
د فکري جګړې خطر!
د غرب فکري جګړه د غرب تر عسکري جګړې ډېره خطرناکه ده، ځکه چې غربيانو په خپلو استعماري جګړو کې یوازې د مسلمانانو زېرمې غلا کولې، کورونه یې ورانول او خلک یې وژل، چې دې هر څه به د مسلمانانو په زړونو کې د دوئ په خلاف کرکه نوره هم زیاتوله، او په خپل اسلام به نور هم ټېنګېدل، او د مقاومت لپاره تیارېدل، که څه هم چې جګړه به په پېړیو پېړیو اوږده شوه.
خو د فکري جګړې خطر پدې کې دی چې دغې جګړې مسلمانان د غرب په زهرجن فرهنګ ولړل، په مسلمانانو کې یې الحادي نظریات، بې دینه فرهنګ او لوېدلي اخلاق خپاره کړل.
نوی نسل یې له اسلامي مفاهمو سره داسې نا آشنا کړ چې د اسلامي شرېعت، عقائد، تاریخ، تمدن او هر څه ورته پردي ښکاري، او په هرڅه کې د غرب په فلسفه او معیارونو باندې باور لري او تقلید يې کوي.
فکري جګړې د دغه نسل وجدان او ضمیر ته داسې ماتې ورکړې ده چې اوس د غرب هرڅه ورته حق او صحیح ښکاري، او د هغه خپلول ورته ترقي او تمدن ښکاري، خو هرڅه چې د غرب خلاف دي ارتجاع، حماقت او بېرته پاتې والی وایي. غرب د فکري جګړې په نتیجه کې په اسلامي هېوادونو کې داسې یو نسل رامنځته کړ، او حکمتونه او د چارو واګي يې ور وسپارل چې د غرب د استعمار ښه ځای ناستي ثابت شول، ددغه نسل افکار، نظریات، د ژوند اخلاقي ، اجتماعي، سیاسي او اقتصادي فلسفه یې له مستعمرینو څخه هېڅ فرق نه لري او دغه خلک د مسلمانانو پرګنو په ځپلو او تعذیبولو کې تر مستعمرینو هم ډېر سخت زړي دي.
په فکري جګړه کې د مسلمانانو هېوادونو دې ماتې خوړلي نسل اسلام او مسلمانې نړۍ ته دومره تاوان ورورساوه چې د چنګېز تر غمیزې وروسته هېڅکله هم ورته په دې پيمانه نه ؤ رسېدلی، ددې ماتې خوړلي نسل د مسلمانانو د ژوند ټول معیارونه پردي کړل.
لیکوال :بدرالدین غیرت
یادونه: وسیع ویب کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.