاص شول او زبیر د هغه لیک په رسولو پسې روان شو.
په همدې وخت کې د بصرې والي حجاج بن یوسف د ترکستاني استازي انتظار کولو چې هغه کله را ورسیدو د حجاج ماڼۍ ته ورغی.
هغه یو ١٦ یا ١٧ کلن ځوان معلومیدو په سر یې د اوسپنې خول ځلیدلو ښکلې څیره ځلیدونکې سترګې وړه خوله او نرمې شونډې یې د غیر معمولي ارادې او استقلال ښکارندویه وې.
حجاح بن یوسف حیران ورته کتل او په ترخه لهجه یې ورته وویل: ته څوک یې؟
ځوان ځواب ورکړ: ما احوال درکړی وو چې زه د ترکستان نه راغلی یم.
حجاج وویل ما قتیبه ته وویل چې ته راشه یا د باتجربه جنرال را ولیګه.
هغه ماته یو اته کلن ماشوم را ولیګلو.
ځوان ځواب ورکړو زما عمر شپاړس کاله او اته میاشتې دی.
حجاج وویل ته دلته د څه لپاره راغلی یې قتیبه څه شو؟
ځوان د ځواب ورکول نه مخکې ور وړاندې شو او لیک یې ورکړل حجاج لیک ولوست او وویل هغه چیرته دی؟
ځوان وویل: څوک؟
حجاج چې حوصله یې ختمه شوې وه وویل هغه احمق چې قتیبه یې نوم راته لیکلی دی.
ځوان وویل: کوم کس چې قتیبه لیکلی هغه زه خپله یم.
حجاج ورته وویل ښا کینه هغو نقشه وغړوله او ټول حالت یې ورته بیان کړو دا ځوان محمد بن قاسم وو چی د حجاح وراره وو.
په دریمه ورځ محمد بن قاسم بیرته ترکستان ته د تګ تیاري نیوله خو حجاج هغه ته وویل ته همدلته پاتې شه ما قتیبه ته خپل استازی ولیګلو.
خو محمد بن قاسم ویل زما تګ هلته ضروري دی ما له قتیبه سره وعده کړې چې زه بیرته راځم.
خو حجاج ورته ویل نه ته دلته زما لپاره ښه یې زما په اوږو دروند بار دی چې ته یې باید کم کړې.
محمد بن قاسم همدلته پاته شو او حجاج خپله یوازینۍ او یکه لور محمد بن قاسم ته په نکاح ورکړه.
حجاج محمد بن قاسم ور وغوښت او ورته وویل چې سبا د مشق ته لاړ شه.
دوی په همدو خبرو کې وو چې یو غلام راغی وویل
یو ځوان د ستاسو حضور ته د داخیلدلو اجازه غواړي هغه ورته وویل را یي وله.
ځوان را ننوتلو حجاج هغه وپیژندلو ویل یې زبیره ته راغلې ستا کښتۍ …
زبیر ځواب ورکړو: ما ښه خبر نه دی راوړی زموږ کښتۍ د سند په ساحل کې د دیبل حاکم لوټ کړه د مسلمانانو ښځې او ماشومان بندیان دي.
د حجاج له خولې یو چیغه ووتله زبیر ته یې وویل تا خو به بل څوک نه وي خبر کړي؟
زبیر وویل: نه!
حجاج په چورتونو کې ډوب شو چې زبیر له جیب نه سپین دستمال را وایست چې ناهید لیک پرې لیکلی وو حجاج لیک ولوست او ولاړو د هند نقشې ته کتل لیک محمد بن قاسم ولوستلو.
او له حجاج نه یې پوښتنه وکړه تاسو څه فکر کوئ؟
حجاج وویل زه د دوی په وړاندې د جهاد اعلان کوم ته لاړ شه دا لیک امیرالمومنین ته ور وښیه او څومره پوځ چې په د مشق کې تیار شو دلته يې راوله.
بله ورځ دوی د مشق ته ورسیدل او د خلافت ماڼۍ ته ننوتل ولید بن عبدالملک دواړ ته کتل ویل یې په تاسو کې محمد بن قاسم کوم یو دی؟
محمد: زه یم!
ولید جګ شو هغوی ته یې لاس ورکړو او له ځان سره نژدې یې کینول.
محمد بن قاسم ولید ته د حجاج لیک ورکړ.
ولید لیک ولوست چندانې تاثیر یې پرې ونه کړ خو چې کله زبیر د ناهید لیک ورکړ په ټول دربار کې غوغا شوه او محمد بن قاسم دا زیمواري واخیستله چې خلک به جهاد ته هڅوي.
د مشق نه لرې یو میدان وو دلته به هر ورځ د نیزې بازۍ لوبې کیدلې چې په دو وخت کې امیرالمومنین محمد بن قاسم ته هم ویلي وو چې ته به هم ګډون په کې کوې، ولید بن عبدالملک هم دلته راغلی وو.
ننداره پیل شوه صالح میدان ته راغی او پنځه تنه یې سر په سر مات کړل چې په دو وخت کې یو ځوان میدان ته راغی او ده ته یې د جګړې کولو چلینج ورکړ.
او له هغه نه یې سیالي وګټله هغه کس زبیر وو.
په همدې مسابقه کې محمد بن قاسم سلیمان بن عبدالملک ته هم ماتې ورکړه، او له همدې فرصت نه په استفادې یې خلک جهاد ته را وبلل.
ډیر خلک له هغو سره یو ځای شول او د پوځ مشر هم همدی شو چې وروسته یې د سند ډیره سیمې فتحه او د مسلمانانو د ښځو او یتیمان انتقام یې ښه په نره واخیستلو.
خو دا داسلامي نړی ځلانده ستوری تر ډیره په اسمان کې ولاړ پاتې نشو.
سلیمان بن عبدالملک چې نوی مشر شوی وو له هغه سره یې د مخکې نه کینه وه او د هغه د وژلو لپاره صالح وګمارلو هغه وو چې صالح خپل کار وکړه او محمد بن قاسم رحمه الله يې شهید کړلواو له دې پاني دنیا نه نور د تل لپاره وکوچیدو او د اسلام دا ستر لمر ولویدو.
دلید زاویه یې:
د دې ناول د لیدزاویه د دریم شخص د لید زاویه ده.
د دریم شخص د لیدزاویه:
په دغه زاویه کې راوي د (هغه، هغوی)له ضمیرونو څخه په کار اخیستنه د ناول کیسه بیانوي.
د دریم شخص د لیدزاویې ښېګڼې:
په دې زاویه کې کرکټر لیکنه، په ښه او آسانه ډول وړاندې کیدای شي.
په دې زاویه کې لیکوال کولای شي، د خپل ناول د کرکټر هر اړخ لوستونکي ته وړاندې کړي.
هغه که په یوه شیبه کې د خپلو کرکټرونو کړنې ترسیموي، نو په بله شیبه کې بیا د هغو باطني احساسات او افکار بیانوي.
هغه کولای شي چې د خپل هر کرکټر کرکې، بدبینۍ او له مینې ډک داخلي احساسات لوستونکو ته بیان کړي او په څنګ کې یې د کرکټرونو د کرکې، مینې او عاطفې ډک فزیکي حرکتونه هم وړاندې کړي.
د دریم شخص د لیدزاویې نیمګړتیاوې:
د لید په دې زاویه کې کله ناکله لوستونکی له پیښو او کرکټرونو سره د نږوالي احساس له لاسه ورکوي، دا ځکه چی راوي خپله د یوه کرکټر په توګه د داستان په پیښو کې دخیل نه وي، نو لوستونکي ته د پیښې نا رښتیني ښکاري.
په دې زاویه کې لوستونکی په مستقیم ډول د راوي مخاطب نه وي بلکې یو نامعلوم څوک کیسه بیانوي نو ځینې وخت د لوستونکي ذهني اړیکه ورسره پیکه کیږي.
پلاټ:
پلاټ: د علت او معلول پر اساس د پیښو نه شلیدونکي تړاو ته وایې چې مرکزي کرکټر ته د اوج تر پړاوه د ژر رسیدو مخنیوی کوي.
د پلاټ ارزښت:
د ناول د هنریت لومړی ثبوت د پلاټ سم ترتیب دی ښه پلاټ د سه ناول ځانګړنه ده.
په عامو ناولونو کې کیسه موجوده وي او اکثره وخت ښه کیسه وي، خو پلاټ پکې نه وي.
په ناول کې پلاټ د خاصو لوستونکو لپاره وي، د عامو لوستونکو لپاره دا اهمیت نه لري، چې په دې پوه شي چې له (محمد) سره څه وشول؟ خو د خاصو لوستونکو لپاره دا ډیر ارزښت لري چې له 《محمد 》 سره ولې داسې وشول؟ دا ولې د هنر کمال دی چې لوستونکو په اذهانو کې بدلون راولي.
دا ناول د پیچلي پلاټ درلودونکی دی!
پیچلی پلاټ: هغه دی چې مرکزي کیسو او پیښو ته نورې فرعي پیښې هم ورګډې کړای شي او مرکزي کیسه او پیښه پرې نوره هم پیاوړې او پیچلې شي.
مثلآ: په دو ناول کې کیسه یو څه ده خو دلته د هغو سمندري غله یا ډاکو کیسه یې چې په کې ورګډه کړې ده او د هغه ژوند او له هغه سره چې کوم ظلم شوی هغه ټول یې په کې بیان کړي دي.
تلوسه:
تلوسه، تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې د داستانې ادبیاتو یو مهم اړخ دی چې لوستونکی داستان لوستلو ته هڅوي.
د ادبپوهانو وایې چې یو ښه داستاني اثر هغه دی چې په کابو ټولو برخو کې یې د تلوسې رنګ پیکه نشي، د داستان پیل، منځ اوپای خو لا څه چې ټولې فرعي برخې او صحنې یې هم باید تلوسه وپالي.
په دې ناول کې استاد نسیم حجازي تلوسې ته ډیره پاملرنه نه ده کړې خو ځینو برخو کې د ناول تاوسه بیا خپلې ورستۍ اندازې ته رسیدلې.
مثلآ: کله چې پاچا د محمدبن قاسم د وژلو حکم ورکړی وي په دو وخت کې زبیر ته بیا د هغه د بچ کیدو فرمان ورکړي او زبیر روان شي په دې وخت کې سړی احساساتي شي، چې اوس به څه کیږي؟
زبیر به هلته په وخت ورسیږي کنه؟ محمد بن قاسم به بچ کړي کنه؟
همدا پوښتنې دی چې سړی دې ته لیواله کوي چې د ناول نورې پاڼې واړوي او همدا چلند د ناول د تلوسې اړخ بلل کیږي.
منظر کشي:
د ناول د کیسې پیښه یا پیښې چې په کوم زمان او مکان کې پیښیږي د هغه ځای او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظر کشي وايې.
منظر کشي دوه ډوله ده.
ساکته منظرکشي: په دې ډول کې انځورونه په ولاړ حالت کې بیانیږي.
متحرکه منظر کشي: په دې ډول کې انځورونه په خوځنده او متحرک حالت کې بیانیږي.
د همدې ناول څخه د منظر کشي یو بیلګه: د بصرې په یو کونج کې د سیند په غاړه د خرماود ګڼوونو په بڼ کې د بصرې د والي ماڼۍ وه.
د دغې ماڼۍ په یوه لویه کوټه کې یو د پوخ عمر خو د قوي مټو خاوند قدم واهه هغه به قدام واهه، او بیا به ودریدو په دیوال ځوړندې نقشې ته به ځیر شو، د هغه په څیره کې غیر معملوي عزام او ارادې ځلکونه وهل، او په سترګو کې یې هوښیاري او تر هوښیارۍ هم هیبت زیات ځلیده.
ډیالوګ:
ډیالوګ د کرکټرونو تر منځ خبرو ته ویل کیږي یا به له ځان سره غږیږي یا له نورو سره
بیلګه یې:
حجاج: ته څوک یي؟
ځوان: ما احوال درکړی وو چې زه له ترکستان نه راغلی یم.
حجاج: ته له ترکستان نه راغلی یې؟ زه د قتیبه جذابیت ستایم ما احوال ورکړی وو چې یا ته راشه یا د تجربه کار جنرال را ولیګه خو هغه ماته اته کلن ماشوم رالیګلی دی.
ځوان وویل: زما عمر١٦ کاله او اته میاشتې دی. حجاج پرچ وهل ویل یې: ته دلته د څه لپاره راغلی یې په قتیبه څه شوي؟
د محمد بن قاسم ناول واقیعن یو بهترین ناول دی چې د ښاغلي نسیم حجازي په لاس لیکل شوی نسیم حجازي یو ښه ناول لیکونکی دی دا ناول باید هر ځوان یو ځل مطالعه کړي یوازې دا نه بلکې د نسیم حجازي هر اثر چې په لاس درتلو صرفه مه پرې کوئ.
لیکوال 《محمد عمر عمري》