د لرغوني یونان علم او فلسفه
د لرغوني يونان مدنیت د اوج پیر په قبل المیلاد پنځمه او څلورمه پیړۍ کې وو. د همدې پیر پر مهال د يونانیانو مدنیت وغوړيده. دوی زياتې سترې مفکورې درلودلې چې تاريخ ته د دوی د اهمیت څرګندوي کوي. د ژبې تر څنګ ګڼې نورې مفکورې له يونان څخه راغلې دي چې: ډيموکراسي، خمکنی ساينس، رياضي، سپورټ او شاعري په کې شامل دي. موسیقي او تیاتر هم په يونان کې ډير دود درلود. په لرغوني يونان کې د تیاتر لېدنه حتمي وه هر څوک مجبور وو چې حتما بايد يو ځل تیاتر ته لاړ شي او خپل احساسات هلته د په ننداره آرام کړي په ټولییزه توګه د لرغوني يونان تیاترونو د اخلاقي ښوونځیو حیثیت درلود چې د يونانیانو په روزنه وده او اخلاقي ښېګڼو کې يې رول لاره چې همدا روزنه د دې سبب شوه چې يوناني وګړي په خلاصه سینه مناظرو او مباحثو ته کینې د خلکو نظرونه واوري او خپل ور ته ووايي. کله به چې يونانیان دا نندارې په تیاترونو کې ولېدې نو هڅه به يې کوله تر څو دا هر څه په خپل ژوند کې عملي کړي
د يونان تمدن
د يونان تمدن د نړۍ د لرغونو تمدنونو هغه مهم مرکز و چې لويديخې نړۍ ورڅخه الهام واخیست او د خپل کلتور بنسټ يې پرې کیښود.د يونان لومړی تمدن د کرکت په نامه ياديږي. کرکت د لرغوني يونان اړوند ټاپوزمه وه. په ۱۹۰۰ زيږديز کې د لرغون پوهلنو څیړنو په ډاګه کړه د کريت په جزيره کې يو پرمختللي تمدن شتون درلود چې د مصر او
بینالنهرين له تمدن سره يې سیالي کوله. له دغې سیمې څخه ګڼ شمیر ډبرين او خاورين اثار، دپخلنځي وسايل او داسې نور اثار تر لاسه شوي چې لرغونتوب يې له ۱۵۰۰-۲۵۰۰ مخزيږد پورې رسیږي. په کريت کې مرکزي واکمني د ۲۰۰۰ مخزيږد په شاوخواکې رامنځته شوه چې پلازمینه يې د کنوسوس شار و، د کرت تمدن د اريايي قبايلو د يرغل په پايله کې له منځه ولاړ.
دين
د توحید او د يوه خدای د عبادت د عقیدی د نشتوالي او د اعتقادي انحراف له امله يونانیان په ډيرو خدايانو باور درلود او د لرغونې نړۍ د نورو وګړو په څیر يې باور درلود چې اسمان،ځمکه، بريښنا،مینه او ښکلا او پوهه هر يو ځانګړی پیدا کوونکی لري. زيوس (د اسمان خدای) پاسیون (دسمندرخدای)ابولو(دلمرخدای)اواتینا(دبريالیتوب خدای)ګنل کیدل. د يونانیانو په اند د دوی
يو شمیر خدايان د الپ په غره کې اوسیدل چې له همدې امله ورزشي سیالۍ د المپیا غره ته څیرمه تر سره کیدلې، د المپیک سیالۍ د همدغه مهال يادګار دی. يونانیانو له مړينې وروسته پر ژوند باور درلود او خپلو مړو تر څنګ ځینې وسايل ورسره په قبر کې ايښودل.
په يوناني ښارونو کې ګڼ شمیر عبادت ځايونو شتون درلود،چې خلک دديني مراسمو په موخه ورتلل.د يونان خدايانو بشپړ علم او قدرت نه درلود. هر خدای د بل خدای په ذريعه محدودېده . د دوی به کله کله په خپل منځ کې سره جنجال وو خو د ټولو مشر زيوس و او د هغه په دربار کې به سره راټولېدل. د يونانیانو باور و چې بنیادم وروسته له مړينې تر مځکې لاندې سیوری ته ورته ځای ته ځی چې هیډيز Hedes نومیږی او پلاتو Plato نومی خدايګوټی يې اداره کوی . ځینې محدود کسان او اتلان ،چې په خدايانو ډېر ګران دی تر زمکې لاندې يوبل ځای ته چې د الېزې میدانونه نومیږی ، ځی او هلته همېشه مزې کوی . البته يونانیانو د بلې دنیا د ژوند په باره کې ډېر فکر نه کاوه. د دوی ډېر پام دې ته و چې ښار- دولت ښه وځلوی او په ښار دولت کې ښه وځلیږی.
له لرغوني يونان څخه ډير اثار لکه مجسمې،لوښي، سکې او عبادت ځايونه پاتې دي، خو د يونانیانو معماري او مجسمه جوړونه د ډير شهرت لرونکې ده. هغوی د خپلو خدايانو او همدارنګه د خپلو واکمنانو لپاره مجسمې جوړولې. هغوي خپلې ودانۍ له ډبرو او لرګیو څخه جوړولې،موسیقي او تیاتر هم په يونان کې ډير دود درلود.
علم او فلسفه
علم په يونان کې ډير پرمختګ کړی و ځکه چې هغوی له علمي خبرو اترو سره ډيره لیوالتا درلوده. د علم د پرمختګ يوبل لامل له مصر او کوچنۍ اسیا سره د يونانیانوسوداګريزې اړيکې وې چې له همدې امله د اسیا او افريقا علمي لاسته راوړنو يونان ته لاره موندله او علم ته يې لا زياته وده ورکوله.
د يونان فیلسوفان په نړۍ کې د ډير شهرت لرونکې دي، چې د هغوی له جملې څخه سقراط، افلاطون او ارسطو د يادونې وړ دي. سقراط هغه لوی فیلسوف وچې په ښارکې به ګرځیده او له خلکو سره به يې خبرې اترې کولې. هغه ډير زده کوونکې درلود چې تر ټولو نامتو يې افلاطون دي.
کورنی جګړه
په يونان کې کورنیو جګړو چې د پلوپونیز جګړو په نامه ياديږي ډير وخت دوام وکړه په پايله کې يې اسپارتیان بريالي شول، خو هغوی هم د (تبس) ښاري دولت له لوري مغلوب شول. په دې توګه کورنیو ګدوډيو يونان ډير کمزوری کړ. همدغه مهال مقدوني فلیپ چې د يونان په شمال کې د مقدوني حاکم و،په يونان ولکه پیدا کړه. دغه کار د فلیپ د زوی
مقدوني سکندر لپاره د فتوحاتو لاره هواره کړه. سکندر د ترکیې او مصر له نیولو وروسته فارس ته مخه کړه او له ۳۳۶/۳۲۳ مخزېږد د پورې يې په هخامنشیانو بری ومونده او د هند تر شمال پورې وړاندې ولاړ. د سکندر له مړينې وروسته يوناني سترواکی تجزيه شوه.چې ورسره رومي امپراتورۍ ته د غوړيدواو پراختیا زمینه برابره شوه.
د يونان مشهورې لوبې
د يونان تر ټولو مشهورې لوبې د المپیک Olympic وې چې په ۷۷۶ق.م کې پېل شوې او په هرو څلورو کلونو کې ترسره کېدلې. د المپیک اتل به د ټولو يونانیانو اتل و. دهغه جايزه د زيتون د ګلونو تاج و. البته په خپل ښار کې به اتل ته ډېر سوغاتونه ورکول کېدل .المپیک لوبې تر څلورمې میلادی پېړۍ پورې چې يوه رومی امپراطور بندې کړې، جاری وې. په اوسنۍ زمانه کې دا لوبې بیا پېل شوې او په لومړی ځل په ۱۸۹۶م کال کې په اتن کې تر سره شوې.
دغه لیکنه په پي ډي اف بڼه د تصویرونو سره د لاندې تړوني څخه ښکته کړئ
ښکته کړئ