د ماشوم جنسي ځورونه

د ماشوم جنسي ځورونه

په اوسنۍ نړۍ کې ترټولو خواشینوونکې مسٔله چې په دې ورستیو کې د غیرې اخلاقي او انساني کرامت پلورونکو وګړو پاملرنه یې ځانته جلبه کړې، هغه د ماشومانو جنسي ځورونه او په ماشونو جنسي تیری دی، چې د ساري ناروغۍ په شان یې سرایت موندلی او د ټولنې ډیری وګړي یې ددې لوی ناوړه ناورین ښکار ګرځولی.

له ماشومانو څخه ناوړه استفاده څه ته وایي؟

مخکې له دې چې د ذکر شوي عنوان مبحث ته ځانونه داخل کړو، اړینه بولم چې له هرڅه لومړی ماشوم وپیژنو:

د ماشومانو د حقوقو د نړیوال کنوانسیون له مخې هرشخص چې له (۱۸) کلونو څخه کم عمر ولري، ماشوم ګڼل کیږي.

پورتنی تعریف او پیژند د علمي روشونو او د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لخوا ترسره شوی دی.

ددې کنوانسیون په(۱) ماده کې راځي: چې له ماشوم څخه هدف هغه وګړي دي چې له(۱۸) کلونو څخه کم عمر ولري. خو پرته له دې چې د اړوندو هیوادونو د موجوده قوانینو له مخې یې د عمر مودې تغیر موندلی وي.

له پورتنۍ پیژندنې په استفادې سره په عمومي توګه ماشوم هغه چاته ویل کیږي چې په فکري، جسمي او جنسي لحاظ د بلوغ مرحلې ته نه وي رسیدلای.

البته د یادونې وړ ده؛ چې د افغانستان په شمول د ډیری هیوادونو قوانینو هم د ماشوم عمر د ماشومانو نړیوال کنوانسیون له نورم سره برابر ټاکلی دی.

دا چې ماشوم چاته وایي؛ په اړه مو یې معلومات ولوستل؛ اوس هغه کړنې بیانوو چې د ماشوم جنسي ځورونې سبب ګرځي.

۱ـ مختلفې جنسي رابطې: مستقيمه او غیرې مستقیمه(تلیفون، واتساپ…)

۲ـ د لویانو له لوري په ماشومانو جسمي(لاس وهل) او ذهني(بد الفاظ) یرغل.

۳ـ ماشومانو ته د فحشا خپروونکې تکنالوژیکي آسانتیا برابرول. لکه (مختلفې ناوړه ارتباطي ټولنیزې او ډله ییزې وسیلې)

۴ـ په ماشومانو د غربي او خارجي کلتور اعاده. لکه د مختلفو غیرې اخلاقي فلمونو، سریالونو او مزاحیه ډرامو… کتل.

۵ـ او ټولې هغه اړیکې (رابطې) چې د جنسي موخو په تړاو پالل کیږي. لکه تلیفوني، انټزنیتي او لیکلی مسیج پیغامونه…

۶ـ د والدینو له لوري خپلو ماشومانو ته نه پاملرنه او په خپل کلي یا شاوخوا کې د هغې نه کنټرول ددې سبب ګرځي چې ماشومان یې د ټولنې له ناوړه وګړو سره مخامخ او د هغې د ناوړه غوښتنو ته قرباني ومني.

۷ـ له نورو غیرې اخلاقي ماشومانو او لويانو سره ناسمه ناسته او ولاړه.

پورتنې کړنې ماشوم یا د زور او جبر له لارې ښکار کوي او یایې هم په فکري ډول د جنسي قربانې لپاره آماده کوي.

نو لازمه ده چې والدین، مشران، د کورنیو سرپرستان د خپلو ماشومانو څخه په هره لحظه کې معلومات ولري، چې دده ماشوم چیرته، څه کوي او له چا سره دی؛ ترڅو د جنسي اعمالو قرباني نه شي.

لیکنه او تحقیق: ماسټر حسیب الله وحدت.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب