د متخصص رښتینی انځور – لنډه کیسه

د تخصص رښتینئ انځور:
متخصص: زه متخصص یم.
عام وګړئ: ډېره ښه ده. څومره بهرنیان درته د درملنی لپاره راځی؟
متخصص: هیڅ بهرنئ نه راځی.
عام وګړئ: ستا څومره ناروغان بهرنیو ډاکټرانو ته ځی.
متخصص: هره ورځ سلګونه او زرګونه.
عام وګړئ: تخصص چا درکړئ ده؟
متخصص: خپل دولت.
عام وګړئ: همدا دولت دی تخصص منی؟
متخصص: هو کی. چی نه یی منی نو ولی یی راکوی.
عام وګړئ: که همدا چارواکئ دی ناروغ وی ته یی درملنه کوی که بهرنیو ډاکټرانو ته ځی؟
متخصص: که رښتیا ووایم بهرنیو ډاکټرانو ته ځی.
عام وګړئ: د دی مطلب خو دا ده چی چا تخصص درکړی هغوی دی هم تخصص نه منی.
عام وګړئ: ولس دی تخصص منی؟
متخصص: هو کې.
عام وګړئ: چی ناروغی یی پېچلی شی ستا نه درملنه کوی که بهرنیو ډاکټرانو ته ځی؟
متخصص: بهرنیو ډاکټرانو ته ځی.
عام وګړئ: د دی مطلب خو دا ده چی ولس دی هم تخصص نه منی ځکه که منی یی نو ولی بهرنیو ډاکټرانو ته ځی.
عام وګړئ: ته خپله خپل تخصص منې؟
متخصص: هو کی. په سلو کې سل یی منم.
عام وګړئ: چی ستا خپله ناروغی پېچلی شی او ستا تخصص پوری هم مربوط وی نو درملنه پخپله کوی که له بهرنیو ډاکټرانو نه یی کوی؟
متخصص: که رښتیا ووایم له بهرنیو ډاکټرانو نه درملنه کوم.
عام وګړئ: نو د دی مطلب دا ده چی ته پخپله هم خپل تخصص نه منی.
متخصص صاحب ستاسو تخصص بی سارئ تخصص ده.
په درنښت.

البته ځینې

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب