د لاندې کړنو تر سره کول مو راتلونکی غوره کولای شي
_ سهار وختي پاڅېږئ او ورځ مو پر عبادت شروع کړئ
_پلان ولرﺉ
_مطالعه وکړﺉ
_ په خپل ژوند کې د بدو خلکو سره اړيکې له منځه یوسئ
_ نورو ته خپل ځان مه بیانوئ
_د نورو په خاطر خپلې خوښۍ مه پریږدۍ
_ دروغ مه وایاست
_ د خپلو حقه حقونو لپاره مبارزه وکړئ
_ له بدو خلکو سره ملګرتیا مه کوی
_ خپلواک اوسئ زده کړئ (کوښښ وکړئ چې خپل کار یوازې ترسره کړئ)
_ خپل کارونه پر وخت ترسره کوه، نن او سبا یې مه کوه
_ نوې ژبه زده کړئ
_ مثبت اوسئ او له منفي څخه ډډه وکړئ
_ د نه ویلو توان ولرئ
_ د نېکو او صالح کسانو سره مشوره وکړئ
_ له سستۍ ډډه وکړئ
_هره ورځ تمرین وکړئ
_ په تمرکز او هوښیارۍ کار وکړئ
_ صبر وکړه
_ د وخت او وخت په ارزښت پوه شه
_ کارونه په بیړه مه کوئ
_سفر وکړﺉ
_ د نورو له تجربو ښه ګټه پورته کړئ, له تېروتنو یې زده کړئ
_ له ځانه مه نا امیده کیږه
_په ماضي کې ژوند مه کوه